امنیت

طالبانو په درزاب ولسوالۍ کې مخابراتي ستنو ته اور ورته کړ

د هدایت الله راپور

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۱۰مه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې اخیستل شوی، د موبایل فون ستنې لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۱۰مه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې اخیستل شوی، د موبایل فون ستنې لیدل کیږي. [عمر]

کندوز -- مقاماتو وویل چې طالبانو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې درې مخابراتي ستنې وسوزولې او د سیمې له نیولو څخه وروسته یې په ملکي خلکو باندې ظلمونه وکړل.

طالبانو د مرغومي په ۱۰مه ادعا وکړه چې هغوی د درزاب ولسوالۍ مرکز نیولی دی.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر وویل،‌ «وروسته له هغه چې طالبانو مخابراتي ستنو ته اور ورته کړ،‌ د هغو ټول تخنیکي وسایل یې غلا کړل.» نوموړي زیاته کړه چې «د طالبانو د دغه جنایت له امله» د یادې ولسوالۍ په زرګونو اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو څخه محروم شول.

اذر وویل، د دغو ستنو ویجاړښت نه یوازې د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي بلکې همدارنګه د قوش تېپې ولسوالۍ اوسېدونکي اغېزمن کړل.

هغه زیاته کړه، «طالبانو تل هڅه کړې چې وېره او تاوتریخوالی خپور کړي، او دغو ستنو ته په اور اچولو سره هغوی وښودله چې هغوی نه غواړي چې مونږ دې نېکمرغي ولرو.»

اذر وویل، طالب جنګیالیو غوښتل چې په دې ولسوالۍ کې ملکي روغتون وسوزوي خو د ولسوالۍ مشرانو یې مخه ونیوله.

هغه وویل، کله چې هوا ښه شي، عسکر به دا ولسوالي له حکومت مخالفو عناصرو څخه پاکه کړي.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، «زمونږ امنیتي ځواکونو په درزاب ولسوالۍ کې له انتن تلاشۍ څخه خپل موقعیت بدل کړی دی. کله چې هوا ښه شي، مونږ به دغه سیمې چې د دښمن لاس ته لوېدلې دي بېرته ونیسو.»

د ملکي خلکو پر ضد ظلمونه

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکیو وویل، اورپکو د موبایل فون د ستنو په ویجاړولو سربېره، د ملکي خلکو پر ضد له تاوتریخوالي څخه ډک کمپاین روان کړی دی.‌

له درزاب ولسوالۍ څخه یوه بې ځایه شوي شخص عرفان الله اسدیار چې اوس د ولایت په مرکز شبرغان کې اوسېږي، وویل، «طالبانو هره ورځ په ملکي خلکو باندې ظلمونه کول.»

هغه وویل، «هغوی ملکي خلک وهل، بې دلیله بندي کول او مجبورول یې چې هغوی ته ډوډۍ ورکړي.»

هغه زیاته کړه، «د جنګ او تاوتریخوالي له ډاره، زه او زما ماشومان د شپې له خپلې ولسوالۍ څخه راوتښتېدلو او اوس مونږ په شبرغان کې زمونږ د خپلوانو په کور کې ژوند کوو.»

دغه ۴۰ کلن شخص وویل، «هغه ظلمونه چې داعش او طالبانو په تېرو دوه کالو کې وکړل په بل هېڅ ولایت کې نه دي شوي. مونږ سخت وځپل شو.‌ زمونږ خلکو ته تلفات ور واوښتل. جنګ بس دی. حکومت باید زمونږ ولسوالۍ ته ارامي راولي.»

اذر تایید کړه چې طالبانو د ملکي خلکو پر ضد وحشتونه ترسره کړي او د کم عمر نجونې یې مجبورې کړي چې له هغوی سره ودونه وکړي.

سربېره پر دې، په تېرو شپږو میاشتو کې، طالبانو د دوکانونو د سوزولو او د ملکي خلکو د وژلو په څېرنور جنایتونه ترسره کړي دي.

