کډوالان

افغان کډوال په پاکستان کې له اقتصادي، تعلیمي او د استوګنې د اسنادو له ستونزو سره مخامخ دي

د احسان الله راپور

افغانان د سلواغې په ۱۳مه په ننګرهار ولایت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم په پوله کې له پاکستان څخه تر را اوښتلو وروسته د یوه کټاره لرونکي دهلېز دننه لاره باندې روان دي او خپلې پنډې ورسره لېږدوي. [وکیل کوهسار]

افغانان د سلواغې په ۱۳مه په ننګرهار ولایت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم په پوله کې له پاکستان څخه تر را اوښتلو وروسته د یوه کټاره لرونکي دهلېز دننه لاره باندې روان دي او خپلې پنډې ورسره لېږدوي. [وکیل کوهسار]

کابل -- ډیری افغانان چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې پاکستان ته مهاجر شوي، په دغه هېواد کې د دوامدارو ستونزو او د ژوند د کیفیت د خرابېدلو په هکله راپور ورکوي.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې په پاکستان کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

حبیب الله زلمي چې شاوخوا ۳۴ کاله عمر لري، او له شاوخوا یو کال راهیسې په پېښور کې ژوند کوي، بېکاري او اقتصادي ستونزې له افغانستان څخه د وتلو اصلي لاملونه وبلل.

هغه وویل، «کاري فرصتونه ورځ تر بلې کمېدل... او موږ اړ شوو چې پاکستان ته را کډه شو،»

افغان کډوال د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۵مه د پاکستان د کوېټې ښار په لمنه کې د خېمو د لنډمهالو سرپناوو په شاوخوا کې راټول دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

افغان کډوال د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۵مه د پاکستان د کوېټې ښار په لمنه کې د خېمو د لنډمهالو سرپناوو په شاوخوا کې راټول دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

زلمي د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې پورې په افغانستان کې په یوه ساختماني شرکت کې اداري دنده ترسره کوله.

هغه وویل، «هغه شرکت چې ما کار کاوه، وتړل شو، ځکه چې کار بېخي کم شو». له هغه وروسته، هغه د صرافۍ کې کار پیل کړ، خو د ده په وینا په هغه کار کې یې تاوان وکړ.

په پاکستان کې هغه بله وظیفه موندلې ده.

یوه افغان خبریال چې ځان یې د خالد په مستعار نامه معرفي کړ، وویل چې هغه د ۱۴۰۰ کال په وروستیو کې افغانستان پریښود او اوس له خپلې کورنۍ سره په راولپنډۍ کې ژوند کوي.

هغه وويل، «ما د امنيتي ګواښونو او په رسنيو کې د زیاتیدونکو محدوديتونو له امله افغانستان پرېښود،» او زياته یې کړه چې اوس د نفقې د ګټلو لږ فرصتونه لري.

هغه وويل، «په پاکستان کې د افغان خبريالانو لپاره په رسنيو کې کار نشته. دلته اکثر خبريالان یا وزګار دي او يا په ډېره کمه اجوره شاقه کار کوي،»

خالد وویل، «د ژوند لګښت او بې روزګاري هغه نورې لویې ننګونې دي چې زه او نور افغان کډوال ورسره مخامخ یو،»

هغه زیاته کړه، «ځینې وختونه زه د خپل ژوند لګښتونه د شاقو کارونو په ترسره کولو سره پوره کوم، او ځینې وختونه بیا له خپلو ملګرو څخه پیسې په پور اخلم،»

فرشتې رامین، چې د بشري حقونو یوه افغانه فعاله ده او اوس د اسلام اباد په یوه څنډه کې ژوند کوي، وویل چې د امنیتي اندېښنو او د ښځو پر کار او زده کړو د سختو محدودیتونو له امله له افغانستان څخه تېښتې ته مجبوره شوه.

هغې وویل، «د کډوالو د بیا میشتیدنې په برخه کې ستونزې او بې باوري، خراب اقتصادي وضعیت، د کډوالو د ادارې د ملاتړو اسنادو نشتوالی چې افغانانو ته د کار او ژوند کولو اجازه ورکړي، د وړیا زده کړو او د ژوند د اړتیاوو لکه کور، خوراکي توکو او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی ځینې هغه ستونزې دي چې افغان کډوال په پاکستان کې ورسره مخامخ دي.»

