روغتیا

د واکسیناسیون له وروستۍ دورې سره سره په کندوز کې د ګوزڼ ناروغۍ نوې پېښې راښکاره شوي دي

د محمد قاسم راپور

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو د واکسیناسیون د ملي کمپاین څلورمه دوره د لیندۍ په ۲۵مه پای ته ورسېدله، د افغانستان د شمالي ولایت کندوز اوسېدونکیو وروسته له هغه اندېښنې څرګندې کړې چې روغتیایي چارواکو په امام صیب ولسوالۍ کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت کړلې. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ګوزڼ د واکسیناسیون د ملي کمپاین څلورمه دوره د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۵مه/ پای ته ورسېدله، روغتیایي چارواکو سږ کال په امام صیب ولسوالۍ کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت کړلې.

په کندوز ولایت کې د معافیت د پراخ پروګرام رییس ډاکتر غلام جیلاني عطایي وویل، د وحشي پولیو وایرس د ۱ ډول دغه پېښې د تلې او لړم میاشتو تر منځ ثبت شولې.

هغه وویل، «دا نوې پېښې د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ په الف بردي او سایهء کپرک کلیو کې په یوه ۲۵ میاشتني هلک، یوې ۱۰ میاشتنۍ نجلۍ او یوه ۳ کلن هلک کې ولیدل شولې.»

هغه وویل، اخته شوي ماشومان هېڅکله هم د دغه وایرس پر ضد واکسین شوي نه وو.

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د لیندۍ په ۲۲مه په کندوز ښار کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ واکسین ورکوي. ګوزڼ ناروغي چې یو وخت یو نړۍ وال مصیبت وو اوس یواځې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د لیندۍ په ۲۲مه په کندوز ښار کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ واکسین ورکوي. ګوزڼ ناروغي چې یو وخت یو نړۍ وال مصیبت وو اوس یواځې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

افغانستان د دې نویو پېښو په ګډون، سږ کال د ۱ نوع وحشي پولیو وایرس د څلورو پېښو راپور ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندوی صندوق (یونیسف) استازې الیس اکونګا وویل، «معافیت د عامې روغتیا د ډېرو اغېزمنو لارو له ډلې څخه ده چې د ماشومانو ژوند ژغوري او د افغان ماشومانو لپاره د یوه بهتر راتلوکي په جوړولو کې مرسته کوي.»

د ګوزڼ واکسیناسیون د کمپاین څلورمه دوره له یکشنبې څخه تر پنجشنبې پورې ترسره شوه. په دغې دوره کې د کندوز ولایت مرکز او ۹ ولسوالۍ شاملې وې چې تر ۳۵۰۰۰۰ پورې له ۵ کلنۍ څخه د کم عمر ماشومان په کې واکسین شول.

یونیسف د لیندۍ په ۲۲مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه کمپاین له پاکستان سره په یو وخت ترسره شو څو له پولې څخه د اوښتلو را اوښتلو پر وخت د لېږدېدونکي پولیو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

په دې کمپاین کې په ټول افغانستان کې ۹.۹ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه د کم عمر ماشومان په نښه کړای شول.‌

یونیسف راپور ورکړ چې د لړم میاشتې په نیمایي کې، روغتیایي کارکوونکیو د کمپاین په درېیمه دوره کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۸.۵ میلیونو له ۵ کلنۍ څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسینونه ور ورسول. په دوی کې ۲.۴ میلیونه ماشومان چې له درې کالونو څخه په ډېره موده کې په لومړي ځل واکسین شول هم شامل ول.

په افغانستان کې د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) استازي ډاکتر ډاپېنګ لو وویل، «د لړم میاشتې کمپاین د پرمختګ په لور یو لوی ګام وو.‌ په پام کې ده چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په ترڅ کې شپږ نور کمپاینونه هم ترسره کړای شي، او موږ باید اطمینان ترلاسه کړو چې هغه په وخت سره ترسره شي او ټولو ماشومانو ته ورسیږي.»

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یواځیني دوه هېوادونه دي چې پولیو په کې موجوده ده.‌

په کندوز کې اندېښنه

په داسې حال کې چې روغتیایي کارکوونکي وایي چې سږ کال په دواړو هېوادونو کې د ګوزڼ پېښې د ریکارډ‌ په کچه ټیټې درجې ته رسېدلي، د کندوز اوسېدونکي د نویو پېښو راڅرګندېدلو اندېښمن کړي دي.‌

د امام صیب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید محب الله مدرس وویل، «د درې نویو پېښو رامنځته کېدل ښیي چې د ګوزن وایرس ... کولی شي چې زموږ په ولسوالۍ کې نور ماشومان هم ککړ کړي. د دې لپاره چې ماشومان وژغوري، یونیسف باید د دغه وایرس د خپرېدلو مخه ونیسي.»

هغه وویل، د کندوز اوسېدونکي د دغه وایرس د خپرېدلو له امله اندېښمن دي ځکه چې د ګوزڼ د واکسیناسیون کمپاین د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې ټکنی شوی وو.