د ژمي په نیمایي کې بې ځایه شوي

یو زیات شمېر ملکي خلک وروسته له هغه شبرغان او نورو ولسوالیو ته بې ځایه شول چې طالبانو په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې سیمې ونیولې.‌

د جوزجان د ولایتي شورا غړي عبدالحی حیات وویل، د درزاب ولسوالۍ چې ۶۷ زره وګړي په کې ژوند کوي، خواوشا ۱۳ زره اوسېدونکي بې ځایه شول.‌

هغه وویل، «دا کورنۍ په یخ ژمي کې له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوې، او مرستو ته سخته اړتیا لري.»

هغه وویل، «دا وخت، د دې ولسوالۍ اوسېدونکیو له نورو سیمو سره مخابراتي ارتباط له لاسه ورکړی دی. هغوی مجبور دي چې د ارتباط نیولو لپاره جیګو ځایونو ته پورته شي.»

نوموړي وویل، ځینې هغه کورنۍ چې اوس هم په درزاب ولسوالۍ کې اوسېږي هغوی د خوړو، اوبو او برېښنا له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي او تاکید یې وکړ چې محلي حکومتي اداره باید د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

د درزاب ولسوال ذبیح الله زاهد وویل،‌ وروسته له هغه چې د دې ولسوالې مهمې سیمې د طالبانو لاس ته ولوېدلې،‌ د ولسوالۍ حکومتي ادارې شبرغان ته لاړې چې وکولی شي د خپلو عامه خدمتونو ترسره کولو ته دوام ورکړي.‌

هغه وویل، «د درزاب ولسوالۍ دولتي مامورین د درزاب ولسوالۍ د اوسېدونکیو لپاره رسمي چارې د جوزجان د والي په دفتر کې ترسره کوي.»

هغه زیاته کړه، «سروې روانه ده چې له درزاب ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي خلک په ګوته شي.‌ محلي حکومتي او شریکباڼې خیریه ادارې به دغو کورنیو ته د اړتیا وړ مرستې ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالبانو له خوا د شپې په مخه د برق د ستنو ویجاړول، د موبایل فون ستنو ته اور ورته کول او د مخابراتي خدمتونو بندول د یادې ډلې یو ناولی کار دی ځکه چې په ۲۱مه پېړۍ کې یو انسان نشي کولی چې له برق، ټیلیفون او انټرنټ څخه پرته ژوند وکړي. نو، د طالبانو دا کار خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کوي. فکر وکړئ، که د یوې کورنۍ یو غړی ناروغ وي او د شپې مړ شي، کورنۍ څنګه کولی شي چې خپل خپلوان د خپل عزیز په مرګ خبر کړي؟ هغوی مجبور دي چې تر سهاره انتظار وکړي چې مخابراتي خدمتونه بیا کار شروع کړي او هغوی خپل خپلوان خبر کړي. په ځینې سیمو کې د موبایل شبکې د ورځې هم غیرفعالې دي. د دې کار په کولو سره، طالبان غواړي چې خلک په تیاره کې وساتي او خپلې غوښتنې په ملکی خلکو باندې تحمیل کړي، خو اوس خلک هوښيار شوي دي. هغوی به هیڅکله هم د طالبانو ګواښونکو ارادو ته تسلیم نشي، نو طالبان به په دې کار سره خپل مینه وال او مدافعین له لاسه ورکړي. حتی په کلیو کې به هم خلک د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي. اوس د طالبانو اکثر خپلوان له یادې ډلې څخه کرکه کوي. که طالبان مسلمانان او افغانان وي، هغوی باید ملکي خلکو ته زیان ور ونه رسوي، او هغوی باید عامه شتمني خوندي وساتي او پرېږدي چې خلک برق، انټرنټ او یو انساني ژوند ولري.

ځواب ورکړئ