د ښځو حقوق

د ښځو پناه ځایونه په افغانستان کې د ناوړه استفادې قربانیانو ته اسانتیاوې برابروي

ای اېف پي

یوه افغانه ښځه د مارچ په ۲۰مه په کابل کې د ښځو په یوه پناه ځای کې د خپلې کوټې له کړکۍ نه بهر ګوري.‌ دغه نه پېژندل کېدونکې وداني د هغو پټو پناه ځایونو له جملې څخه یوه ده چېرې چې ځورول شوې افغانې ښځې کولی شي چې ملاتړ ترلاسه کړي.‌ [ریبیکا کونوی/ای اېف پي]

یوه افغانه ښځه د مارچ په ۲۰مه په کابل کې د ښځو په یوه پناه ځای کې د خپلې کوټې له کړکۍ نه بهر ګوري.‌ دغه نه پېژندل کېدونکې وداني د هغو پټو پناه ځایونو له جملې څخه یوه ده چېرې چې ځورول شوې افغانې ښځې کولی شي چې ملاتړ ترلاسه کړي.‌ [ریبیکا کونوی/ای اېف پي]

کابل -- ملاله چې په ۱۶ کلنۍ کې د یوه یاغي قوماندان له خوا په زور ورسره جنسي عمل شوی او د په خېټه شوي ماشوم یې ډېر وخت وتلی وو،‌ د ځانوژنې تر پولې پورې رسېدلې وه چې په کابل کې یې د ښځو په یوه پناه ځای کې پناه او هیله وموندله.‌

دغه نه پېژندل کېدونکې وداني، چې د افغانستان په پلازمېنه کې د استوګنې په یوه سیمه کې موقعیت لري، یوه له هغو څو پټو پناه ځایونو څخه ده چې هلته ځورول شوې ښځې کولی شي چې ملاتړ ترلاسه کړي.‌

دغه پناه ځای چې د ښځې د افغان ښځو لپاره (WAW) خیریه ادارې له خوا مدیریت کیږي، په داسې یوه هېواد کې، چې هلته په زور جماع،‌ ناوړه استفاده او جبري ودونه عادي چارې دي، د ملالې په څېر ښځو ته هیله ورکړې ده.

ملاله لا تر اوسه پورې د هغې د تېرې تجربې له امله ځورېږي خو اوس غواړي چې خپله انرژي داسې برابره کړي چې د ځان، خپل ماشوم او نورو لپاره یوه بهتره راتلونکې جوړه کړي -- او وایي چې هغه غواړي چې یوه پولیس افسره شي او «د ښځو دفاع» وکړي.

د یوې غیرحکومتي موسسې یو افغان کارکوونکی د مارچ په ۲۰مه په کابل کې د ښځو په یوه پناه ځای کې د ژوند د مهارتونو په یوه ټولګي کې ښوونه کوي.‌ دغه پناه ځای چې د ښځې د افغان ښځو لپاره (WAW) خیریه ادارې له خوا مدیریت کیږي په داسې یوه هېواد کې، چې هلته په زور جماع،‌ ناوړه استفاده او جبري ودونه عادي چارې دي، ښځو ته یو نوی ژوند ورکوي.‌ [ریبیکا کونوی/ای اېف پي]

د یوې غیرحکومتي موسسې یو افغان کارکوونکی د مارچ په ۲۰مه په کابل کې د ښځو په یوه پناه ځای کې د ژوند د مهارتونو په یوه ټولګي کې ښوونه کوي.‌ دغه پناه ځای چې د ښځې د افغان ښځو لپاره (WAW) خیریه ادارې له خوا مدیریت کیږي په داسې یوه هېواد کې، چې هلته په زور جماع،‌ ناوړه استفاده او جبري ودونه عادي چارې دي، ښځو ته یو نوی ژوند ورکوي.‌ [ریبیکا کونوی/ای اېف پي]

د ښځو د خوندي ساتلو لپاره ډېر زیات احتیاط

کمرې په پټه د پناه ځای دروازې څاري، او خلک دغه ځای ته په مشکوک انداز ګوري.

په افغانستان کې د ښځې د افغان ښځو لپاره (WAW) موسسې رییسې ناجیې نسیم وویل، «هیڅوک هم دلته نه راځي،»

هغې ای اېف پي ته وویل، «حتی زمونږ نارینه کارمندان هم نه پوهېږي چې دغه مرکز چېرې دی. دا ځای باید محرم پاتې شي.»

دغه ډول ډېر زیات احتیاط د توجیه وړ دی. په دغه ځای کې موجودې اکثرې ښځې له دې خطر سره مخامخ دي چې د تېریګرو مېړونو یا غچ اخیستونکو خپلوانو له خوا به ووژل شي.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پای ته رسېدلو راهیسې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۳۰ پناه ځایونه جوړ کړای شوي دي، چې اکثر یې د ښځې د افغان ښځو لپاره (WAW) موسسې له خوا دي چې ملګري ملتونه او یو شمېر اروپایي مرستندویان یې ملاتړ کوي.

