مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په جوزجان ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو ډېر خطرناک مشر وواژه.
اردو وویل، د دادالله په نامه اورپکی چې د سرخابي په نامه هم مشهور وو د قرقین ولسوالۍ په شورابي کلي کې ووژل شو.
چارواکو د عملیاتو د وخت په هکله نور معلومات ور نه کړل.
اردو زیاته کړه چې له دادالله سره لږ تر لږه درې نور اورپکي هم وژل شوي دي.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.