روغتیا

په افغانستان کې د بشري ناورین په ترڅ کې د شري د پېښو له امله د مړینو شمېر زیات شوی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

کوچنیان د تېرې تلې میاشتې په ۵مه د کندهار په میرویس روغتون کې روغتیايي درملنه ترلاسه کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

کوچنیان د تېرې تلې میاشتې په ۵مه د کندهار په میرویس روغتون کې روغتیايي درملنه ترلاسه کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

جینیوا، سویتزرلنډ -- نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) وویل چې په افغانستان کې د شري شدیدې ناروغۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې په لسګونو زره خلک ککړ کړي او له ۱۵۰ څخه ډېر کسان یې وژلي دي. دغې ادارې د لا نورو خلکو د مړینې خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې وویل چې دغه ناروغي په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ ده ځکه چې افغانستان وار له مخه د خوړو د نه تأمین او خوارځواکۍ له ستونزو سره مخامخ دی، چې ماشومان یې د دغې خورا ساري ناروغۍ پر وړاندې ډېر کم وسه کړي دي.

د نړۍ وال روغتیایي سازمان ویاند کریسټیان لیندمیر د جمعې په ورځ /د سلواغې ۲۲مه/ په جینیوا کې خبریالانو ته وویل، «د ۱۴۰۰ د زمري له لومړۍ اونۍ راهیسې د شري پېښې په ټولو ولایتونو کې په زیاتېدلو دي.»

هغه وویل، دغه پېښې په وروستیو کې زیاتې شوي، چې د سلواغې په لومړۍ اونۍ کې ۱۸٪ او د دغې میاشتۍ په دویمه اونۍ کې ۴۰٪ زیاتې شوي دي.‌

ډبلیو اېچ او وویل، د ۱۳۹۹ د مرغومي د ۱۲مې او د ۱۴۰۰ د سلواغې د ۹مې تر منځ په مجموعي توګه د شري د ۳۵۳۱۹ مشکوکو پېښو او ۱۵۶ مړینو راپورونه ورکول شوي دي.

لږ شمېر یعنې ۳۲۲‍‍۱ پېښې د لابراتوار له خوا تایید شوي دي.‌

ډېرې یعنې ۹۱٪ مشکوکې پېښې او ۹۷٪ مړینې له پنځه کلنۍ څخه په کم عمره کوچنیانو کې پېښې شوي دي.‌

لینډمیر وویل، داسې ښکاري چې د شري له امله د مړینو په هکله لږ راپور ورکول کیږي او وېره شته چې دغه شمېر زیات شي.

هغه وویل، «د مرغومي په میاشت کې په چټکۍ سره د پېښو زیاتېدونکی شمېر ښیي چې ښایي د شري له امله د مړینو شمېر په راروانو اونیو کې ډېر زیات شي.»

شری یوه په لوړه سویه ساري ناروغي ده چې د یوه وایرس له امله، چې په ډېرو ماشومانو باندې برید کوي، منځته راځي. د دغې ناروغۍ په نتیجه کې د نورو په ګډون تر ډېره ړوندوالی، د مغز پړسوب، نس ناستی او سخت تنفسي انتانات رامنځته کیږي.

شری ساري ناروغي ده چې تقریبا هر ولایت یې هر کال د مشکوکو پېښو راپورونه ورکوي.‌

ډبلیو اېچ او وویل، ډېر اغېزمن شوي ولایتونه بلخ، غزني، هلمند، کندهار، کابل، پکتیکا او پکتیا دي چې تایید شوې او مشکوکې دواړه پېښې په کې په لوړه کچه موجودې دي.

خوارځواکي او ناروغي

په دغو پېښو کې وروستی زیاتوالی په داسې حال کې منځته راځي چې په افغانستان باندې یوه بشري ناورین منګولې ښخې کړي او د زمري په میاشت کې د افغان حکومت سقوط چې ورسره لوېدیځو هېوادونو نړۍ والې مرستې او په بهر کې موجودو شتمنیو ته لاسرسی کنګل کړل، له بد نه پسې بدتر کړی دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې، نیم هېواد د خوړو نشتوالی ګواښي.

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو مرستندوی صندوق (یونیسېف) وایي، په افغانستان کې ۱۴ میلیونه خلک د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ دي، او اټکل ۳.۲ میلیونه تر ۵ کلنۍ د لږ عمر کوچنیان د سختې سوء تغذي له امله کړېږي.

لینډمیر وویل، «خوارځواکي د بدن معافیت کمزوری کوي چې خلک او په ځانګړې توګه کوچنیان د شري په څېر مرګونو ناروغیو پر وړاندې کم وسه کوي.»

د شري پر وړاندې غوره مصؤنیت په پراخه کچه واکسیناسیون دی، او ډبلیو اېچ او سپارښتنه کوي چې هېوادونه باید دا ډاډمنه کړي چې د واکسیناسیون لږ تر لږه ۹۵٪ پوښښ چې په افغانستان کې یو سخت هدف دی، ترسره کړي.‌

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د معافیت ټیټې اندازې د دغې ناروغۍ اغېز بدتر کړی دی.‌

د ډبلیو اېچ او/یونیسېف له خوا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د معافیت د ملي پوښښ اټکلونه ښیي چې ۶۶٪ خلک د شري پر وړاندې یو ځل او ۴۳٪ دوه ځلې واکسین شوي دي.‌

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې، د ۶۹۸۰۰۰ خلکو داخلي بې ځایه کېدنه د واکسیناسیون د کموالي او د سرایت د شمېرو د زیاتوالي یو بل عامل وو.