د وېزو ستونزې

په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د وېزو د وخت د غځولو ستونزه یوه بله ننګونه ده.

رامین وویل، «دا حقیقت چې افغان کډوال د دایمي استوګنې حیثیت نه لري او دا چې وېزې یې نه تمدید کیږي، یوه بله ننګونه ده چې هغوی ورسره مخامخ دي. هغوی مجبور دي چې د درې میاشتو په مخه د وېزو د تمدید لپاره ډېرې پیسې ورکړي.»

هغې زیاته کړه، «که د دوی په وېزو باندې وخت واوړي، کله چې له پاکستان څخه وځي یا ورته راستنېږي، بیا د سفر کولو د اجازې ترلاسه کولو لپاره باید غټه جریمه پرې کړي،»

رامین وویل، دا ستونزې د یو شمېر افغان کډوالو په منځ کې د رواني خپګان لامل شوي دي.

انوري چې په يوه لوېديځ هېواد کې يې د پناه غوښتنه کړې، وويل چې د کډوالۍ په قضيه کې يې پرمختګ ډېر ورو دى.

هغه وویل، «زموږ لپاره په افغانستان کې د ژوند کولو کوم فرصت نه و، او موږ اړ شوو چې هېواد پرېږدو او د پناه غوښتنه وکړو، خو په پاکستان کې اوږده انتظار زما ماشومان له زده کړو څخه بې برخې کړي دي.»

انوري وویل چې د هغه د وېزې موده به په لنډ وخت کې پوره شي او اندېښمن دی چې آیا د پاکستان حکومت به د هغه او د هغه د کورنۍ وېزې تمدید کړي.

هغه وویل، «له بده مرغه، په پاکستان کې د اوسېدلو موده غځول زموږ لپاره یوه لویه ننګونه ګرځېدلې او موږ د خپلو وېزو په تمدید کې له ډېرو خنډونو سره مخامخ یو،»

هغه وویل، «ځینې وختونه موږ مجبورېږو چې د وېزو کمېشنکارانو ته ډیرې پیسې ورکړو، خو موږ یې وس نه لرو.»

۴۷ کلن غلام مرتضی حبیبي په ۱۴۰۱ کال کې پاکستان ته مهاجر شو.

هغه وویل، «ما په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د یوې غیر دولتي موسسې لپاره کار کاوه، خو د ۱۴۰۱ د زمري میاشتې څخه وروسته چې د موسسې بودجه کمه شوه، ما خپله وظیفه له لاسه ورکړه،»

هغه وويل، «د بې روزګارۍ له امله، زه له يوه کال څخه ډېر مخکې له خپلې کورنۍ سره د پاکستان پېښور ته مهاجر شوم. زه وزګار یم، خو زما زوی، چې ۱۷ کاله عمري، د مېوې په بازار کې کار کوي.»

حبیبي وویل، خو په پاکستان کې د انفلاسیون او د لګښتونو د قیمتونو د زیاتوالي له امله یې کورنۍ په سختۍ سره اړتیاوې پوره کوي.

هغه وویل، «له هغه وخت نه چې موږ پاکستان ته راغلي یو، یواځینی شی چې موږ یې په هکله فکر کوو هغه زموږ د کورنۍ لپاره د خوراکي توکو موندل دي، او له بده مرغه چې زما زوی ... او زما دوه لوڼې، چې ۱۳ او ۱۴ کاله عمرونه لري، له زده کړو څخه بې برخې دي،»

