تروريزم

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په سوریه کې د یاغیانو 'د تیتېدلو' د خطر خبرداری ورکړ

ای اېف پي

د آرشیف په دې عکس کې چې د زمري په ۱ اخیستل شوی، یوه داخلي امنیتي ګزمه په شمال ختیځه سوریه کې په الحول کمپ کې ښځې چې ادعا کیږي د داعش د جنګیالیو مېرمنې دي، بدرګه کوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د آرشیف په دې عکس کې چې د زمري په ۱ اخیستل شوی، یوه داخلي امنیتي ګزمه په شمال ختیځه سوریه کې په الحول کمپ کې ښځې چې ادعا کیږي د داعش د جنګیالیو مېرمنې دي، بدرګه کوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

نیویارک -- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چارشنبې په ورځ /د تلې ۲۴مه/ په یوه متفق علیه توګه تصویب شوې اعلامیه کې په سوریه کې د یاغي بندیانو «د تیتېدلو» د خطر خبرداری ورکړ.

یادې شورا وویل، «د امنیت شورا غړو د داعش په شمول د ملګرو ملتونو له خوا نومول شویو ډلو څخه د ترهګرو د تیتېدلو د خطرونو په هکله ژورې اندېښنې څرګندې کړې.»

د شورا ۱۵ غړو وویل چې هغوی په شمال ختیځه سوریه کې «د بشري وضعیت د لا نورې خرابۍ په هکله ژوره اندېښنه» لري.‌

د شورا اروپایي غړو -- بلجیم، برتانیا، فرانسې، جرمني او پولنډ -- په یوه جلا ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د هغو کمپونو امنیت باید خوندي کړای شي چې هلته یاغي جنګیالي ساتل کیږي.‌

هغوی وویل، «د ترهګرو جنګیالیو خوندي توقیف لازمي دي څو له ترهګرو ګروپونو سره د هغوی د یوځای کېدلو مخه ونیول شي.»

د یکشنبې په ورځ، کوردي مقاماتو وویل چې په شمال ختیځه سوریه کې د کوردانو له خوا کنټرولېدونکي د عین عیسی په نامه د بې ځایه شویو کسانو له کمپ څخه د خارجي جهادستانو خواوشا ۸۰۰ خپلوان تښتېدلي دي.

داعش د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۵مه/ وویل چې هغوی د سوریې د کوردانو له خوا ساتل شوې ښځې «خوشې» کړې، خو ګروپ د هغو ښځو شمېر یاد نه کړ او نه یې وویل چې آیا دغه ښځې د داعش غړې یا د جهادستانو مېرمنې وې که نه وې.

ترکیې د تلې په ۱۷مه په سوریه باندې پوځي برید پیل کړ.

د ملګرو ملتونو لپاره د متحده ایالاتو سفیر کیلي کرافټ خبریالانو ته د خبرو کولو پر وخت د واشنګټن دا غوښتنه تکرار کړه چې د ترکیې یرغل ودروي.

«متحده ایالات په ترکیه باندې غږ کوي چې خپل یرغل ودروي او سمدلاسه اوربند اعلان کړي.»

د ملګرو ملتونو لپاره د چین سفیر وویل چې د داسې کمپونو خوندي کول چې هلته یاغیان ساتل کیږي «په ریښتیا سره زمونږ د ټولو لپاره مهم دي،» په داسې حال کې چې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا وویل، «هیڅوک هم باید داسې ونه ګڼي چې دا یوازې د سوریې او عراق مسئله ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500