اقتصاد

افغان پلاوي په پاکستان کې د سوداګرۍ فرصتونه وارزول

د عالمزېب خان راپور

د ملي اسامبلۍ رییس اسد قیصر د لړم په ۶مه په اسلام آباد کې د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د ۲۰۲۰ د جرګې د پای ناستې ِِغونډې ته خبرې کوي. [عالمزېب خان]‌

د ملي اسامبلۍ رییس اسد قیصر د لړم په ۶مه په اسلام آباد کې د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د ۲۰۲۰ د جرګې د پای ناستې ِِغونډې ته خبرې کوي. [عالمزېب خان]‌

اسلام آباد -- د پاکستان او افغانستان د خلکو او حکومتونو تر منځ اړیکې د پاکستان - افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د ۲۰۲۰ د جرګې په څېر هڅو له لارې چې د سې شنبې په ورځ‌ /د لړم ۶مه/ پای ته ورسېدله، پیاوړې کیږي.

په جرګه کې،‌ دواړو هېوادونو د رغونې، نساجۍ، کان کیندنې، کرنې، مالدارۍ، طبي سیاحت، درمل جوړونې، پلاستیکي صنایعو او بانکوالۍ په ګډون په یو شمېر سکتورونو کې د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د پیاوړتیا لپاره له ۱۴۰ څخه ډېرې سپارښتنې ومنلې.‌

دغه هڅې د پاکستان د ملي اسامبلۍ رییس اسد قیصر پيل کړې وې چې ورپسې د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني له پاکستان څخه یوه شپږ ورځنۍ لیدنه ترسره کړه. له هغه سره په دغه سفر کې چې د لړم په ۲مه پیل شو چارواکي، لوړپوړي مقامات او سوداګر ملګري ول.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د لړم په ۵مه د دغې دوه ورځنۍ غونډې د پرانستې پر وخت وویل، په افغانستان کې سوله د سیمه ییزې سولې او ښېرازۍ لپاره ضروري ده.‌

د پاکستان د ملي اسامبلۍ رییس اسد قیصر او د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د لړم په ۲مه د پاکستان د پارلمان مخې ته د ونې نهالګی ګدي. [عالمزېب خان]‌

د پاکستان د ملي اسامبلۍ رییس اسد قیصر او د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د لړم په ۲مه د پاکستان د پارلمان مخې ته د ونې نهالګی ګدي. [عالمزېب خان]‌

د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني په مشرۍ افغان پلاوي د لړم په ۲مه له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل. [د پاکستان د حکومت د رسنیو اداره]‌

د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني په مشرۍ افغان پلاوي د لړم په ۲مه له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل. [د پاکستان د حکومت د رسنیو اداره]‌

هغه وویل، «د دواړو هېوادونو راتلونکی د دوی یووالي، دوه اړخیزې سوداګرۍ او پیاوړو اقتصادي اړیکو پورې تړلی دی.»

عمران خان د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اسانولو پر اهمیت ټینګار وکړ ځکه چې دواړه هېوادونه د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره پراخ امکانات لري.‌

قیصر پرانستونکې غونډې ته په وینا کې اشاره وکړه چې د پاکستان - افغانستان اقتصادي همکاري او پرمختللې سوداګري او د ټرانزیټ اسانتیاوې به مرسته وکړي چې د عربي سمندر د بېړیو کرښې له منځنۍ اسیا سره ونښلي.

هغه وویل، د پارلمانونو تر منځ تماس به همدارنګه مرسته وکړي چې د پولې دواړو غاړو ته د سوداګرو او پانګوالو لپاره خنډونه هوار کړي.‌

قیصر وویل، «دواړه هېوادونه د افراطیت، ترهګرۍ او اقتصادي ویجاړتیا له بدمرغۍ سره مخامخ دي، او یواځې د دواړو شریکانو له خوا د همکارۍ هڅې به ټولنیزې - اقتصادي ستونزې چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي، هوارې کړي.»

رحماني په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د پاکستان مرسته وستایله.

هغه وویل، «افغانستان له پاکستان سره خپلو اړیکو ته په لوړه کچه ارزښت ورکوي ځکه چې دواړه هېوادونه ګډ دیني او کلتوري ارزښتونه لري، او افغانستان په دې ویاړي چې له پاکستان سره نږدې اړیکې لري.»

رحماني وویل، «دې ته سخته اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو له امکاناتو څخه، چې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره پراخ فرصتونه لري، استفاده وشي.»

د پاکستان د سنا رییس صادق سنجراني د لړم په ۶مه د پای په غونډه کې وویل، سیمه ییز پرمختګ او اقتصادي ښېرازي اتصال، پیاوړو سوداګریزو اړیکو او د پانګونې بهترو فرصتونو پورې تړلي دي.‌

هغه وویل، «اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې موږ خپلې دوه اړخیزې او اقتصادي اړیکې د خپلو خلکو او د سیمې د بهترۍ او ښېرازۍ لپاره په ستراتیژیکه ملګرتیا باندې بدلې کړو.»

سنجراني ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ لا نورې سوداګرۍ ته اړتیا ده ترڅو د اقتصادي همکارۍ له پراخ ظرفیت څخه استفاده وشي.