ډبلیو اېچ او وویل، داخلي بې ځایه شوي خلک په شري باندې د اخته کېدلو له لوړ خطر سره مخامخ دي ځکه چې هغوی د معافیت خدمتونو ته لږ لاسرسی لري او اکثر وختونه په مزدحمو کورونو کې ژوند کوي چې روغتیایي خدمتونو ته کم لاسرسی لري.

دغې ادارې زیاته کړه،‌ په افغانستان کې وروستۍ بې ثباتۍ په نړۍ واله کچه او په ځانګړې توګه په پاکستان، ایران او تاجکستان کې د ناروغۍ د خپرېدا خطر زیات کړی، ځکه له دغو هېوادونو سره په پولو اوښتل را اوښتل کیږي.

لینډمیر وویل، ډبلیو اېچ او او شریکان یې په دې کار کوي چې د شري د څارنې په برخه کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي او په لابراتوار کې د ازموینو او د معافیت کمپاینونو ته ملاتړ برابر کړي.

په تېره لیندۍ میاشت کې، ډبلیو اېچ او او د دې ادارې شریکانو په بلخ، غزني، غور، هلمند، کندهار او پکتیکا ولایتونو کې د شري په غبرګون کې د معافیت یو کمپاین ترسره کړ.

دغه کمپاین په ثابتو موقعیتونو لکه جوماتونو، ښوونځیو او نورو داسې ځایونو کې ترسره شو چې د میندو او پلرونو لپاره په اسانۍ سره د ورتګ وړ وو، او ۱۵۱۰۴۴۰ تنو کوچنیانو ته چې له ۹ میاشتو څخه تر ۵ کالونو پورې عمرونه یې لرل، ورسېد.

دغه راز، ډبلیو اېچ او او شریکانو یې ویټامین ای لرونکي مواد، چې د ناروغۍ او له شري څخه د مړینو په کمولو کې مرسته کوي، ورکړل، چې په تېره لړم میاشت کې د هېواد په کچه یوه کمپاین کې ۸.۵ میلیونو کوچنیانو ته ورسېدل.

لینډمیر وویل، ډبلیو اېچ او اوس د غوایي له میاشتې څخه د شري د واکسیناسیون په یوه پراخ کمپاین باندې کار کوي او غواړي چې له درې میلیونو څخه ډېرو کوچنیانو ته یې ورسوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا سمه ده چې په افغانستان کې د نورو سیستمونو ترڅنګ د روغتیا سکتور ته هم زیان رسېدلی او حالاتو پرې اثر کړی دی، خو دومره چې رسنۍ تبلیغات کوي دومره هم نه ده. په ځانګړي ډول که د ملګرو ملتونو یا نورو سازمانونو وړاندوینو ته وګورو نو تقریباً دروغ خپروي، تل د افغانستان په اړه منفي خبرونه خپروي او داسې څه یې نه دي خپاره کړي چې خلک هیله من کړي. دا سمه ده چې افغانان په سخت وضعیت کې قرار لري، خو داسې خبرونه یې په فکري لحاظ نور هم ځپي، زوروي یې او له ژونده یې زړه ورتوروي. سمه ده چې ډوډۍ نشته، درس تعلیم ته لږه توجه کېږي، روغتیايي خدمات کم دي... خو دغه ډول راپورونو نه مو نور کرکه ده، کم تر کمه خو په اونۍ کې یو ښه خبر خپور کړئ او که بیا هم ریښتیا داسې حالت په افغانستان کې قایم وي نو خلک او په ځانګړي ډول ماشومان ولې په خوارځواکۍ اخته شي،؟ ولې په بېلا بېلو ناروغیو اخته شي؟ په دې لنډ وخت کې چې د افغانستان واګي طالبانو ته په لاس ورغلې، په سوونو میلیونه ډالر چې افغانستان ته راغلل او د افغانستان بانک ته وسپارل شول، هغه په څه ولګیدل؟ باید چې مامورینو او کارګرانو ته معاشونه ورکول شي، زراعت باندې کار وشي او اقتصاد قوي کړای شي چې خلک او بالخصوص ماشومان له فقر او غریبۍ نه خلاص شي او صحي حالت یې ښه شي، که بیا هم نړیوال ویني چې حکومت او مسؤلین ناغیړي کوي او خلکو ته خدمات نه رسوي نو بیا دې خپله لاس په کار شي او په غلو باندې دې باور نه کوي.

ځواب ورکړئ

خلک او بالخصوص ماشومان ولې به خوارځواکۍ اخته شي؟ هغه څو سوه میلیونه ډالر چې افغانستان ته راغلل هغه په څه ولګیدل؟ باید چې مامورینو او کارګرانو ته معاشونه ورکول شي، زراعت باندې کار وشي او اقتصاد قوي کړای شي چې خلک او بالخصوص ماشومان له فقر او غریبۍ نه خلاص شي او صحي حالت یې ښه شي.

ځواب ورکړئ