تروريزم

په عکسونو کې: د طالبانو له خوا د بامیانو د بوتانو ورانول یاد شول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

ځایي اوسېدونکي او فعالان چې چراغونه یې په لاسونو کې نیولي د کب په ۱۹مه د یاد د ۲۰مې کلیزې په ترڅ کې د هغه پاڼ بېخ ته ولاړ دي چې یو وخت په کې صلصال بودا ولاړ وو. طالبانو د ۱۳۷۹ د کب په میاشت کې په بامیانو کې د بودا بوتان ویجاړ کړل.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه ښځه د کب په ۱۹مه د طالبانو له خوا د ویجاړولو د ۲۰مې کلیزې د یادونې د مراسمو په ترڅ کې له هغه طاق سره نږدې چې یو وخت شمامه -- د دوه بوتانو له ډلې څخه کوچنی -- په کې ولاړ وو، د عکس اخیستنې لپاره ځان جوړوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کتونکي‌ د کب په ۱۴مه له هغه طاق څخه راښکته کیږي چې یو وخت د بامیانو د بودا یو ستر بوت په کې ولاړ وو، د بوتانو د لویوالي کچه په ګوته کوي، او طالبانو ونړاوه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کتونکي‌ د کب په ۱۴مه له هغه طاق څخه راښکته کیږي چې یو وخت د بامیانو د بودا یو ستر بوت په کې ولاړ وو، د بوتانو د لویوالي کچه په ګوته کوي، او طالبانو ونړاوه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ځایي اوسېدونکي او فعالان چې د لارې د رڼا کولو لپاره یې څراغونه په لاسونو کې نیولي وو د کب په ۱۹مه د ویجاړتیا د ۲۰مې کلیزې د یادولو د مراسمو په ترڅ کې د هغه ځای بېخ ته ورغلل چې یو وخت په کې صلصال بودا ولاړ وو.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه نڅاګره د کب په ۱۹مه د ویجاړتیا د ۲۰مې کلیزې د یادولو د مراسمو په ترڅ کې له هغه ځای سره نږدې نڅا کوي چې یو وخت په کې د بامیانو د بودا بوتان ولاړ ول.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه نڅاګره د کب په ۱۹مه د ویجاړتیا د ۲۰مې کلیزې د یادولو د مراسمو په ترڅ کې له هغه ځای سره نږدې نڅا کوي چې یو وخت په کې د بامیانو د بودا بوتان ولاړ ول.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو پولیس له هغه طاق سره نږدې په پیره ولاړ دی چې صلصال -- په بامیانو کې د بودا لوی بوت -- د طالبانو له خوا ۲۰ کاله پخوا له ویجاړولو څخه مخکې په کې ولاړ وو.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو پولیس له هغه طاق سره نږدې په پیره ولاړ دی چې صلصال -- په بامیانو کې د بودا لوی بوت -- د طالبانو له خوا ۲۰ کاله پخوا له ویجاړولو څخه مخکې په کې ولاړ وو.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو عکس چې د کب په ۱۵مه اخیستل شوی د هغې سیمې یوه عمومي منظره ښیي چې یو وخت په کې د بامیانو د بودا مشهور بوتان د هندوکش غرونو په زړه کې ولاړ ول.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو عکس چې د کب په ۱۵مه اخیستل شوی د هغې سیمې یوه عمومي منظره ښیي چې یو وخت په کې د بامیانو د بودا مشهور بوتان د هندوکش غرونو په زړه کې ولاړ ول.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه هزاره ګۍ ښځه د کب په ۱۳مه د بامیانو د بودا د بوتانو په سیمه کې په یوه دالان کې خپل ټیلیفون ګوري.‌ په دغو سترو بوتانو سربېره،‌ په دې ساحه کې د لرغونو سمڅو، عبادت ځایونو او زیارتونو یوه شبکه موجوده ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د بامیانو یو اوسېدونکی غلام سخي د کب په ۱۳مه له هغې سیمې سره نږدې په خپل ټیلیفون خبرې کوي چې یو وخت په کې د بودا بوتان ولاړ ول. شل کاله مخکې طالبانو نوموړی له یوه مارکېټ څخه پورته او مجبور یې کړ چې په چاودېدونکیو توکو د دغه ځای د ډکولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي. سخي وویل نوموړی اوس هم په هغه رول باندې چې هغه یې په ترسره کولو باندې مجبور شوی وو، ځورېږي. هغه وویل، «هغه داسې یاد نه دی چې تاسو به وکولی شئ هېر یې کړئ.»

بامیان -- دوه لسیزې وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان په مرکزي غریزه بامیان ولایت کې د بودا مشهور بوتان چې له پېړیو راهیسې هلته ولاړ ول، راونړول، یو یې د لنډې مودې لپاره په مجازي بڼه راستون شوی دی.

د سې شنبې په شپه /د کب ۱۹مه/ یوه درې بعدي نوري انځور د بامیانو درې په هغه پاڼ کې تش طاق ډک کړ چې نږدې ۵۵ متره لوړ صلصال بوت، چې د هغو دوو بوتانو له جملې څخه لوی بوت وو، یو وخت د دغې سیمې دپاسه څار کاوه.