د سوداګرۍ په لاره کې د شتو خنډونو له منځه وړل

سیاستوال او سوداګر دغې جرګې یا ناستې ته د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د یوه ستر پرمختګ په سترګه ګوري.‌

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل، «زه له افغان لوري سره منظم تماس لرم او موږ هڅه کوو چې دغه هیله بښونکي میلان ته دوام ورکړو او په راتلونکو ورځو کې لا نور عملي ګامونه واخلو.»

هغه وویل، د پاکستان حکومت داسې هڅې هم کړي دي ترڅو د افغانستان - پاکستان د ټرانزیټ سوداګرۍ د همغږۍ سند (APTTCA) چې په ۱۳۸۹ کې لاسلیک شوی او ښایي چې یوه اصلاح شوې هوکړه یې ژر لاسلیک شي، بیا نوې کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر سید ابرارحسین له پاکستان څخه د افغانستان د روغې جوړې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله د کتنې په څېر وروستیو پرمختګونو او د دواړو لوریو له خوا رسمي کتنو ته هیله مندی وښودله.‌

هغه وویل، «په نږدې راتلونکي کې به تاسو داسې نورې کتنې هم وګورئ. د دغو کتنو هدف دا دی ترڅو پخوانی د باور کموالی پای ته ورسیږي او د دواړو هېوادونو تر منځ د باور جوړونې، ملګرتیا او د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو په لاره کې ګامونه واخیستل شي.»

د پولې دواړو غاړو ته سوداګر هیله لري چې وروستۍ هوکړه به په چټکۍ سره پلې شي.‌

د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رییس زاهد شینواري وویل، «په اسلام اباد کې د سوداګرۍ او پانګونې د جرګې له ترسره کېدلو څخه وروسته، موږ تشخیص وکړ، ستونزې په ګوته شوې، اوس موږ معالجې ته اړتیا لرو، داسې چې دغه سپارښتنې په عملي توګه پلې شي.»

هغه وویل، «په ۱۳۹۰ کې موږ د ۲.۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري لرله، چې له بده مرغه په ۱۳۹۳ کې ۱.۳ میلیاردو ډالرو ته راکمه شوه، خو زه باور لرم چې که دواړه حکومتونه دغه سپارښتنې تطبیق کړي، موږ کولی شو چې دغه دوه اړخیزه سوداګري په لنډ وخت کې په کال کې ۵ میلیارد ډالرو ته ورسوو.»

شینواري وویل، «دا یواځې هغه وخت شونې ده چې کله دواړه حکومتونه هغه خنډونه چې موږ د دوه اړخیزې سوداګرۍ په لاره کې ورسره مخامخ یو له منځه وېسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د دواړو هېوادونو لپاره ښه خبر دی. افغانستان نه غواړي چې د هېڅ هېواد پر ضد هم وي. پاکستان افغانستان ته یو ډېر نژدې هېواد دی چې له افغانستان سره تر ټولو ډېره اوږده پوله لري. په افغانستان کې سوله به مرسته وکړي چې په پاکستان کې سوله راشي. که په افغانستان کې سوله نه وي، په پاکستان کې به سوله نه وي. تاسو ولیدل چې په افغانستان کې د شلو کالو جنګ پاکستان هم ژوبل کړ. ځینې وختونه هلته هم چاودنې کیږي، او په وروستیو څو کالونو کې، د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د خرابېدلو له امله کمه شوې ده، چې افغانستان او پاکستان دواړو ته یې زیانونه ور رسولي دي خو ډېر زیانونه یې پاکستان ته ور رسېدلي دي.‌ له دې امله، پاکستان مجبور دی چې له افغانستان سره اړیکو ته وده ورکړي،‌ او دا کار د دواړو هېوادونو په ګټه دی.‌ پاکستان د هندوستان په نسبت له افغانستان سره ډېر شراکتونه لري. زمونږ او پاکستان تر منځ تر ټولو غټ شریک شی اسلام دی. پاکستان یو اسلامي هېواد دی. مونږ باید له پاکستان سره خپلو اړیکو ته وده ورکړو.‌ که پاکستان واقعاً غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته راولي،‌ کولی شي، او د افغانستان خلک به ټول هغه شیطاني کارونه چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې کړي دي، هېر کړي، ځکه چې د افغانستان خلک نېکي نه هېروي.‌

ځواب ورکړئ

پاکستان هیڅکله د افغانستان دوست نه جوړیږي. پاکستان له ۴۵ کالونو راهیسې ترهګر روزي او افغانستان پرې ورانوي او افغانان پرې وژني. هغه پیسې چې د پاکستان پوځ له نړۍ څخه له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم واخیستلې ټولې یې د ترهګرو په روزلو ولګولې. اوس هم د هبت الله په ګډون د ترهګرو اکثر مشران له خپلو کورنیو سره په پاکستان کې ناست دي. دا ناستې پاستې ورسره هېڅ ګټه نه کوي. افغانان باید له داسې سفرونو نه ډډه وکړي. په دې کار سره کریډیټ یوازې پاکستان ته ځي.

ځواب ورکړئ