امنیت

د لسیزو له تېرېدلو څخه وروسته لا هم د شوروي اتحاد بمونه افغانان وژني

ای اېف پي

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل څخه څلوېښت کاله -- او د هغې جګړې له پای ته رسېدلو څخه درې لسیزې وروسته -- تر اوسه هم د جګړې میراث د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خلکو ژوند اخلي. له ۱۳۷۸ کال راهیسې یوه بشردوسته اداره په ګڼ شمېر ولایتونو کې په دې کار کوي چې له جګړې څخه، چې د اوسني نسل د ځوانانو له زېږېدلو څخه مخکې تېره شوې، راپاتې شوي ناوچاودي توکي پاک کړي.‌ [نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

بامیان -- غلام محی الدین د خپل هغه ۱۴ کلن زوی په هکله د فکر کولو پرمهال سوړ اسوېلی واېست چې په پسرلي کې یوه بم چې په تېره پېړۍ کې د بامیان ولایت په غونډیو کې رالوېدلی وو، وواژه.‌

محی الدین، چې یوه ورځ یې د خپل زوی د مړي پاتې شوني وروسته له هغه چې کورته ستون نشه وموندل، وویل، «موږ پوهېدو چې غر خطرناک دی».

«موږ د ماینونو په هکله خبر وو، خو ومو نه موندل. هغه له باران څخه وروسته په نرمو شګو کې ښخ شوي وو.»

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل څخه څلوېښت کاله -- او د هغې جګړې له پای ته رسېدلو څخه درې لسیزې وروسته -- تر اوسه هم د جګړې میراث د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خلکو ژوند اخلي.

افغان ماین پاکوونکي چې د ډنمارک د ماین پاکۍ موسسې (ډي ډي جي) سره کار کوي د لړم په ۲۳مه د افغانستان په بامیان ولایت آهنګران سیمه کې د شوروي د یرغل د مودې یوه جنګي ساحه پلټي. [محمد علي شیدا/ای اېف پي]

افغان ماین پاکوونکي چې د ډنمارک د ماین پاکۍ موسسې (ډي ډي جي) سره کار کوي د لړم په ۲۳مه د افغانستان په بامیان ولایت آهنګران سیمه کې د شوروي د یرغل د مودې یوه جنګي ساحه پلټي. [محمد علي شیدا/ای اېف پي]

افغان ماین پاکوونکي چې د ډنمارک د ماین پاکۍ موسسې (ډي ډي جي) سره کار کوي د لړم په ۲۳مه د افغانستان په بامیان ولایت آهنګران سیمه کې یوه جنګي ساحه پلټي. له ماینونو څخه د سیمې د پاکېدو څخه وروسته، د ډي ډي جي کارکوونکي تللې لارې په سپین رنګ رنګوي ترڅو وښیي چې کومې سیمې خوندي دي. [محمد علي شیدا/ای اېف پي]

افغان ماین پاکوونکي چې د ډنمارک د ماین پاکۍ موسسې (ډي ډي جي) سره کار کوي د لړم په ۲۳مه د افغانستان په بامیان ولایت آهنګران سیمه کې یوه جنګي ساحه پلټي. له ماینونو څخه د سیمې د پاکېدو څخه وروسته، د ډي ډي جي کارکوونکي تللې لارې په سپین رنګ رنګوي ترڅو وښیي چې کومې سیمې خوندي دي. [محمد علي شیدا/ای اېف پي]

د ډنمارک د ماین پاکۍ موسسې (ډي ډي جي) یوه افغان ماین پاکوونکي د لړم په ۲۳مه د افغانستان په بامیان ولایت آهنګران سیمه کې د یوې جنګي ساحې د پلټنې په ترڅ کې د یوه کشف شوي ماین برخې نیولي دي.‌ تېر کال، د ماینونو او نورو چاودېدونکیو پاتې شونو له نیمو څخه ډېر قربانیان ماشومان ول. [محمد علي شیدا/ای اېف پي]

د ډنمارک د ماین پاکۍ موسسې (ډي ډي جي) یوه افغان ماین پاکوونکي د لړم په ۲۳مه د افغانستان په بامیان ولایت آهنګران سیمه کې د یوې جنګي ساحې د پلټنې په ترڅ کې د یوه کشف شوي ماین برخې نیولي دي.‌ تېر کال، د ماینونو او نورو چاودېدونکیو پاتې شونو له نیمو څخه ډېر قربانیان ماشومان ول. [محمد علي شیدا/ای اېف پي]

د محی الدین زوی مجتبی او د هغه دوه ملګري چې ۱۲ او ۱۴ کاله عمرونه یې لرل د می په ۱۷مه هغه مهال ووژل شول چې دغې ښکلې سیمې ته چې چاکلېټ رنګه غرونو سرونه یې واورو پوښلي وو د توتانو د ټولولو لپاره لاړل.

