امنیت

افغان مرکچیان د سولې تاریخي خبرو لپاره دوحې ته ورسېدل

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده د قطر په پلازمېنه دوحه کې هغه ځای ښودل شوی چې د افغانستان د سولې خبرې به په کې ترسره کیږي. [نادر نادري/ټوېټر]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده د قطر په پلازمېنه دوحه کې هغه ځای ښودل شوی چې د افغانستان د سولې خبرې به په کې ترسره کیږي. [نادر نادري/ټوېټر]

کابل -- چارواکو وویل، تمه ده چې د افغان حکومت او طالب مرکچیانو تر منځ د سولې ځنډېدلې خبرې د شنبې په ورځ /د وږي ۲۲مه/ په قطر کې پیل شيچې دا به د افغانستان په ۱۹ کلن جنګ کې په بالفعل ډول یوه ډېره مهمه پېښه وي.‌

طالبانو، افغان حکومت او قطري چارواکو ټولو د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۰مه/ تایید کړه چې دغه خبرې به د وږي په ۲۲مه په دوحه کې د پرانستې له مراسمو څخه وروسته پیل شي.

په پیل کې داسې اعلام شوې وه چې خبرې د کب په میاشت کې پیل شي خو د بندیانو د تبادلې په سر د شخړو له امله، چې د سلګونو طالب جنګیالیو خوشې کیدل په کې شامل ول، څو ځلې وځنډېدلې .‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه خبرې د لسیزو اوږدې جګړې او وینو تویېدنې د پای ته رسولو لپاره یو «تاریخي» فرصت وباله، او زیاته یې کړه چې دغه فرصت «باید ضایع نشي».‌

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د وږي په ۱۸مه د قطر پلازمېنې دوحې ته له روانېدلو څخه مخکې په کابل کې د کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې له خبریالانو سره خبرې کوي. [عبدالله عبدالله/ټوېټر]

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د وږي په ۱۸مه د قطر پلازمېنې دوحې ته له روانېدلو څخه مخکې په کابل کې د کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې له خبریالانو سره خبرې کوي. [عبدالله عبدالله/ټوېټر]

پمپیو د وږي په ۲۰مه دوحې ته د روانېدلو پر مهال په یوه اعلامیه کې وویل، «د دغو خبرو پیلېدل د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت په ګوته کوي چې د څلورو لسیزو اوږده جګړه او وینه تویېدنه پای ته ورسوي.»

هغه په الوتکه کې ورسره خبریالانو ته وویل، «زه اندېښنه لرم چې د افغانانو تر منځ دغه خبرې اترې به څومره سختې وي، خو هغوی کولی شي چې ترسره یې کړي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل، دغه خبرې «په افغانستان کې د تلپاتې سولې د رامنځته کولو په لور یو جدي او مهم ګام دی.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له کابل څخه دوحې ته له الوتلو څخه مخکې په ټوېټر ولیکل، «د اعتماد جوړونې لپاره د یو لړ اقداماتو په ترسره کولو سره، موږ د دې سفر په اوږدو کې منتظر یو چې دوه اړخیز نظرونه سره تبادله کړو، او له طالبانو سره اساسي مذاکرات ترسره کړو څو هغه د کالونو اوږد جنګ او عذاب پای ته ورسیږي چې زموږ خلک ترې کړېږي.»

هغه وویل، «د دیني اصولو، بشري ارزښتونو او زموږ ګډو ګټو په اساس موږ ټول د یوې منصفانه، ‌ د پایښت وړ او باوقاره سولې غوښتونکي یو.»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل هرکلی وکړ او د شخړې په لوریو باندې یې زور واچاوه چې دغه «بې معنی جنګ» پای ته ورسوي.

هغه د وږي په ۲۰مه په یوه ټویټ‌ کې ولیکل، «زه د قطر، د افغان ولسمشرۍ د ماڼۍ، او د طالبانو له خوا د وږي په ۲۲مه د افغانستان د سولې د مذاکراتو د پیل د اعلانونو هرکلی کوم. دا د څلوېښت کلنې جګړې،‌ چې نظامي حل نه لري او ډېر زیات افغانان وژني، د پای ته رسولو لپاره یو تاریخي فرصت دی.»

هغه وویل، «دغه ځای ته د رسېدلو لپاره تللې لاره ډېره اوږده وه او سخته به وي. هېڅ مهمه لاسته راوړنه هم هېڅکله اسانه نه ده. دا اوس د افغان مشرانو مسؤلیت دی چې دغه وخت ته ارزښت ورکړي او دا وحشیانه او غیرعاقلانه جنګ پای ته ورسوي.»

خلیلزاد وویل، «له جوړجاړي څخه پرته هېڅ سیاسي حل نشته. د افغانستان وروستی تاریخ ښیي چې د قدرت انحصار او د زور له لارې د یو چا د نظر تحمیلول شخړه رامنځته کوي او هېواد داسې کمزوری کوي چې بیا نور په کې لاسوهنې کوي.»

سولې ته هیله من

د سولې د خبرو د پیل اعلان یواځې څو ساعته وروسته له هغه وشو چې په دې لاره کې د وروستی خنډ -- د شپږو هغو طالب بندیانو برخلیک چې د فرانسوي او استرالیایي ملکیانو او عسکرو وژلو پورې یې تړاو درلود -- د حل څرک ولږیده.

