د پروان اوسېدونکیو د طالبانو مرکز وسوزاوه

سلام ټایمز

پروان -- طلوع نیوز د یوه محلي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې د پروان ولایت یوې ډلې خلکو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۳۰مه/ د طالبانو یوه مرکز ته اور ورته کړ او اورپکي یې مجبور کړل چې له سیمې څخه وځي.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار وویل، دغه پېښه د شینوارو ولسوالۍ په قلعه قوریر کلي کې وشوه.

هغې وویل، یو شمېر وسلې او چاودېدونکي مواد ویجاړ کړای شول.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500