امنیت

په فاریاب کې تسلیم شوي طالب جنګیالي وایي، 'مونږ کافي اندازه جنګ وکړ'

د هدایت الله راپور

د طالبانو مشر ملا عبدالحلیم (چپ) او د هغه ساتونکی (منځ کې) د سلواغې په ۲۷مه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پولیسو ته تسلیم شول. د درېیم کس هویت نه دی څرګند شوی. [د فاریاب پولیس/فیسبوک]

د طالبانو مشر ملا عبدالحلیم (چپ) او د هغه ساتونکی (منځ کې) د سلواغې په ۲۷مه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پولیسو ته تسلیم شول. د درېیم کس هویت نه دی څرګند شوی. [د فاریاب پولیس/فیسبوک]

کندوز -- د طالب یاغیانو دوه ګروپونو په فاریاب ولایت کې خپلې وسلې پولیسو ته تسلیم کړې، د حکومت پر ضد یې تاوتریخوالی بس کړ او ژمنه یې وکړه چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند، عبدالکریم یورش، سلام ټایمز ته وویل، د ملا شېرمحمد په مشرۍ د ۷ طالب جنګیالیو یو ګروپ د سلواغې په ۲۶مه په دغه ولایت کې ځانونه تسلیم کړل.‌

هغه زیاته کړه، دا یاغیان په ګڼ شمېر ولسوالیو کې په جګړه کې ښکېل ول.

یورش وویل، «دغه اوه کسیز ګروپ د فاریاب ولایت په قیصار، غورماچ، المار او پشتون کوټ ولسوالیو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد په ویجاړوونکیو فعالیتونو او جګړه کې ښکېل وو،»

د ملا شېرمحمد په مشرۍ اوه تنه طالب اورپکي د سلواغې په ۲۶مه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پولیسو ته تسلیم شول. [د فاریاب پولیس/فیسبوک]

د ملا شېرمحمد په مشرۍ اوه تنه طالب اورپکي د سلواغې په ۲۶مه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پولیسو ته تسلیم شول. [د فاریاب پولیس/فیسبوک]

هغه وویل، «اوس هغوی تاوتریخوالی پرېښی دی، او هغوی په خپلو پخوانیو کارونو باندې پښېمان دي،»

یورش وویل، دا ګروپ په فاریاب کې د افغان ملي پولیسو ماموریت ته راغی او شپږ کلاشینکوفونه، یوه تمانچه او نورې وسلې او مهمات یې وسپارل.

یو دویم ګروپ چې د طالبانو مشر ملا عبدالحلیم او د هغه ساتونکی په کې شامل وو، هم پولیسو ته تسلیم شو، او یو راکټ لانچر، یوه تمانچه او مخابره یې تسلیم کړل.

یورش سلام ټایمز ته وویل، «هغه معلومات چې مونږ له تسلیم شویو طالبانو څخه ترلاسه کړل، ښیي چې هغوی نور له جنګ نه ستړي شوي دي،»

د طالبانو 'وحشیانه' بریدونه

د سولې د روانو خبرو په ترڅ کې، د افغانانو له خوا په یاغیانو باندې د وسلې اېښودلو غږونه چټک شوي دي.

د تسلیم شویو جنګیالیو د ګروپ مشر، ملا شېرمحمد، وویل چې د دغې ډلې د وحشیانه تکتیکونو او د بهرنیو جنګیالیو د ښکېلتیا له امله ډېر نور طالبان له یادې ډلې څخه خفه کېږي.

محمد د سلواغې په ۲۷مه ځایي خبریالانو ته وویل، «طالبان غواړي چې د جهاد تر نامه لاندې د اسلام د مبارک دین نوم بد کړي. هغوی له ګاونډیو هېوادونو څخه حکمونه اخلي چې ویجاړوونکي فعالیتونه ترسره کړي،»

هغه وویل، «مونږ له ازبک، چیچن، ایراني او پاکستاني جنګیالیو سره یوځای فعالیت کاوه،»

هغه وویل، «ما ولیدل چې هغوی ماشومان، ښځې او مشران مجبور کړل چې خپل کورونه پرېږدي، او په هغوی باندې یې تور لګاوه چې خپلوان یې له حکومت سره کار کوي. د طالبانو چلند ډېر وحشیانه وو. هغوی په هیچا باندې رحم نه کاوه.»