په افغانستان کې د حبيبي لوڼو نشوای کړای چې ښوونځيو ته لاړې شي. هغه وویل، دا چې هغوی مناسب اسناد نه لري، کېدی شي چې هغوی په پاکستان کې هم زده کړې ونه کړای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له هغې ورځې چې افغانانو کډوالۍ ته، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران ته مخه کړې، افغانستان بیا ښه ورځ نه ده لیدلې. نن سبا په نړۍ کې له کډوالو څخه د وسیلې په حیث کار اخیستل کېږي. هغه وخت چې شوروي اتحاد د نړۍ یو له قدرتونو څخه و او په افغانستان یې حمله وکړه، د افغانانو بدبختتي له هماغه وخته شروع شوه. په اصل کې هغه جنګ د افغانانو نه و بلکې د روس او امریکا و خو خراب په کې افغانان شول. که دې موضوع ته نور هم ژور وګورو، نن سبا د هېوادونو تر منځ جنګونه د خپلو ګټو بر اساس ولاړ دي او کډوال د دغه راز جنګونو د استعمال لپاره ښه مواد کیدی شي. مثلا، په پاکستان کې افغان کډوال: هغه افغانان چې په پاکستان کې یې ژوند کاوه، له افغانستان څځه د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د شوروي اتحاد په لاس جوړ شوی حکومت د همدې افغان کډوالو پر مټ امریکا نسکور کړ. په کشمیر کې له هندوانو سره په جنګ کې پاکستان له همدې کډوالو څخه کار اخیسته. عین مسله د ایران هم وه. ایران هم د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاهر له افغان کډوالو څخه د افغانستان په ورانۍ کې رغنده کار واخیسته. د ایران په پلوۍ په سوریه او عراق کې جنګېدونکي اشخاص هغه افغانان وو او دي چې له افغانستان څخه ایران ته کډه شوي و. اوس چې زه ګورم، د اوکراین کې هغه څه روان دي کوم چې په افغانستان کې تېر شوي دي. د اوکراین جنګ په اصل کې له طرفه د روسانو بې ځایه اقدام، د زیلینسکي ناپوهي او د اروپایانو لپاره په اوکراین کې د روسانو مصروفه کول دي. جنګ ډېر بې کار شی دی خو هوښیار ملتونه هغه دې چې جنګ له خپلې خاورې لرې او دوښمن په بل ځای کې مات کړي.

ځواب ورکړئ

د پاکستان حکومت دومره جابر او ظالم حکوموت دی چې د غریبو خو نه اوري نه اوري، مسؤلو ادارو ته هم وخت نه ورکوي چې مهاجرو سره مرسته وکړي. پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) ویلي، د پاکستان په سند او کراچۍ کې د بندي افغانانو وضعیت په اړه رپوټونو جدي اندېښمن کړي دي. وا پنجابیانو پناه غوښتنه د خلکو بنسټیز بشري حق دی او له دې کبله باید سزا ورنه کړ شي او مجرم ونه ګڼل شي. خو که وخت راغی ولا چې په کونه مو درته سوټي ننباسو. افسوس چې زموږ مخکې نسلونه ډېر بې خونده روزل شوي وو. غاااااااټ تاریخ لري چې ۵۰۰۰ کلن یې بولي خو د ۵ افغانیو هومره ارزښت هم نه لري، مګر نوی نسل داسې روحیه لري چې انشاءالله هر یو به د پنجابي دښمن وي؛ ولې وخت ته اړتیا چې فرصت برابر شي. افغانستان کې اوس مهال کاري فرصتونه نشته او یا هم ډېر کم دي، له نړیوالو مو غوښتنه ده چې هغه هېوادونه چې افغانانو په کې د پناه غوښتنې اراده کړې رد نه کړي، بلکې د یوه بشر په توګه ورته د اوسېدلو او کار کولو امکانات په واک کې ورکړي. بس دی ولا چې افغان ولس ډېر وزورېده او نور دومره تاب نه لري چې هر چاسره جنګ وکړي. نور له جنګه ستړی دی. بچی یې په خېټه وږی او به تن لوڅ دی. خواړه نه لري. څښاک پوښاک یې غیر منظم دی. دنیاوالو افغانان مه راشړئ، پرېږدئ چې له ژوند یو څو ورځې خوند واخلي. بس دی چې په وطن کې ایسار خلک په کافي اندازه له کړاو سره مخامخ دي.