کله چې د هغوی له ډلې څخه یو هم په ورپسې ورځ راستانه نشول، محی الدین او د اهنګران په نامه د هغه د کوچني کلي اوسېدونکي یې په لټون پسې ووتل.

محی الدین وویل، «ما مې د زوی یوازې سینه او سر وموندل چې پاتې ول.»

مجتبی او د هغه ملګري د ای او - ۲.۵ آر ټي اېم په نامه وسیلې پرخچو وژلي ول.‌

شوروي ځواکونو په پراخ ډول کلستر بمونه استعمال کړي وو. هغوی په ۱۳۵۸ کې له یرغل څخه وروسته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د مړه باران په څېر وغورځول.

محی الدین ته چې ۴۴ کاله عمر لري دغه جنګ ښه په یاد دی. هغه وویل، هغه به د مجاهدینو جنګیالیو ته چې په غرونو کې به پټېدل او د شوروي ګزمو لپاره به یې کمین نیوه، چای ور وړ.‌

ماینونه پاکول

د بشري حقنو څارد ۱۳۹۵ د یوه راپور پر بنسټ، په وروستیو وختونو کې په سوریه کې هم له کلستر وسلو څخه کار اخیستل کیږي.

بشیراحمد چې د ډنمارک د ماین پاکۍ د موسسې (ډي ډي جي) د ماین پاکولو د یوه ټیم مشري کوي، وویل، «دغه تر ټولو ډېر خطرناک دی؛ هغه د لړزې په مقابل کې ډېر حساس دی.»

له ۱۳۷۸ کال راهیسې یوه بشردوسته اداره په ګڼ شمېر ولایتونو کې په دې کار کوي چې له جګړې څخه، چې د موجود نسل د ځوانانو له زېږېدلو څخه مخکې تېره شوې، پاتې شوي ناوچاودي توکي پاک کړي.‌

د بامیانو غونډۍ، چې د بودا د هغو دوه سترو مجسمو د کوربه توب له امله مشهورې دي چې په ۶مه میلادي پېړۍ کې جوړې شوي، او طالبانو په ۱۳۸۰ کې ونړولې، په پراخ ډول له ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو څخه پاکول کیږي.

د هغې چاودنې له ځای سره نژدې چې مجتبی او د هغه ملګري یې ووژل، د ډي ډي جي کارکوونکو لارې په سپین رنګ باندې رنګ کړي څو وښیي چې کومې لارې له خطر څخه پاکې دي‌.

په دغه ولایت کې د ډي ډي جي رییس حبیب نور وویل، «دا د جګړې وروستی میدان دی چې موږ یې په بامیانو کې پاکوو؛ د دې تاریخچه ۱۳۶۵ ته ور ګرځي.»

بامیان، هغه سیمه چې تر ډېره په کې شیعه هزاره ژوند کوي او په نسبي توګه هغه تاوتریخوالي نه ده متاثره کړې چې نور افغانستان یې ویجاړ کړ، به ژر په افغانستان کې د هغو ۳۴ ولایتونو له جملې څخه لومړی ولایت وي چې هلته ټولې ککړې شوې سیمې پاکې شوي دي.‌

ډي ډي جي یوازې د اهنګران په سیمه کې ۲۶ چاودېدونکې وسیلې وموندلې.

نور وویل، «موږ د خلکو د معلوماتو پربنسټ سیمه ولټوله، او هغه ځایي خلک مو وموندل چې هلته یې جګړه کړې وه.»

بې ګناه قربانیان

له آهنګران سره نژدې سیمه کې، چې ای اېف پي ترې لیدنه وکړه، ماین پاکوونکو تر شنه اسمان لاندې په داسې حال کې کار کاوه چې یو ډاکتر او یو د ټیم مشر تل ورسره مله ول.