د هغه نوري انځور وړاندې کېدلو، چې د طالبانو له خوا د افغانستان د بې ساري کلتوري میراث د ویجاړولو د ۲۰مې کلیزې د یاد ورځ پرې پای ته ورسېدله، کتونکو ته د دې فرصت برابر کړ چې د تېر وخت په هکله لنډ معلومات ترلاسه کړي.

طالبانو بوتان د ۱۳۷۹ په کب میاشت کې د هغه وخت د مشر ملا محمد عمر په حکم ویجاړ کړل. دغه بوتان چې په ۴مه او ۵مه میلادي پېړیو کې په یوه کمره کې توږل شوي ول،‌ یو وخت په نړۍ کې د بودا تر ټولو جګ ولاړ بوتان ول.

کتونکي د کب په ۱۹مه په هغې سیمه کې چې یو وخت د طالبانو له خوا له ویجاړولو څخه مخکې د بامیانو د بودا مشهور بوتان ولاړ ول، د صلصال یو درې بعدي نوري انځور ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کتونکي د کب په ۱۹مه په هغې سیمه کې چې یو وخت د طالبانو له خوا له ویجاړولو څخه مخکې د بامیانو د بودا مشهور بوتان ولاړ ول، د صلصال یو درې بعدي نوري انځور ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د «یوه شپه له بودا سره» پروګرام یوې جوړونکې زهرا حسیني وویل، «موږ نه غواړو خلک دا هېر کړي چې دلته څه یو وحشیانه جنایت ترسره شوی وو.»

سیمې ته له څراغونو سره د تلونکیو خلکو په ډله کې په سلګونو کسانو برخه واخیستله او بیا د هغه پاڼ بېخ ته سره غونډ شول چې یو وخت په کې دغه بوتان د لرغونو سمڅو، عبادت ځایونو او زیارتونو له یوې شبکې سره یوځای ولاړ ول.

کله چې تیاره خپره شوه،‌ هغه طاق یوه نوري انځور ونیو چې یو وخت په کې صلصال بوت ولاړ وو. صلصال یو له جوړه بوتانو څخه وو چې یو له سترو لرغونو عجایبو څخه ګڼل کېدل.

د بامیانو یوې اوسېدونکې ګلثوم زهرا چې ۲۳ کاله عمر لري او په دغو مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «دا شېبې تاسو ته دا هم دریادوي چې موږ څومره یوه غټه خزانه له لاسه ورکړه.»

د پېړیو موجود لرغونی اثر ویجاړ شو

د افغانستان د بودا ستر بوتان له پېړیو راهیسې د بامیانو د درې دپاسه ولاړ ول چې د مغولو په یرغل او سخت چاپېریال کې تر هغه روغ پاتې ول چې د طالبانو وخت راورسېد.

طالبانو هغه وخت په نړۍ واله کچه سخته غوسه راوپاروله چې د خپلې لنډې مستبدې واکمنۍ پر وخت یې بوتان ونړول او په دې توګه یې د افغانستان له اسلام نه مخکې کلتوري میراث پر ضد وحشیانه یرغل وکړ.

بامیان، چې واورین چاپېریال او صاف اوبرنګ اسمان لري، د هغو بهرنیو سیلانیانو او د تاریخ د مینه والو لپاره یو مشهور مقصود منزل دی چې غواړي د افغانستان لرغوني میراثونه وګوري.

د ۲۰مې کلیزې غونډې د سولې هوکړې ته د طالبانو د ژمنتیا د نشتوالي په هکله هم اندېښنې راپورته کړې.

حسیني د دغه پروګرام د دایرولو د پرېکړې په هکله وویل، «همدارنګه، موږ غواړو چې د راتلونکي په هکله، او دا چې زموږ له کلتوري میراث سره به څه کېږي، اندېښنه څرګنده کړو.»

هغې وویل، داسې اندېښنې شته چې تاریخ به تکرار شي او «پاتې هنري اثار به یو ځل بیا افراطي ډلو ته په لاس ورشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالبانو له غټو غلطیو څخه یوه غلطي د بودا بوتانو نړول وو. په هغوی کې داسې منور خلک نه وو چې هغوی پوه کړي چې دا بوتان د افغانستان خزانې دي،‌ او دا سیمه یوه له داسې تاریخي سیمو څخه وه چې کېدی شي د سیلانیانو لپاره په یوه ډېره په زړه پورې سیمه باندې واوړي. د طالبانو بله غلطي دا وه چې هغوی په خپلو لیکو کې بهرنيو ته ځای ورکړ، او اسامه ته یې پناه ورکړه.‌ د طالبانو بله غلطي دا وه چې هغوی له عربي هېوادونو او پاکستان پرته له نورې نړۍ سره هېڅ اړیکې نه لرلې.‌ د طالبانو بله غلطي دا وه چې هغوی په ټولنه کې د ښځو حضور نه مانه او نجونې یې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې کړې وې. له دغو څلورو غلطیو پرته چې ما ذکر کړې، نور طالبان له هغوی نه مخکې حکومتونو او له هغوی نه وروسته رژیم نه بهتر دي.‌ په بل عبارت، د طالبانو د اسلامي امارت رژیم له یادو څلورو غټو غلطیو پرته چې پاس ذکر شوې نور په ۱۳۵۲ کې د داودخان له کودتا راهیسې، په ځانګړې توګه د امنیت او د اداري او اخلاقي فساد په پام کې نیولو سره تر ټولو ښه نظام وو.‌

ځواب ورکړئ