تروريزم

طالبانو په جوزجان کې دوکانونو ته چې دوکانداران په کې دننه ویده ول، اور ورته کړ

د هدایت الله راپور

داعکس، چې د لړم په ۲۶مه یوه ورځ وروسته له هغه اخیستل شوی چې طالبانو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د اور لګونې شرارت ترسره کړ، سوزېدلي دوکانونه ښیي. [حنیف رضایي]

داعکس، چې د لړم په ۲۶مه یوه ورځ وروسته له هغه اخیستل شوی چې طالبانو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د اور لګونې شرارت ترسره کړ، سوزېدلي دوکانونه ښیي. [حنیف رضایي]

کندوز -- طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ور رسېدلو زیانونو په بدل کې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې یو شمېر دوکانونو ته اور ورته کړ چې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان په کې سخت ټپیان شول.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر وویل، وروسته له هغه چې افغان ځواکونو د مرکزي درزاب ولسوالۍ د سیمو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملیات پیل کړل، طالبانو د لړم په ۲۵مه دغو دوکانونو ته اور ورته کړ.‌

هغه وویل، طالبانو عملیات پیل کړل چې د درزاب ولسوالۍ هغه برخې ونیسي چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي، خو هغوی د افغان امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.‌

تر هغه وروسته، طالبانو د جنګ لومړۍ کرښې سره نژدې دوکانونو ته اور ور واچاوه.

هغه وویل، «د شپې له مخې، د دوکانونو مالکان او د هغوی ځینې شریکان او دوستان په دوکانونو کې ول، او کله چې دوکانونو اور واخیست، د هغوی له ډلې څخه ۱۰ کسان ژوبل شول.»

اذر وویل، مالکان د شپې له مخې په دوکانونو کې ویده کېدل چې د طالبانو له خوا له لوټلو څخه یې وساتي.

هغه وویل، امنیتي ځواکونو ونشوای کولی چې مالونه له اور څخه وژغوري، خو په پېښه کې ټپي شوي کسان روغتون ته ولېږدول شول.

درزاب ولسوالي له طالبانو څخه پاکول

د درزاب ولسوال ذبیح الله زاهد وویل، دغه پېښه د ولسوالۍ په مرکز کې چې واک یې د طالبانو په لاسې کې دی، وشوه او دغلته مخابراتي شبکې کار نه کوي.‌

هغه وویل، «مونږ ملکي خلکو ته د ور رسېدلو زیانونو ارزونه پیل کړې، او مونږ به خپلې موندنې له خلکو او اړوندو ادارو سره شریکې کړو.»

هغه زیاته کړه، «دا ولسوالي د طالبانو تر ګواښ لاندې ده،‌ او دې ته اړتیا ده چې زمونږ امنیتي ځواکونه تصفیوي عملیات لا نور پراخ کړي څو هغوی وکولی شي چې ملکي خلک د طالبانو له ظلمونو څخه وژغوري.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، «د نژدې ۹ مالکانو دوکانونه په مکمله توګه سوزېدلي، خو هغه دوکانداران چې دننه ول هغوی د ځایي اوسېدونکیو له خوا د مرستې لپاره امنیتي ځواکونو ته ور رسول شوي دي.»

هغه وویل، ځینې دوکانداران «سخت ټپیان شوي» او «امنیتي ځواکونو روغتیایي مرکزونو ته وړي دي.»

رضایي وویل، «د ترهګرو دا ناوړه کار یو غټ جرم دی، او هغوی تل داسې جنایتونه ترسره کړي دي. دا د هغوی لومړی یا وروستی ځل نه دی.»

هغه د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، د دوکانونو په سوزولو سربېره، طالبانو په دې ولسوالۍ کې د یو شمېر ملکي خلکو کورونو ته هم اور ورته کړی او د ژمي په موسم کې یې سختې اندېښنې راپورته کړي دي.‌

رضایي وویل، «ملي اردو او د کمانډو ځانګړیو قطعو په ګډه د درزاب ولسوالۍ په مرکز کې تصفیوي عملیات پیل کړي، او په وروستیو وختونو کې یې دریاخانه، چې په یو څو کلیو کې یې ۱۵۰۰ کسان ژوند کوي، له طالبانو څخه تصفیه کړې ده.»

هغه وویل، «طالبانو په دې ولسوالۍ کې کسان یرغمل نیولي، او دا چې هغوی د ملکي خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه کار اخلي، دغه کار د امنیتی ځواکونو عملیات ورو کړي دي.»

هغه وویل، د دفاع وزارت دا کمانډویان هوډ لري چې یاده ولسوالي له طالبانو څخه تصفیه کړي.‌

ظالمانه انتقام

په جوزجان ولایت کې د مدني ټولنې فعالان وایي، د طالبانو له خوا د کورونو او دوکانونو سوزول یو ظالمانه انتقام دی چې تاوان یې ملکي خلکو ته رسېږي او باید ودرول شي.‌

په جوزجان کې د مدني ټولنې یوه فعال نقیب الله حکیمي وویل، «د طالبانو دا کارونه تاوتریخوالی او یو ډول انتقام په ګوته کوي.»

هغه وویل، «دا چې طالبان په دې وارخطا دي چې حکومتي ځواکونه به هغوی ته ماتې ورکړي، دا د هغوی مورال کمزوری کوي او هغوی دې ته جوړوي چې تاوتریخوالی ترسره کړي. نن مونږ ولیدل چې هغوی خپل ځان څنګه ښیي.»

هغه وویل، «طالبان نه غواړي چې زمونږ خلک نېکمرغي او پرمختګ ترسره کړي، او له دې امله هغوی تل هڅه کوي چې ملکي خلک ژوبل کړي.»

د جوزجان د والي ویاند اذر وویل، «طالبان له تاوتریخوالي او د بشریت پر ضد له جرمونو ترسره کولو څخه پرته د بل هېڅ شي فکر نه کوي. هغوی هېڅکله هم د ټولنې یا حکومت په هکله فکر نه کوي او هېڅکله نه غواړي چې زمونږ هېواد پرمختګ وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ورځنیو خبرونو د شریکولو له امله مننه. مننه

ځواب ورکړئ

افغان نشي کولی چې نور د جنګ کړاوونه وزغمي. هغوی زمونږ خلک قرباني کوي، زمونږ کور ته اور اچوي او زمونږ ټولنې ته خفګان راوړي. مونږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو چې د مذاکراتو مېز ته سره کیني او زمونږ په هېواد کې د روانې جګړې لپاره یوه حل لاره راوباسي.

ځواب ورکړئ