کابل -- د افغانستان تاریخ ته کتنه ښیي چې یواځې یو ټولشموله، مشروع حکومت -- نه یو کوچنی غیرقانوني یا خاصه ډله -- کولی شي چې په مؤثره توکه واکمني وکړي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.
برخه وال وایي، افغان حکومت او بهرنیو مرستندویانو د حکومتي سیستمونو په جوړولو باندې په میلیاردونو ډالر لګولي، او په قطر کې ترسره کېدونکې راروانې خبرې د دې فرصت برابروي چې هغه لاسته راوړنې وساتل شي.
هغوی زیاتوي چې د حکومتولۍ ریفورمونه ممکن دي، خو له صفر څخه پيلول به شوی پرمختګ ګډوډ کړي.
د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا په نامه د یوې غیرحکومتي موسسې رییس ګل رحمان قاضي وویل، «سوله د افغانانو یوه حیاتي اړتیا او غوښتنه ده. زمونږ په مخکې د سولې د ډاډمنولو یو طلایي فرصت پروت دی، او د افغانستان د شخړې لوري باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.»
هغه وویل، «هیڅوک هم باید د سولې کولو په برخه کې د امتیازاتو ترلاسه کولو هڅه ونه کړي. د شخړې لوري باید دسولې په خبرو کې انعطاف وښیي، او هر لوری چې تواضع وکړي هغه به ګټونکی وي.»
هغه وویل، «د افغانستان د شخړې لوري مسلمانان دي، او هغوی باید د خلکو غوښتنو او حیاتي اړتیاوو ته مثبت غبرګون وښیي او د سولې د نوښتونو په ترسره کولو سره خپلې شخصي غوښتنې له پامه وغورځوي.»
قاضي وویل،«د افغانستان د سولې دښمنان هڅه کوي چې د سولې پروسه ګډه وډه کړي.»
هغه زیاته کړه، «افغانان د شخړې په لوریو باندې غږ کوي چې ژر تر ژره د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي او له دغه پلاټفورم څخه داسې یوې هوکړې ته د رسېدلو لپاره کار واخلي ترڅو یو پراخ، ټولشموله او ملي حکومت جوړ کړي... چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکولی شي.»
د جګړې د بدمرغیو پای ته رسول
د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه پخواني غړي او د مجاهدینو پخواني قوماندان قاضي محمد امین وقاد وویل هغه په هېواد کې د ۴۰ کالونو جنګ د سر په سترګو لیدلی دی.
هغه وویل، «ما د جنګ په سبب رامنځته شوې ټولې بدبختۍ لیدلي دي.»
هغه وویل، «له نېکه مرغه، موږ دا فرصت لرو چې د ۴۰ کالونو اوږد جنګ او بدمرغي پای ته ورسوو او یو له بل سره پخلا شو، نو د شخړې لوري باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي، او هغوی باید د سولې بین الافغاني خبرې پيل کړي او په هېواد کې وینې تویېدل پای ته ورسوي.»
وقاد وویل، «په افغانستان کې د ستونزو یواځینی حل د سولې بین الافغاني خبرې او د جګړې د پای ته رسولو په سر داسې هوکړه ده چې سوله ډاډمنه کړي او داسې یو ټولشموله او مشروع حکومت جوړ کړي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.»
هغه وویل، «هېڅ ځانګړی ګروپ، ډله یا قوم په یواځې سر نشي کولی چې په افغانستان کې واکمني او د افغانانو خدمت وکړي.»
هغه وویل، «هغه کسان چې فکر کوي چې هغوی کولی شي په افغانستان کې د زور له لارې قدرت او حکومت ونیسي هغوی غلطي کوي. هغوی باید خپل فکر بدل کړي ځکه چې افغانان د داسې یوه ځانګړي ګروپ یا ډلې واکمني نه مني چې هغه د ټولو افغانانو استازیتووب نه کوي. تېرو ۴۰ کالونو دا حقیقت ثابت کړی دی.»
تلپاتې سوله او ثبات له خطر سره مخامخ دی
په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي صفت الله ساپي وویل، «موجوده ولسواکي د ډلو او اشخاصو په محور راڅرخي، او موږ د ولسواکۍ په اصلي معنی نه یو پوه.»
هغه وویل، «پراخه ونډه تر پوښتنې لاندې ده. د ۱۳۹۸ ټاکنو ستونزې لرلې. د بیان ازادي تر ګواښ لاندې ده. له سولې څخه وروسته د حکومت جوړښت باید پراخ او ټولشموله وي چې ټول قومي، سیاسي، مذهبي، ایډیالوژیک او قومي حقیقتونه منعکس کړای شي.»
ساپي وویل، هره ډله یا ګروپ چې هڅه کوي چې د زور له لارې په افغانستان باندې واکمني وکړي هغه به بریالی نشي.
هغه وویل، «د شخړې لوریو ونشوای کولی چې د تېرو ۲۰ کالونو د جنګ په ترڅ کې یو په بل باندې خپلې غوښتنې تحمیل کړي؛ له دې امله، بین الافغاني خبرې ترسره کول... غوره لاره او انتخاب دی.»
نوموړي وویل، «له سولې څخه وروسته حکومت باید د ټولو افغانانو توقعات ځواب کړي، او د سیمې او نړۍ هېوادونه باید حکومت په رسمیت وپیژني.»
