امنیت

د طالبانو د جنګ په ډېرېدلو سره له هلمند څخه په زرګونو خلک ووتل

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغانې کورنۍ د تلې په ۲۳مه په هلمند ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو په ترڅ کې له نادعلي ولسوالۍ څخه لښکرګاه ته په تېښته دي. [ای اېف پي]

افغانې کورنۍ د تلې په ۲۳مه په هلمند ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو په ترڅ کې له نادعلي ولسوالۍ څخه لښکرګاه ته په تېښته دي. [ای اېف پي]

لښکرګاه -- چارواکو د چارشنبې په ورځ /د تلې ۲۳مه/ وویل، په داسې حال کې چې د سولې له خبرو سره سره تاوتریخوالی په ډېرېدلو دی، د هلمند ولایت په زرګونو اوسېدونکیو د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ له څو ورځو سختې جګړې څخه وروسته خپل کورونه پرېښي دي.

طالب اورپکو د یکشنبې /د تلې ۲۰مه/ شپه،‌ په لښکرګاه باندې یو لړ بریدونه ترسره کړل، او متحده ایالات یې مجبور کړل چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره هوایي بریدونه تر سره کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تلې په ۲۳مه له شمشاد تلوېزیون سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل، دغه ګروپ په هلمند کې پوځي عملیات د دې لپاره ترسره کړل چې ځینې سیمې چې افغان ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې نیولې وې، بېرته ونیسي.

په داسې حال کې چې هغه ومنله چې طالب یاغیانو په هلمند کې خپل سنګرونه ټینګول، وروسته په عین ورځ له امریکاغږ سره په یوه بله مرکه کې د عملیاتو د ساحې په هکله خپله خبره بېرته واخیستله، او ویې ویل چې اوسمهال هلته «هېڅ ستر یرغل ترسره شوی» نه دی.

دغه جنګ ډیر شمېر خلک تېښتې ته اړ کړل او ځایي خلکو له موټرسایکلونو، ټکسیانو او بسونو څخه په استفادې سره له سیمې څخه پښې سپکې کړې.‌

د هلمند د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس سید محمد رامین ای اېف پي ته وویل، «تر اوسه پورې، د جنګ له امله له ۵۱۰۰ څخه ډېرې کورنۍ یا له ۳۰۰۰۰ څخه ډېر خلک تښتېدلي دي.»

رامین وویل، «ځینې کورنۍ اوس هم په لښکرګاه کې په ډاګ میدان په کوڅو کې ژوند کوي؛‌ موږ خېمې نه لرو چې هغوی ته یې ورکړو.»

یوه ځایي اوسېدونکي حکمت الله وویل چې دی وروسته له هغه چې د ګاونډي په کور یې د هاوان ګولۍ ولګېدله او دوه ښځې یې ووژلې، مجبور شو چې راوتښتي.

د عطاءالله افغان په نامه یوه بزګر چې له خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سره راتښتېدلی، وویل، «جنګ دومره شدید وو چې ما دومره وخت نه درلود ترڅو څه اضافي کالي له ځان سره راواخلم. ما یواځې دومره وکړل چې خپله کورنۍ مې را واېستله.»

افغان چارواکو وویل، د تلې په ۲۳مه په لږ تر لږه څلورو ولسوالیو کې جنګ روان وو، او زیاته یې کړه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د طالبانو مکرر بریدونه بېرته په شا وتمبول.

ځایي چارواکو طلوع نیوز ته وویل، د جګړې له پیل راهیسې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په لسګونو طالب جنګیالي وژل شوي دي.

طالبان باید یرغلیز عملیات ودروي

د دفاع وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې سرپرست وزیر جنرال اسدالله خالد د تلې په ۲۳مه له هلمند څخه لیدنه وکړه ترڅو له جګپوړو ځایي چارواکو سره د امنیتي وضعې او نویو امنیتي پلانونو په هکله خبرې اترې وکړي.

په ټویټ کې راغلي، «هغه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې او د هلمند د اوسېدونکیو د دفاع په لاره کې د هغوی قربانۍ وستایلې.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د طالبانو د ډلې په غړو او افغان ځواکونو باندې غږ وکړ «چې له ټولو ممکنو ګامونو څخه په استفادې سره ملکي خلک خوندي کړي، او هغو کسانو ته چې غواړي له سیمې څخه وځي خوندي لارې ورکړي.»

د کب په میاشت کې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ تر لاسلیک شوې هوکړې لاندې، یاغیان باید په ښاري سیمو باندې بریدونه ونه کړي او تاوتریخوالی کم کړي.

د وږي په ۲۲مه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د سولې د خبرو له پیلېدلو راهیسې، په وروستیو اونیو کې په تاوتریخوالي کې زیاتوالي،‌ د سولې پروسه ورو کړې ده.‌

په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ماموریت قوماندان امریکایي جنرال سکاټ مېلر طالبانو ته خبرداری ورکړ چې «په هلمند ولایت کې خپل یرغلیز عملیات ژر تر ژره ودروي او په ټول هېواد کې خپل تاوتریخوالی کم کړي.»

هغه د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، «دا کار د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې له روحیې سره برابر نه دی او د افغانستان د سولې روانو خبرو ته زیان رسوي.»

په ورته وخت کې، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د تلې په ۲۳مه د افغان اردو د دوو څرخکو تر منځ ټکر په کې سپاره لږ تر لږه ۹ کسان ووژل.

د دفاع وزارت وویل چې هغوی د پېښې پلټنه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د وژنو، بې کوریو او د افغانانو د فقر سبب طالبان دي. که طالبانو د تېرو ۱۹ کالو په ترڅ کې د حکومت پر ضد جنګ نه وای کړی، اوس به د افغانستان د ټولو خلکو د ژوند حال بهتر وای. ټول خلک د طالبانو له لاسه خراب شول. په هلمند ولایت کې د وروستي جنګ په نتیجه کې په دې سړه هوا کې په زرونو کورنۍ بې ځایه شولې، او ښایي چې د طالبانو د جنګ او د افغان او امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو له امله په سلګونو ملکي خلک وژل شوي وي.‌ دواړه لوري بې رحمه دي. که طالبان د خلکو پر وړاندې زړه سوی نه ښیي، لږ تر لږه حکومت باید له خلکو سره شفقت وښیي او د غریبو خلکو په کورونو باندې بمونه ونه وروي او دې ته یې مجبور نه کړي چې خپل کورونه پرېږدي‌.

ځواب ورکړئ

ټولې بدمرغۍ او بې کورۍ د هغوی له خپله لاسه دي. د هیواد په جنوب کې اکثر خلک د طالبانو په څېر نظر لري.‌ هغوی دیموکراسي نه مني، ځکه چې پښتنو په افغانستان کې له نژدې درې سوو کالو راهیسې قبایلي واکمني کوله،‌ او هغوی اوس هم غواړي چې په افغانستان کې د وسلې په زور واکمني وکړي.‌ هغوی غواړي چې په دې ۲۱مه پېړۍ کې یو مستبد نظام ولري. زه د هغوی په حال خفګان څرګندوم.‌

ځواب ورکړئ