امنیت

د تخار ښځو ژمنه وکړه چې که طالبان سوله وکړي د هغوی ظلمونه به وبخښي

د هدایت الله راپور

د ځایي چارواکو په ګډون له ۱۵۰ څخه ډېرو ښځو د لړم په ۲۷مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د یوې غونډې په ترڅ کې له طالبانو څخه وغوښتل چې سوله وکړي. [د تخار د والي دفتر]

د ځایي چارواکو په ګډون له ۱۵۰ څخه ډېرو ښځو د لړم په ۲۷مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د یوې غونډې په ترڅ کې له طالبانو څخه وغوښتل چې سوله وکړي. [د تخار د والي دفتر]

کندوز -- له ۱۵۰ څخه ډېرې ښځې چې د خپلو کورنیو غړي یې په افغانستان کې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲۸مه/ د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې راټولې شوې ترڅو د سولې د بین الافغاني خبرو په هکله خپلې اندېښنې او غوښتنې څرګندې کړي.

د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان د وږي له ۲۲مې راهیسې په قطر کې سره ګوري او هڅه کوي چې په هېواد کې د سولې لپاره یوه حل لاره پیدا کړي.

په تخار کې راټولو شویو کسانو وویل، که طالبان د سولې لاره ونیسي او تاوتریخوالی ودروي، خلک چمتو دي چې هغوی ته بښنه وکړي.

د غونډې یوې برخه والې او د تالقان ښار اوسېدونکې نرګس فرهمند وویل، د تخار ښځې له طالبانو څخه غواړي چې جنګ ودروي.

په عکس کې، ښځې د لړم په ۲۸مه د تالقانو په غونډه کې لیدل کیږي. [فراموز امیري]‌

په عکس کې، ښځې د لړم په ۲۸مه د تالقانو په غونډه کې لیدل کیږي. [فراموز امیري]‌

د هغې ورور چې د پولیسو افسر وو په ۱۳۹۵ کې په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا ووژل شو.‌

هغې وویل، «زموږ د کورنۍ پرېکړه دا ده چې که طالبان داسې یوه حل ته ورسېږي چې د هغه له لارې زموږ په هېواد کې سوله راځي، موږ تیار یو چې د خپل ورور خون ورته وبښو.»

فرهمند وویل، «جنګ له موږ نه هر څه واخیستل. موږ نور جنګ نه غواړو، او موږ له جنګ څخه کرکه کوو.»

د بهارک ولسوالۍ یوې اوسېدونکې سامعې خیراندېش وویل د هغې مېړه چې محلي پولیس افسر وو پنځه کاله مخکې په درقد ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جنګ کې ووژل شو.‌

دغې د څلورو ماشومانو مور وویل، «زما د مېړه په نه موجودیت کې، زه له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ یم. داسې هیڅوک نشته چې زما د ماشومانو سرپرستي وکړي، او زه دا وس نه لرم چې هغوی ښوونځي ته ولېږم

خیر اندېش وویل، «که طالبان دې ته چمتو وي چې سوله ومني، زه تیاره یم چې هغوی ته د خپل مېړه خون ور وبښم.»

هغې وویل، «زه طالبانو ته عذر کوم چې د خدای لپاره جنګ ودروئ.»

د ښځو د حقونو یوې فعالې عاطفې صفا غونډې ته په خبرو کې وویل،‌«جګړې د افغانستان اقتصاد او سیاست د زوال د کندې غاړې ته ور رسولي دي. له جنګ څخه مو هېڅ هم ترلاسه نه کړل. جنګ باید ژر تر ژره ودرول شي.»

هغې وویل، «طالبانو ته زما پیغام دا دی چې جنګ بس کړئ؛ په جنګ کې یواځې بې ګناه خلک وژل کیږي.»

د محلي اورګانونو د خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ په چارو کې د څارنې او ارزونې مشاور عبدالستار دهزاد وویل، ځایي چارواکو د ښځو نظرونه او غوښتنې راټول کړي او د محلي اورګانونو خپلواکې ادارې سره به یې شریک کړي.

هغه وویل،‌ «په دې غونډه کې ښځو د طالبانو، افغان حکومت او نړۍ والې ټولنې لپاره بېلابېلې غوښتنې لرلې چې په ګروپي کار کې یې شریکې کړې. د هغوی په نظریاتو باندې نوره څېړنه به په کابل کې وشي.»‌

د تخار والي عبدالله قرلق د غونډې برخه والو ته په وینا کې وویل، د تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې بریالیتوب به یواځې هغه وخت شونی وي چې په دې پروسه کې ښځې هم ښکېلې وي.

هغه وویل، «دا مهمه ده چې ښځې د اسلام او د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې له خپلو اساسي حقونو څخه خبرې وي. موږ د دغه کار د ترسره کولو لپاره ډېر زیار وباسو.»

قرلق له طالبانو څخه وغوښتل چې په اوربند باندې هوکړه وکړي، او د افغانانو روا غوښتنې ومني.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان باید د دغو خلکو هیلې ومني. هغوی باید راشي، جنګ بس کړي او خپلې وسلې کېږدي. په دې هېواد کې نور جنګ بس دی. په دې هېواد کې به تر څو پورې د وینو تویېدل روان وي؟‌ تر څو پورې باید خلک د دغه وحشیانه جنګ قرباني کیږي؟‌

ځواب ورکړئ