زده کړه

په کابل کې راهبر خصوصي ښوونځی په سلګونو ماشومانو ته وړیا زده کړې برابروي

د سلیمان راپور

زده کوونکي د سلواغې په ۱۸مه په کابل کې په راهبر خصوصي ښوونځي کې په یوه ټولګي کې لیدل کیږي.‌

زده کوونکي د سلواغې په ۱۸مه په کابل کې په راهبر خصوصي ښوونځي کې په یوه ټولګي کې لیدل کیږي.‌

کابل -- په داسې حال کې چې افغانې کورنۍ له بې کارۍ او بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي، یوه ښوونکي د سلګونو زده کوونکیو لپاره وړیا ښوونه او روزنه برابره کړې ده.‌

په کابل کې د راهبر خصوصي ښوونځي مؤسس او مدیر الله نور راهبر وویل، «د دې لپاره چې ډاډمنه شي چې د بې وزلو افغان کورنیو ماشومان له زده کړو څخه بې برخې نشي، زه د مرغومي له ۱ راهیسې تقریبا ۵۰۰ زده کوونکیو؛ نجونو او هلکانو ته له لومړي څخه تر نهم ټولګي پورې په وړیا ډول ښوونه او روزنه برابروم.»

هغه وویل، «په دې ښوونځي کې لس تنه ښوونکي په بېلابېلو شفټونو کې تدریس کوي. دغه راز، موږ زده کوونکیو ته په وړیا توګه قلمونه او کتابچې ورکوو او که نور مالي امکانات ترلاسه کړو موږ به دا پروګرام لا نور پراخ کړو.»

پخپله راهبر او د هغه ملګري دغه پروګرام تمویلوي.‌

راهبر سلام ټایمز ته وویل، «ښوونه او روزنه په تېرو دوو لسیزو کې د افغانانانو له لویو لاسته راوړنو څخه ده.»

هغه وویل، «خو د بې کارۍ، بې وزلۍ او سختو اقتصادي ننګونو له امله چې وروستیو پېښو په هېواد کې رامنځته کړي دي، اکثرې افغان کورنۍ نشي کولی چې د ښوونې او روزنې اړوند فیسونه ورکړي، له دې امله د هغوی کوچنیان نشي کولی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

په افغانستان باندې یوه بشري ناورین منګولې ښخې کړي،او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د خوړو کموالي هېواد ته ګواښ پېښ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو مرستندوی صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کې ۱۴ میلیونه خلک د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي او اټکل ۳.۲ میلیونه له پنځه کلنۍ څخه د کم عمر کوچنیان په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

نادرې چې ۱۵ کاله عمر لري او د راهبر خصوصي ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې ده، سلام ټایمز ته وویل، «زما کورنۍ له ډېرو مالي ستونزو سره مخامخ ده، ځکه زما پلار چې زموږ د کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی دی، پنځه میاشتې مخکې خپله دنده له لاسه ورکړه.»

هغې وویل، د هغې زده کړې څو میاشتې ټکنۍ شوې، لاکن له نېکه مرغه چې دغه خصوصي ښوونځي هغې ته فرصت ورکړ ترڅو په وړیا توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

نادرې وویل، «زه د خپل ښوونځي له مدیریت څخه مننه کوم او په حکومت، مرستندویو ادارو او نورو خصوصي ښوونځیو باندې غږ کوم چې له بې وزلو کورنیو سره مرسته وکړي او دا ډاډمنه کړي چې د هغوی ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې له ښوونې او روزنې څخه بې برخې نشي

د شپږم ټولګي یوې بلې زده کوونکې نرګس چې ۱۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زما مور او پلار نشي کولی چې د ښوونځي ۶۰۰ افغانۍ (۶.۵۲ ډالر) فیس ورکړي. که د دې ښوونځي له خوا وړیا زده کړې نه وای، ما نشوای کولی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او حتما به ښوونځی را څخه پاتې وای.»

نرګس وویل، «زه زما د ښوونځي له خوا په وړیا توګه وړاندې کېدونکیو درسونو باندې خوشحاله یم، او په نورو ښوونځیو باندې هم غږ کوم چې د غریبو ماشومانو لپاره په وړیا توګه ښوونه او روزنه برابره کړي.»

پراخه خپره بې وزلي

د کابل یوه اوسېدونکي احمد ضیاء چې ۳۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه چې اکثرو کورنیو په روانو حالاتو کې په افغانستان کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. تر دې چې ځینې کورنۍ حتی خواړه نه لري چې ویې خوري، په داسې حال کې چې نور بیا په سختۍ سره کولی شي چې خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي.»

ضیاء چې په دشت برچي سیمه کې دوکانداري کوي، وویل، «شل کاله کیږي چې زه دا کار کوم او بازار هېڅکله هم دومره خراب نه وو. ځینې وختونه زه نشم کولی چې حتی د دوکان کرایه وګټم.»

ضیاء زیاته کړه، «په داسې حال کې چې بې وزلي ډېره زیاته ده او خلک نشي کولی چې خواړه پیدا کړي، هغوی به هېڅکله هم ونشي کولی چې د خپلو ماشومانو د زده کړو فیس ورکړي. هر ښوونځی یا پوهنتون چې په دې شرایطو کې داسې کار کوي او بې وزلو ماشومانو ته وړیا ښوونه او روزنه برابروي، یو ښه ګام پورته کوي.»

عبدالرشید چې ۲۵ کاله عمر لري او په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی، سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو دوو لسیزو کې د افغانانو اقتصادي حالت بهتر وو، او خلکو کارونه لرل چې کولی یې شوای د زده کړو ترلاسه کولو لپاره فیس ورکړي. د هرې کورنۍ له یوه نه ډېر ماشومان ښوونځي یا پوهنتون ته تلل چې په هیواد کې د سواد کچه یې د هر وخت په پرتله لوړه شوې وه.»

رشید وویل، «د پخواني حکومت له سقوط او وروستیو بدلونونو څخه وروسته زموږ هېواد او خلک دوه لسیزې شاته لاړل.»

هغه وویل، «موږ اقتصادي او تعلیمي لاسته راوړنې له لاسه ورکوو، او په داسې شرایطو کې په شوونځیو او پوهنتون کې وړیا زده کړې به تر یوه حده پورې هغه ننګونې حل کړي چې بې وزلې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د زده کړو په برابرولو کې ورسره مخامخ دي.»

رشید له نړۍ والې ټولنې څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په جاري ساتلو سره په تېرو ۲۰ کالونو کې شوې لاسته راوړنې خوندي کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500