هغه وویل، «افغانان او د سیمې او نړۍ هېوادونه دې ته په تمه دي چې وګوري چې افغانان به د سولې د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې په کوم جوړښت باندې توافق وکړي.»
د ټولو افغانانو استازیتوب کول
په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي حمیدالله هوتک وویل، «پرته له دې چې موږ په افغانستان کې داسې یو ټولشموله حکومت ولرو چې د کلیو او سیمو د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي،دا سخته ده چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په هکله ډاډ ترلاسه شي.»
هغه وویل، «د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې په اساس... د سولې بین الافغاني خبرې باید سمدلاسه پيل شي، او دشخړې لوري باید ژر تر ژره په یوه ټولشموله حکومت باندې هوکړه وکړي څو د افغانانو وینه تویېدل ودرېږي.»
هوتک په نړۍ واله ټولنه باندې غږ وکړ چې له ټولو لوریو څخه وغواړي چې د سولې مذاکراتو کې برخه واخلي او له سوله ییز حل څخه وورسته د جوړ شوي استازي حکومت ملاتړ وکړي.
هغه وویل، «تاریخ ثابته کړې ده چې په افغانستان کې ګروپونه، ډلې، او ناقانونه او هغه کسان چې ځانونه یې پخپله واکمنان اعلان کړي دي، نه دي توانېدلي چې په افغانانو باندې واکمني وکړي یا هغوی ته خدمتونه وړاندې کړي. یواځې ټولشمول او مشروع حکومتونه کولی شي چې عامه خدمتونه وړاندې، او اسانتیاوې او بېخبناوې جوړې کړي.»
په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازي ګل احمد کمین وویل، «له تاریخي پلوه، په افغانستان کې هغه حکومتونه چې ټولشموله او مشروع نه وو هغوی د جنګ او بې ثباتۍسبب شوي دي.»
هغه وویل، «افغانان باید له تاریخ څخه زده کړه وکړي او ژر تر ژره د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي چې وکولی شي په یوه ټولشموله حکومت باندې توافق وکړي.»
کمین وویل، «هغه څوک چې هڅه کوي چې په یواځې سر د حکومت واک په لاس کې واخلي باید په دې پوه شي چې هغوی افغانانو او افغانستان ته هېڅ ګټور یا بېخبنایي کار نه دی کړی او دا چې هغوی حتی د ودې او پرمختګ د درېدلو سبب شوي دي.»
هغه وویل، «یو ټولشموله او قانوني حکومت دا وړتیا لري چې د خلکو خدمت وکړي؛ سرکونه، روغتیایي مرکزونه، ښوونځي، پوهنتونونه، پلونه جوړ کړي؛ افغانانو ته روغتیایي خدمتونه ترسره کړي؛ په کلیو کې کاري فرصتونه رامنځته او پرمختیایي پروژې تطبیق کړي.»
کمین وویل، «یو کوچنی غیرقانوني ګروپ نشي کولی چې له دغو شیانو څخه هېڅ یو هم وکړي.»
زه ستاسو له راپور سره بالکل موافق یم. پرته له دې چې په افغانستان کې یو ټولشموله او هر اړخیز حکومت جوړ شي، په هېواد کې به سوله رانشي. اشرف غني ټولې حکومتي چارې خپل ځان پورې منحصرې کړي او نورو خلکو ته صلاحیت نه ورکوي. له دې امله، خلک له حکومت سره همکاري نه کوي او نه هغوی د سولې په راوستلو او د اداري فساد په له منځه وړلو کې له حکومت سره همکاري کوي. تر دې چې خلک له حکومت سره د جنایتکارانو په نیولو کې هم همکاري نه کوي، ځکه چې خلک له دې حکومت څخه خفه دي. هغوی فکر کوي چې حکومت د هغوی پر وړاندې بې انصافي کړې ده. اشرف غني پخپله تېره دوره کې ښه وو، خو په نوې دوره کې یې داسې کارونه وکړل چې حتی خلک پرې شرمېږي. هغه شرمېدلي کارونه چې اشرف غني وکړل حتی د متحده ایالاتو لېوني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تر اوسه پورې نه دي کړي. د اشرف غني له وجې خلکو په صحیح توګه د افغانستان خپلواکي چې امان الله خان پاچا اخیستې وه، ونه لمانځله، ځکه چې هغه تل د امان الله خان د نیمګړو کارونو د بشپړولو خبرې کوي، او وایي چې هغه د امان الله خان په څېر دی. هغه امان الله خان نوي نسل ته وشرماوه. ځوان نسل فکر کوي چې ښایي امان الله خان به د اشرف غني په څېر وو. آیا امان الله خان د اشرف غني په څېر لېونی وو؟ نه، نه وو. په تېرو سلو کالو کې، امان الله خان د افغانستان لپاره یو بې جوړې پاچا تېر شوی دی. هغه تعصب نه درلود. د هغه لپاره ملي ګټې مهمې وې، نه کوچني نژادي او فرقه ییز مسایل. د اشرف غني سلاکاران باید له اشرف غني څخه وغواړي چې د امان الله خان نوم ذکر نه کړي، ځکه چې دا کار به د امان الله خان نوم او محبوبیت ته زیان ورسوي. د افغانستان ټول خلک امان الله خان ته د یوه عصري غوښتونکي پاچا په سترګه ګوري.
ځواب ورکړئ1 تبصره