دغه اته کسیز ټیم چې ځلېدونکې اوبرنګه زغرې یې اغوستې وې، په سیمه کې ورو ورو داسې کار کاوه چې چوپتیا یې یوازې د کارغانو چیغو او د فلزي کشفوونکیو وسیلو شور ماتاوه.

۲۶ کلنې زرخې وویل، هغې خپل لومړنی کلستر بم یو څو ورځې مخکې وموند.

هغې وویل، «زه ډېره ډاره شوې وم،» او د هغو حالاتو په هکله یې خبرې وکړې چې د دې ټیم څنګه په پام سره د دغې حساسې وسیلې شاوخوا کنده کړه او بیا یې په یوه کنټرول شوې چاودنه کې ویجاړه کړه.‌

د حکومتي شمېرنو په اساس، تېر کال ماینونو او «د جګړې نورو چاودېدونکو پاتې شونو» ۱۳۹۱ افغانان ووژل یا یې ټپیان کړل. د قربانیانو په ډله کې له نیمو څخه ډېر ماشومان ول.‌

په کابل کې د ډي ډي جي د ماین پاکۍ رییس عبدالحکیم نورزي وویل، «چاودېدونکي توکي ۱۰۰ کاله وروسته هم کار کوي. فلزي او پلاستیکي برخې به یې خرابې شي خو چاودېدونکې برخې یې نه خرابیږي.»

شورویانو زموږ ژوند راخراب کړ

د ماین پاکولو د ټیم مشر احمد وویل، هغه په دې په غوسه دی چې افغانستان اوس هم د شوروي د جګړې له امله وران ویجاړ پروت دی.

هغه وویل، «هغوی زموږ ژوند راته ویجاړ کړ. د هغوی له لاسه، موږ مجبور یو چې د ډاکترۍ یا انجنیرۍ یا معلمۍ د کار پرځای ماین پاکي وکړو،» او زیاته یې کړه چې نوموړی له ۱۳۸۲ راهیسې ماینونه پاکوي او له دغه ستړي کوونکي کار څخه نور ستړی شوی دی.

کله چې ټیم له غره څخه ښکته کېده، د ماشومانو یوه ډله یې ولیدله چې د کلي له منځني ښوونځي څخه بهر یې لوبې کولې.

۱۱ کلنه ناهیده تر خپل کوچني سپین ټیکري لاندې چې د هغې وېښتان یې پوښلي دي له شرمه ډکه موسکا کوي.

مجتبی د هغې ښه په یاد دی. هغې وویل،‌ «هغه زما د تره زوی وو. زه چې خبره شوم چې هغه مړ شوی دی ما وژړل.»

کله چې له هغې څخه پوښتنه وشوه چې آیا هغه له شورویانو سره د جنګ په هکله خبره ده، ځواب ورکړ، «زه نه پوهېږم چې بمونه له کوم ځای څخه راغلل.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که څه هم چې د افغانانو او افغانستان هیچا ته هیڅ ضرر نه وو رسېدلی خو بدبختانه چی له افغانستان سره هیچا ښه ونه کړل. شوروی اتحاد اول له خپل نفوذ څخه په استفادی داودخان دې ته جوړ کړ چی په ظاهرشاه کودتا وکړي بیا یی د خپلو اجیرانو په لاس داودخان رانسکور بیا یی خپل اجیران په خپلو کی سره واچول،‌ امین راجیګ شو تره کی یی وواژه بیا شوروی پوځیانو په خپل لاس امین وواژه. همدا لوبه اخوا ته تش په نامه اسلامي (!) پاکستان او اسلامي (!) ایران د برتانیا او امریکا تر لیډرشیپ لاندی په تش په نامه مجاهدینو وکړه، بیا یې خر طالب قدرت ته ورساوه چې خره طالب وحشتونه وکړل، پښتانه یې ووژل او لا یې وژني. اوس هم هماغه لوبی روانی دي، زمونږ وطن وران شو، خلک په ځانګړې توګه پښتانه کډه کولو ته مجبور شول، ووژل شول، توهین شول، یتیمان شول، کونډې شوې... خو د افغانانانو په وړاندې د بدبختو امریکایانو، بدبختو پاکستانیانو، بدبختو ایرانیانو، بدبختو روسانو،... د نفرت اورونه لا نه سړیږي ځکه افغانستان یې د وسلو او نورو تجارتي توکو د خرڅلاو ښه مارکیټ دی.

ځواب ورکړئ