ځواب ورکړئ

وا وروره کوم هېواد کې چې افغانان اوسېږي ولاکه ورسره یوه هم د سړیتوب او انسانیت رویه کړي وي. هر چېرته د افغان حق تر پښو لاندې شوی دی. دا زه نه وایم چې افغانان ډېر ښه خلک دي، ستونزې او بې نزاکتۍ په کې شته، خو دومره نه انسانیت هم ورسره نه دی په کار. زه وخت ناوخت په خواله رسنیو او بېلا بېلو ټلویزیونونو او راډیو ګانو څخه اورم چې افغان مهاجرو سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مور او میرې چلند کېږي. او پاکستان خو بیا د نه سړي زوی دی هر وخت یې افغان ولس ته په زړه ډنډ وینې ولاړې وي. هر وخت افغانانو سره زور زیاتی او ظلم کوي. که په سرحدي پولو کې دي، که د پاکستان په ښارونو کې دي، که ورسره بندیان دي... هېڅ د انسانیت چلند ورسره نه کېږي؛ بلکې د یوه حېوان په سترګه ورته کتل کېږي چې دا د انسانیت تقاضا نه شي کېدلی. دا څه موده مخکې مې داسې خبرونه هم ولیدل/ولوستل چې د پاکستان په جېلونو کې افغان ښځې لنګې شوې، ناوې ګانو د خپل ناویتوب شپې ورځې په کې تېرې کړې، هغه سپین ږیري چې باید په کور ناست وای او خپل لمونځ او اودس یې کاوه په بند کې وهل ټکول خوري، هغه ماشومان چې لا د خدای حق پرې نشته، پاکستانیانو په جېلونو کې اچولي چې هره شېبه په ژوندوني مړه کېږي. دا خو ولاکه نه انسانیت تقاضا وي او نه د مسلمانۍ چې داسې چلند دې وشي. زه مطمین یم چې تاسو خبریالانو به هم د پاکستان زندانونو کې د بندي افغان کډوالو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو خپاره شوي عکسونه لیدلي وي چې کوم وضعیت کې دي او په دې ډاډه اوسئ چې دغه وضعیت موږ سخت خفه او خواشیني کړي یو، خو په خوله څه نه شو ویلی پاتې خو لا عملي اقدام دی...

ځواب ورکړئ

پاکستان له پیل راهیسې د افغانستان دښمن دی. له څلورو نیمو لسیزو راهیسې هغوی وسله وال روزي او بیا یې افغانستان ته را استوي چې عامه تاسیسات وران کړي او بې ګناه خلک ووژني. د جمهوریت د شلو کلونو په موده کې پاکستان وسله والو طالبانو ته تر هغه وخته پورې مالي او تسلیحاتي مرستې ورکولې چې په پای کې یې جمهوریت ړنګ کړ. په دې شلو کلونو کې هغو وسله والو چې د پاکستان د استخباراتو او تروريستي پوځ له خوا يې ملاتړ کېده په لسګونو زره بې ګناه افغانان او په سلګونو ايتلافي عسکر ووژل.

ځواب ورکړئ

دا افغانان ولې له افغانستانه تښتي؟ ځکه چې د افغانستان واکمنانو او د افغانستان لوستو اشخاصو د افغانستان د خلکو لپاره څه نه دي کړي، له دې امله اوس له افغانستان څخه تښتي. په دې هېواد کې لوستو خلکو په هوټل کې د مېلمنو په څېر ژوند کاوه. کله چې مېلمه له هوټل څخه وځي، پرته له دې چې خپله بستره ټوله کړي، خپله مخه کوي او ځي. د وخت واکمنانو او د افغانستان لوستي ولس خپل وطن په کنډواله حالت کې پرېښود. کومو شاعرانو چې د وطن د مينې لپاره لیکل کول، هماغه شاعران له وطن څخه ووتل. زما په اند د امریکا متحده ایالات او ملګري یې هر کال په ملیونونو ډالر د دې لپاره لګوي چې افغانان له زده کړو لیرې وساتي، ځکه د هغه حکومت په ۲۲ کلنه دوره کې چې د امریکا او اروپایې هیوادونو ملاتړ یې درلود، هغوی به پیلوټ ډاکټر یا انجینر ته خپل هیواد ته د ساینسي سیمینارونو لپاره بلنه ورکوله، میاشتې وروسته به یې سیاسي پناه ورکړه. په همدې خاطر ټول مسلکي ډاکټران، انجینران، پیلوټان؛ چا چې یوه ورځ له افغانستانه بهر زده کړې کړې وې، هغوی ته پناه ورکړل شوه او افغانستان یې پرېښود. اوس تاسو قضاوت وکړئ چې دوی ولې زموږ لوستو او مسلکي کسانو ته پناه ورکوي؟ دا وطن به څوک جوړوي؟ هر لوستی کس چې خپل وطن پریږدي او له دې وطن څخه تښتي، باید فکر وکړي چې مور یې پریښوده او دی لاړ. زه په دې خوشحاله یم چې هغوی له ستونزو سره مخامخ دي. دا خلک چې نن زموږ په ګاونډیو هیوادونو کې د پناه غوښتنې اسنادو ته انتظار باسي، دوی زموږ د ماشومانو وینه څښلې. ښه به وي چې حال یې له دې نه هم بدتر شي.

ځواب ورکړئ