په پاکستان کې د طالبانو یوې سرچینې ای اېف پي ته وویل، طالبانو تایید کړه چې یاد شپږ بندیان دوحې ته رسېدلي دي. هغوی په یوه ځانګړې الوتکه کې له کابل څخه انتقال شول.

د سولې خبرې د طالبانو او کابل تر منځ د بندیانو د تبادلې د جزیاتو په سر د شخړو له امله شپږ میاشتې وځنډېدلې. طالبانو ۱۰۰۰ تنه افغان عسکر راخوشې کړل، په داسې حال کې چې کابل ۵۰۰۰ یاغیان خوشې کړل.

د کابل د هیئت یوه غړي عبدالحفیظ منصور د کابل هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل، «موږ دوحې ته ځو ترڅو طالبانو ته ووایو چې تاسو نشئ کولی چې د زور له لارې بریالي شئ.»

نوموړي وویل، «اوس د روغې جوړې لپاره وخت برابر دی؛ موږ کولی شو چې خپلې ستونزې یو له بل سره د خبرو له لارې حل کړو.»

مذاکراتو په ګرد هېواد کې د افغانانو تر منځ هیلې ټوکولي چې ښایي ځپونکی جنګ پای ته ورسږي.‌

په کابل کې د عبدالله په نامه یوه دوکاندار چې روانه اونۍ په کابل کې د ولسمشر په مرستیال امرالله صالح باندې په یوه بمي برید کې یې خپل یو خپلوان له لاسه ورکړی دی، وویل، «موږ سولې ته بې قراره یو. د افغانانو وژل باید ودرول شي.»صالح له برید څخه ژوندی ووت او سرسري ټپي شو.

هغه وویل، «زه راتلونکي ته ډېر هیله من نه یم، خو د سولې خبرې لږ تر لږه د تاوتریخوالي د کمولو په لور یو ښه لومړی ګام دی.»

د امین الله په نامه د ښوونځي یوه ښوونکي چې په کندوز ولایت کې ژوند کوي، تاکید وکړ چې، په تېرو دو لسیزو کې شوې لاسته راوړنې باید له لاسه ونه وځي.

هغه وویل، «څومره چې موږ سوله ډیره غواړو، هومره ډېر موږ غواړو چې د تېرو کالونو لاسته راوړنې وساتل شي.»

هغه وویل، «زه نه غواړم چې زما ښوونځی دې وتړل شي، خو سوله اوس لومړیتوب دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ یوازنۍ هیله دا ده چې د افغانانو تر منځ یوه تلپاتې سوله وشي.

ځواب ورکړئ

خدای دې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې یوه تلپاتې سوله راولي. خلک له جنګ نه ډېر زیات ستړي دي. د افغانستان لپاره سوله مهمه ده، نه امارتي یا دیموکراتیک نظام. که هر ټیم په خپلو شخصي ګټو باندې تاکید وکړي، نړۍ واله ټولنه باید هغه ملامت کړي. یو طرف هم باید په سره کرښه باندې تاکید ونه کړي. داسې یو نظام باید جوړ شي چې د ټولنې ټول اقشار په کې په وقار او عزت سره ژوند وکړي او د اقلیتونو حقونه په کې تضمین شي.‌

ځواب ورکړئ

د طالبانو مرکچي ټیم د افغان حکومت د مرکچي ټیم په نسبت ډېر باسواد او ډېر قوي دی. طالبان قطر ته له پوره چمتووالي سره راغلي دي، خو د افغان حکومت په مذاکراتي ټیم کې د ګوندونو د مشرانو بې سواد بچیان دي چې نه په سیاست پوهېږي او نه صحیح خبرې کولی شي.

ځواب ورکړئ

بهتره دا ده چې وویل شي چې سوله باید راشي ځکه چې د افغانستان د ټولو سیمو بودجه په یو څو محدودو سیمو کې لګیږي او د فاسدو خلکو له لاسه نور خلک مسافر کیږي او له خپلو حقونو څخه محرومیږي. لومړی، سوله باید راشي او د ایراني او پاکستاني اجیرانو په شمول د هغو بهرنیانو لاسونه باید لنډ شي چې زمونږ له علمي او اقتصادي ارزښتونو سره لوبې کوي. دویم، د ځوانانو لپاره باید کاري فرصتونه برابر کړای شي چې د جرمونو اندازه راکمه شي او ټول افغانان یو باوقاره ژوند ولري.

ځواب ورکړئ

د سولې مذاکرات به یوې دایمي سولې ته زمینه برابره کړي. امریکا باید په دواړو خواوو فشار راوړي چې ژر تر ژره موافقې ته ورسیږي.

ځواب ورکړئ

سره له دې چې امریکا هم د روسیې، پاکستان او ایران په څېر د افغانستان په ورانولو او د افغانانو په وژلو کې غټ رول درلود او ډېر افغانان یې ووژل، لاکن دا هم باید په یاد ولرو چې امریکا د سولې دغو خبرو ته د فرصت برابرولو په شمول له افغانانو سره ډېرې مرستې هم کړي او لا یې کوي. په کار دی چې امریکا له سولې څخه وروسته د افغانستان په بیارغونه کې فعال رول ولوبوي.‌

ځواب ورکړئ