امنیت

چارواکو په کندهار کې د سړک د غاړې مرګوني بمي برید پړه پر طالبانو واچوله

ای اېف پي

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۵مه اخیستل شوی، د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې یو ویجاړ شوی موټر وروسته له هغه لیدل کیږي چې یوه د سړک د غاړې بم یوه مور او د هغې درې ماشومان ووژل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د غبرګولي په ۱۴مه طالبان وهڅول ترڅو په لاس جوړو شویو ماینونو کارول ودروي. [د کندهار امنیه قومانداني]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۵مه اخیستل شوی، د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې یو ویجاړ شوی موټر وروسته له هغه لیدل کیږي چې یوه د سړک د غاړې بم یوه مور او د هغې درې ماشومان ووژل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د غبرګولي په ۱۴مه طالبان وهڅول ترڅو په لاس جوړو شویو ماینونو کارول ودروي. [د کندهار امنیه قومانداني]

کندهار -- چارواکو وویل چې په کندهار کې د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۴مه/ د سړک د غاړې یوه بم یو موټر وواهه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي کسان یې ووژل. هغوی د پېښې پړه په طالبانو باندې ور واچوله.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي وویل، ۹ تنه افغانان هغه وخت مړه او ۵ نور ټپیان شول چې په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یوه بم د هغوی موټر وواهه.

د والي ویاند بهیر احمدي وویل چې څو قربانیان ښځې او ماشومان ول. هغه هم د تلفاتو شمېر تایید کړ.

هیچا هم د پېښې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست، خو بارکزي یې پړه پر طالبانو ور واچوله.

دغه بمي برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د کابل په هغې سیمه کې چې سخت امنیت یې ټینګ شوی دی، یوې چاودنې په یوه جومات کې د امام ایاز نیازي په ګډون دوه افغانان ووژل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د غبرګولي په ۱۴مه وویل، د طالبانو له خوا په کور کې جوړو شویو بمونو په تېرو دو ورځو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان ووژل.

ملګرو ملتونو په اورپکو باندې تاکید وکړ چې «د دغو غیرقانوني په لاس جوړو ماینونو استعمال ودروي».

له دغو بریدونو سره سره، د غبرګولي له ۴مې راهیسې چې اورپکو د کوچني اختر په مناسبت یو کمیابه درې ورځنی اوربند وکړ، په افغانستان کې په عمومي توګه تاوتریخوالی کم شوی دی.

چارواکو ومنله چې په تاوتریخوالي کې کمی راغلی دی، خو په وروستیو ورځو کې یې د یو شمېر مرګونو بریدونو پړه په طالبانو باندې ور واچوله

له اوربند څخه مخکې، د کب په میاشت کې د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د تړون له لاسلیکولو راهیسې تاوتریخوالی زیات شوی وو.

دغه معامله دې ته لاره هواروي چې د ۱۴۰۰ کال د غوایي میاشتې تر پایه پورې ټول بهرني ځواکونه وځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو خو که افغان حکومت توپیري چلند پای ته ورسوي او ټول د افغانانو په توګه سره یولاس کړي او بیا د دښمن د له منځه وړلو او د مخدرو موادو د له منځه وړلو، چې طالبان ترې مالي سرچینې ترلاسه کوي، لپاره په ټول هېواد کې خپل امکانات په کار واچوي.

ځواب ورکړئ

که رشوت اخیستنه ختمه نشي، که ظالم رانسکور نه کړای شي، او خراب مسلمانان ختم نشي، مونږ به هېڅکله هم په امن کې ژوند ونه کړو.‌

ځواب ورکړئ

ښه،‌ حکومت باید په طالبانو باندې فشار راوړي او تر څه وخته پورې د بندیانو خوشې کول ودروي څو هغوی جرمونه ودروي. که هغوی بریدونه کم کړي، حکومت باید د بندیانو خوشې کول بیا پیل کړي، خو که هغوی بریدونه کم نه کړي، ضرور نه ده چې مونږ د هغوی د بندیانو خوشې کول بیا پیل کړو ځکه چې هغوی تاوتریخوالی نه ودروي. البته د دغو بندیانو باید د ګوتو نښې واخیستل شي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جګړې له پای ته رسېدلو څخه وروسته له نورو ډلو لکه داعش سره یوځای نشي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د موجود حکومت پوځي او دفاعي ځواکونه په نړۍ کې تر ټولو فاسد او بې کفایته ځواکونه دي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان باید خلکو ته ځواب ورکړي چې ولې دغه ډله د افغانانو پر ضد خپل جنګ ته دوام ورکوي او په عامو سرکونو باندې ماینونه کري، په داسې حال کې چې خارجیان زمونږ له وطن څخه د وتلو په حال کې دي؟ د دغو ماینونو قربانیان څوک دي؟ ما نه دي لیدلي چې له ملکي خلکو پرته، کوم بل څوک دې دغو ماینونو وهلې وي.‌ څو میاشتې مخکې مونږ ستاسو په خبري وېب سایټ کې ولوستل چې یوه کورنۍ د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې خپلوانو کره د واده لپاره تلله چې موټر یې ماین وواهه او د عین کورنۍ خواوشا ۱۰ کسان یې ووژل.‌ دا روښانه ده چې د طالبانو له خوا د اېښودل شویو ماینونو اصلي قربانیان بې ګناه ملکي خلک دي.‌ طالبان باید له خدای نه ووېرېږي او په عامه سرکونو باندې د ماینونو د کرلو له لارې د غریبو خلکو ژوند وانه خلي.‌

ځواب ورکړئ

د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې د ماینونو په وسیله د ټولو وژل شویو کسانو د وژلو مسؤلیت د طالبانو پرغاړه دی ځکه چې هغوی یوازني داسې خلک ول او دي چې په عامو لارو کې ماینونه ښخوي څو د بهرنیو او افغان ځواکونو کاروانونه په نښه کړي، په داسې حال کې چې د افغان حکومت ځواکونو هېڅکله هم په سرکونو او عامه ځایونو کې ماینونه نه دي کېنولي.

ځواب ورکړئ