جرم او انصاف

په الهول کمپ کې د داعش ښځې تنکي ځوان هلکان مجبوروي چې هغوی امېدوارې کړي

د ولید ابوالخیر راپور

یوه ښځه خپل ماشوم په داسې حال کې لېږدوي چې سوریه یان د زمري په ۲۳مه د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو له خوا د الهول کمپ څخه چې د داعش د شکمنو جنګیالیو خپلوان په کې ساتل کیږي، خوشې کېدلو ته انتظار باسي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

یوه ښځه خپل ماشوم په داسې حال کې لېږدوي چې سوریه یان د زمري په ۲۳مه د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو له خوا د الهول کمپ څخه چې د داعش د شکمنو جنګیالیو خپلوان په کې ساتل کیږي، خوشې کېدلو ته انتظار باسي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

کردي چارواکو المشارق ته وویل، د داعش ښځې چې د شمال ختیځې سوریې په الهول کمپ کې ژوند کوي، تنکي ځوان هلکان مجبوروي چې له هغوی سره یوځای شي او امېدوارې یې کړي. هغوی دا کار د داعش جنګیالیو د راتلونکي نسل د روزلو د پلان په لړ کې کوي.

دا ښځې اکثر د داعش جنګیالیو کونډې دي، او ځینې یې پخپله د داعش ډلې غړې دي.

چارواکي وايي، ښځې د داعش د «پرمخ لاړشئ او شمېر زیات کړئ» ادعا شوي کمپاین په ګټه کار کوي، او هدف یې دا دی چې له یادې ډلې سره په بیرته راستنېدلو کې مرسته وکړي.

د خلکو د ساتنې واحدونو (وای پي جي) تر چتر لاندې د ښځو د ساتنې واحدونو (وای پي جی) چې ټولې غړې یې ښځې دي، یوې غړې روښان کوباني وویل، سره له دې چې په کمپ کې سخت امنیتي تدابیر پلي شوي، بیا هم د داعش ښځې داسې لارې مومي چې چاقوګان، تیلیفونونه او حتی نوي زېږېدلي ماشومان پټ کړي.

یو عکس چې د وږي په ۴مه اخیستل شوی، د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو له خوا چلېدونکی الهول کمپ، د کردي اسایش امنیتي ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له خوا د عملیاتو په حال کې، ښیي. په دغه کمپ کې د داعش د مشکوکو جنګیالیو خپلوان ساتل کیږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

یو عکس چې د وږي په ۴مه اخیستل شوی، د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو له خوا چلېدونکی الهول کمپ، د کردي اسایش امنیتي ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له خوا د عملیاتو په حال کې، ښیي. په دغه کمپ کې د داعش د مشکوکو جنګیالیو خپلوان ساتل کیږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

هغې المشارق ته وویل، که څه هم په کمپ کې دننه ګڼو سرچینو د «پرمخ لاړشئ او شمېر زیات کړئ» کمپاین په هکله خبرونه تایید کړي، لاکن تر اوسه پورې د نویو زېږېدلو ماشومانو د موجودیت په هکله فزیکي شواهد نه دي موندل شوي.

هغې وویل، «ښایي کوچني ماشومان په خېمو کې دننه اېستل شویو سوریو کې پټ ساتل کیږي.»

کوباني وویل، د داعش ښځې «ډیرې بې رحمه» دي او د کمپ دننه او بهر د دې ډلې له ځینو مشرانو سره په دوامداره توګه په تماس کې دي، ځکه چې دوی د تولید له لارې د یادې ډلې د بیا ژوندي کولو هیلې پالي.

هغې وویل، دغه راز هغوی د ماشومانو مغزونه هم وینځي څو هغوی د «خلافت بچیانو» باندې بدل کړي.

هغې وویل،‌ نه یواځې د کمپ هلکان له خطر سره مخامخ دي، بلکې د داعش د ښځو له خوا رالویېدونکې نجونې هم له خطر سره مخامخ دي، ځکه هغوی داسې رالویېږي چې باید په لویېدلو سره د یادې ډلې د ایډیالوژۍ او د تکثر د وسیله کېدلو په شمول، عین کارونه ترسره کړي.

د قاتلانو روزنه

په الهول او روج کمپونو کې -- روج په دغو دواړو کې کوچنی دی او بهرنۍ ښځې او ماشومان په کې اوسیږي -- نارینه او ښځې په بشپړه توګه جلا دي. تنکي ځوان هلکان بلوغ ته له رسېدلو څخه وروسته ځانګړیو برخو ته لېږدول کیږي.

د کردي سرې میاشتې یوه چارواکي، آزاد دودیکي، چې د الهول کمپ په طبي مرکز کې کار کوي، وویل «دا ډېره ستونزمنه ده چې په الهول کې نارینه تنکي ځوانان له ښځو څخه جلا شي، ځکه چې ښځې هلکان داسې تیاروي چې د ځانونو د پټولو لپاره نقاب اغوندي».‌

هغه وویل، په دې توګه، د داعش ښځې کولی شي هلکان «په دې بهانه چې نجونې دي» د کمپ د ښځو په برخه کې وساتي، او زیاته یې کړه چې «بیا له هلکانو څخه د امېدوارۍ لپاره د جنسي وسیلو په توګه کار اخیستل کیږي».