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي غلام نبي صاحب له ټولو کورنیو څخه وغوښتل ترڅو خپل ماشومان واکسین کړي څو هېواد بالاخره له دغې د مخنیوي وړ ناروغۍ څخه خلاص شي.

هغه وویل، «زه د نویو پېښو په هکله ډېر اندېښمن یم، لاکن په ورته وخت کې زه د خوشحالۍ احساس کوم ځکه چې ما خپل دوه ماشومان په وخت سره واکسین کړي دي.»

په کندوز ولایت کې د یونیسف ویاند سید کمال شاه عارف وویل، یونیسف داسې یو پلان جوړ کړی چې د راتلونکیو څو اونیو په ترڅ کې د لوړ خطر په سیمو کې کور په کور وګرځي او ماشومان واکسین کړي.‌

هغه وویل، په نوي کمپاین کې، هغه ماشومان چې په لومړنیو کمپاینونو کې د جنګ او ناامنۍ له امله نه وو واکسین شوي هغوی به د پولیو وایرس پر ضد واکسین کړای شي او د ویټامین ای یو څاڅکی به هم ورکړل شي.

په کندوز کې د مدني‌ ټولنې یوه فعال محمد حسین ناصري وویل، «ماشومان باید هېڅکله د سیاسي لوبو ښکار ونه ګرځي.»

هغه وویل، «هغوی زموږ د ټولنې راتلونکی جوړوي. له دې امله، موږ باید ډاډمنه کړو چې هغوی په ټاکلي وخت واکسین شي ځکه هر ډول غفلت کولی شي چې هغوی د تل لپاره ګوډ کړي.»

هغه وویل، کورنۍ باید د معافیت ټیمونو سره همکاري وکړي ځکه چې د ګوزڼ واکسین تطبیق کولی شي چې ماشومان له دایمي معلولیت څخه وژغوري.

واکسیناسیون ډېر ضروري دی

هغه کسان چې ګوزن معلول کړي له نورو څخه غواړي چې واکسینونه وکړي.‌

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي سمیع الله چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، هغه په خپله شپږ کسیزه کورنۍ کې یواځینی کس دی چې دغه وایرس وهلی دی. هغه خپل مور او پلار په دې برخه کې د غفلت له امله ملامت کړل.

هغه وویل، «دا واکسین د ماشومانو لپاره ډېر ضروري دی.‌ زه تل خلکو ته وایم چې زما کورنۍ زه واکسین کړی نه وم او زه معلول شوم، نو هغوی باید ډېر پام وکړي او په ما باندې شوې غلطي تکرار نه کړي.»

هغه وویل، «۲۷ کاله کیږي چې زه ګوزڼ وهلی یم. زه د نورو معلولینو په څېر له امساګانو څخه کار اخلم.»

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي محمد موسی احمدي چې ۳۴ کاله عمر لري، وویل چې هغه په ماشومتوب کې له دې امله معلول شوی وو چې واکسین ورته نه وو شوی.

هغه د خپل معلولیت سره سره، هیله من وو او خپلو زده کړو ته یې دوام ورکاوه.

هغه وویل، «زه هېڅکله هم داسې نه احساسوم چې زه یو معلول شخص یم ځکه چې ما خپل اعتماد له لاسه نه دی ورکړی. زه خوښ یم چې زه به راتلونکی کال په کندوز پوهنتون کې د درېیم کال محصل اوسم.»

هغه په ټولو ځوانانو، په ځانګړې توګه هغو باندې چې ګوزڼ فلج کړي دي غږ وکړ چې د کورنیو او ټولنې تر منځ د دغه وایرس په هکله خبرتیا زیاته کړي څو هغوی خپل ماشومان واکسین کړي او د تل لپاره د هغوی د معلولیت مخه ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

واکسینونه واقعا د ټولو ماشومانو لپاره ډېر ضروري دي لاکن دا ستاسو په راپور کې زما یوې بلې خبرې ته پام شو. زه فکر کوم دا به ډېره ګټوره او اغېزمنه وي چې د واکسیناسیون په ټیمونو کې پخپله داسې کسان چې پولیو وهلي او شل کړي وي شامل کړای شي، هغوی کولی شي چې خلکو ته خپل ځانونه عملا ور وښیي چې وګورئ که تاسو ماشومانو ته واکسین ونه کړئ کیدی شي زما په څېر شي. یعنې په هر ټیم کې باید یو، دوه، درې دغسې معلول کسان چې په یو نه یو شکل په پروسه کې نور کار هم کولی شي شامل کړای شي. دا به له یوې خوا معلولانه ته ګټه ورسوي او دا احساس به یې ختم شي چې هغوی د ټولنې په اوږو بار دي او بلې خواته به نور عام خلک چې د واکسینونو په رابطه بل ډول نظر لري، پوه شي. مننه

ځواب ورکړئ