دا په داسې یوه هېواد کې، چې په نړیواله سطحه د جنسیت د نه برابري په شاخص کې د ۱۵۵ هېوادونو له ډلې څخه ۱۵۲م ډېر پرېشاني لرونکی هېواد دی، د ښځو لپاره یوه نادره خو حقیقي لاسته راوړنه یا پرمختګ دی.

'وروستی فرصت او اخري هیله'

د کابل لپاره د ښځې د افغان ښځو لپاره موسسې رییسې بنفشې عفف وویل، «له پناه ځایونو څخه مخکې، د دغو فراري ښځو لپاره هېڅ نه ول،»

هغې ای اېف پي ته وویل، «ډېرې کورنۍ د خپلو قومونو لپاره د شرم ګڼلو له امله له دغو نجونو نه لاس په سر شوي دي، چې دا هغوی د تاوتریخوالي په وړاندې ژر ژوبلېدونکې ګرځوي. مونږ د هغوی وروستی فرصت او د هغوی اخري هیله یو.»

د ملګرو ملتونو د ښځو د معلوماتو په اساس، ۸۷٪ افغان ښځې د خپل ژوند په دوران کې په یو نه یو ډول له تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي، چې ۶۲٪ یې په مکرر ډول له دغسې حالت سره مخامخ کیږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، دودیز سیستم د سړیو حاکمیت ته په تقدس قایل دی، او د نژدې څلورو لسیزو شخړې په افغاني کورنیو کې تاوتریخوالی له بد نه بدتره حالت ته رسولی دی.

عفف وویل، اکثر وختونه کلتوري چلندونه د دې سبب ګرځي چې ښځې، یو شمېر ډېرې ځوانې ښځې، د یوې شخړې د حل یا د یوې نوې ښځې د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه استعمال شي.

د ۱۵کلنې عایشې برخلیک، چې پولیسو په شپږ کلنۍ کې له یوې فاحشه خانې نه ترلاسه کړه، هم دغسې دردوونکی وو. هغه د هغې د مور له مړینې نه وروسته د هغې پلار خرڅه کړه چې په پیسو یې بل واده وکړي.

هغه چې په یوه ګلابي شال کې نغښتې وه، وویل، «زه په ډېر کوچنیوالي کې زما په ژوند کې له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخ شوم،»

«خو دلته هرڅوک یوه سخته ماضي لري، او زه اکثر وختونه خپل ځان ته وایم: 'عایشې، ته یوازې نه یې، دا ښځې ستا د مور او خویندو په څېر دي'.»

کله چې ای اېف پي له پناه ځای څخه لیدنه وکړه، هلته ۴۵ ښځې او ۱۸ ماشومان موجود ول، چې اکثر یې د نورو افغاني ادارو له خوا هلته راجع کړای شوي ول.

دغه پناه ځای له قانوني پلوه دا حکم لري چې د ښځو ستونزې، اکثر وختونه د هغوی له کورنیو سره د منځګړتوب له لارې، حل کړي.

اکثر وختونه د ماشومانو برخلیک له ستونزو سره مخامخ وي، چې ډېر وختونه په اتومات ډول د هغوی پلرونو ته ورسپارل کیږي.

د احساساتي ټپونو رغونه

په داسې حال کې چې د قضیو په حلولو کار کیږي، معمولا د کورنیو تر منځ اړیکې ماتې وي، او ښځې له شپږو میاشتو نه تر پنځو کلونو پورې په پناه ځایونو کې پاتې کېږي، چې په دغه وخت کې اعتماد بېرته ترلاسه شي او زاړه زخمونه بېرته ورغېږي.

ډېرې ښځې ښوونه یا حرفوي روزنه ترلاسه کوي، او دا زده کوي چې خپلواکۍ او ازادۍ ته یو ارزښت ورکړي.

رییسې او ارواپوهې ویرا فراه وال وویل، یو شمېر داسې وي چې له پناه ځای نه یوه وظیفه ترلاسه کړي او له پخوانیو اوسېدونکو سره په شریکه یو اپارتمان ونیسي، په داسې حال کې چې نورې بیا دومره سختې ماتې شوې وي چې هېڅ پرمختګ نشي کولی.

خو ملالې لا د وخته خپل له لاسه ورکړی اعتماد بېرته ترلاسه کړی دی. که څه هم چې هغه د هغې د ماضي په وسیله ځپل شوې ده، هغې لوستل زده کړي او له خپل ماشوم سره، چې د جبري جماع په نتیجه کې رامنځته شوی دی، یې رابطه کلکه شوې ده.

هغې په خپل زوی باندې نظیف نوم ایښی دی چې په عربي کې د «سوچه» معنی لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500