دا ناوړه ګټه اخیستنه کله کله داسې ثابتېږي، چې یو شمېر ماشومان د کمپ د اوسیدونکو په سروې کې راښکاره کیږي په داسې حال کې چې د هغوی نومونه د اوسېدونکیو د نومونو په لست کې نه وي. ډوډیکي وویل، سروې د سترګو د شبکیې د سکن کولو او د ګوتو د نښو له لارې ترسره کیږي.

هغه وویل، دا ماشومان د کمپ له ټولو کارکوونکو، حتی له طبي، د ټولنیزو خدمتونو او اداري کارکوونکو څخه ژوره کرکه لري.

هغه وویل، «له کمپ څخه داسې ښځې نیول شوي چې ماشومانو ته د چاقوګانو او نورو تېره شیانو د کارولو او د جنګي لوبو د ترسره کولو په اړه روزنه ورکوي، یعنې دا ماشومان په وژونکیو ماشینونو او داسې افرادو باندې بدلوي چې هره ګړۍ خطر پیښوی شي.»

د خلافت بچیان

په الهول کې د آسایش (داخلي امنیتي) ځواکونو د امنیتي څانګې یوه چارواکي، عدنان ازادي وویل، وروسته له هغه چې د داعش تش په نامه «خلافت» ړنګ شو، او دغې ډلې خپل پوځي ځواک له لاسه ورکړ، اوس هغه په الهول کمپ باندې تمرکز کوي څو د جنګیالیو راتلونکی نسل وروزي.

هغه وويل، په کمپ کې ښځې تروريستي ايډيالوژي خپروي او د ماشومانو مغز وینځي څو هغوی «د خلافت بچيانو» باندې بدل کړي، او په دې توګه يو داسې بنسټ جوړ کړي چې له لارې يې یاده ډله بېرته راستنه شي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) قوماندان جنرال مایکل ایریک کوریلا تیر کال له الهول څخه له لیدنې وروسته په یوه بیان کې وویل، «دا د داعش د راتلونکي نسل لپاره د تولید ځای دی.»

ازادي وویل، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د داعش ښځې له ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې غیر انساني رول لوبوي، ځکه چې ښځې په پیل کې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو ته راوړل شوې وې چې «د جنګیالیو لپاره بچیان وزېږوي او ساعت یې تېر شي».

هغه المشارق ته وویل، ښځې او واده «له هغو مهمو وسیلو څخه وو چې دغې ډلې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ځوانانو د جلبولو لپاره کارولي ول.»

ازادي خبرداری ورکړ چې الهول «یو ټکان ورکونکی د وخت بم دی چې په کې د خلکو د لوی شمېر له امله هر وخت چاودېدلی شي، او دغه حالت ټول هغه هیوادونه چې په کمپ کې وګړي لري اندیښمن کړي دي.»

هغه وویل، په نهایت کې به دا په ټولو هیوادونو باندې اغیزه وکړي ځکه چې د داعش افراطي نظریه له استثنا پرته په هر چا باندې اغېز کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زهرجن خواړه ورکړئ، چې ویې خوري او نسل یې له منځه لاړ شي. تاسو ولې په هغه چا رحم کوئ چې هغوی په نورو باندې رحم نه کوي؟ تاسو باید دوی حتی د دوی له منشأ څخه هم له منځه وېسئ. دا مه وایئ چې هغوی ودونه کوي. د دې معنی دا ده چې تاسو پخپله هغوی د خپل راتلونکي جنګي ماشین لپاره کرئ، لاکن د هغو ډېر شمېر بې ګناه خلکو په څېر چې تاسو وژلي، تاسو کولی شوای چې په اسانۍ سره هغوی ټول ووژنئ یا یې لږ تر لږه شنډ کړئ. تاسو پخپله شیطانان یاست.

ځواب ورکړئ

زه فکر نه کوم چې یو څوک چې ځان کلک مسلمان بولي، او داسې کار وکړي. البته یوه خبره شته چې کېدی شي کومې نجلۍ یا کونډې له کوم ځوان سره نکاح کړې وي او ماشوم یې پیدا شوی وي. زه د مسلمان څه چې د عیسویانو او یهودانو او ان د هندوانو او بودایانو د مذهبونو په رابطه هم داسې فکر نشم کولی چې ځان مذهبي وبولي او بیا له پردي نارینه سره یوځای شي. دا صحیح ده چې داعش ظلمونه کړي او خلک یې وژلي لاکن زه دا نشم تایید کولی چې داسې بداخلاقه کار به وکړي. بله خبره د ماشومانو د مغزونو وینځلو ده. هغه طرف (که د عراق یا سوریې حکومت وي او که د نړۍ وال ائتلاف سازمان وي) چې دا کمپونه یې جوړ کړي، هغوی باید د کمپونو اوسېدونکیو ماشومانو ته داسې ښوونځي جوړ کړي چې سالمه تربیه په کې واخلي. ماشومان باید له هر ډول مذهبي افراطیت څخه خوندي وساتل شي.

ځواب ورکړئ

پښتو کې یو متل دی زه یې هم په مانا نه پوهېږم هههههههه خو وايي «پکه دا دې لا بله سپکه» نو چې دا ښځې تنکي ځوانان مجبوري لویان ډېر کم دي چې ځانونه پرې یخ کړي. هغه وخت به د یو پر ځای دوه دوه وزېږوي. دوی هم هسې ګپ لګوي د نسل د زیاتوالي هیله هم لري او ځان په وړو ماشومانو...

ځواب ورکړئ