هغه وویل، «کله چې ما ولیدل چې هغوی په غلطه لار روان دي، زه له خپل ګروپ سره یوځای ترې رابېل شوم،»

محمد وویل چې هغه دوه کاله د حکومت او امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړ.

هغه زیاته کړه، «مونږ ډېر زیات کړاوونه ولیدل. ډېر طالبان د سولې د مذاکراتو نتیجې ته په انتظار دي څو داسې یوه هوکړه وشي چې وکولی شي جنګ ودروي،»

تمه ده چې نور کسان هم تسلیم شي

محمد د حکومت پر ضد د تاوتریخوالي د بس کولو ژمنه په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د شمال یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو څخه غواړي چې د سولې او پخلاینې پروسې سره یوځای شي.

په فاریاب کې د مدني ټولنې یوه فعال، احمد فرید قیومي، چې ۳۶ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ګورو چې د سولې خبرې په وروستیو کې چټکې شوي دي، او عام خلک دغو خبرو ته ښه راغلاست وایي،»

هغه وویل، محلي خلکو د تېرو څو ورځو په جریان کې د بېلابېلو سیمو له مشرانو سره ارتباط نیولی چې طالبان د سولې پروسې ته راوبلي «ځکه چې یوه ورځ باید په ریښتیا سره وطن ته سوله راشي،»

ځینې افغان قومي مشران وایي هغوی تمه لري چې نور یاغي ګروپونه به هم د سولې پروسې سره یوځای شي.

د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکي قومي مشر، حاجي عبدالله، چې ۵۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د سولې خبرو ته هیله مند دي. مونږ تمه لرو چې په راروانو ورځو کې به د یاغیانو نور ګروپونه هم حکومت ته تسلیم شي. افغانان سولې ته تږي دي. هغوی له جنګ څخه ستړي دي.»

د ملا شېرمحمد تر قوماندې لاندې کسانو له ډلې څخه یوه، عبدالحمید، چې ۳۴ کاله عمر لري، هم همدا ډول نظر څرګند کړ.

هغه خبریالانو ته وویل، «حکومت باید زمونږ امنیت خوندي کړي او مونږ ته کاري فرصتونه برابر کړي،»

هغه وویل، «زه په طالبانو غږ کوم چې زمونږ قدمونه تعقیب کړي او عادي ژوند پیل کړي. مونږ ډېر زیات جنګ ولید،»

پوځي فشار زیاتېږي

په فاریاب ولایت کې د طالبانو د ډلې غړي وروسته له هغه له پوځي فشار سره مخامخ شول چې د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت امریکایي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د مرغومي په ۱۷مه له دغې سیمې څخه د سیمې د امنیتي وضعې د ارزولو لپاره لیدنه وکړه.

د فاریاب د امنیه قوماندانې د یوې اعلامیې په اساس، افغان ځواکونو د سلواغې په ۲۸مه په دغه ولایت کې د طالبانو د یوه قوماندان عصمت الله عصمت یار په ګډون ۱۸ تنه طالب جنګیالي ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی ور رسېدلی.

پولیسو وویل چې «یاغیانو د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک کلي کې په امنیتي پوستو برید وکړ، خو یاغیان وروسته له هغه پسې واخیستل شول» چې د ولسوالۍ له مرکز څخه مرستندوی ځواکونه د مرستې لپاره پوستو ته ور ورسېدل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

محمد غوښتل چې خلک سره راټول کړي. محمد به ویاړمن وي.‌

ځواب ورکړئ