کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې ښایي په بامیانو ولایت کې د بودا د هغو دوه تاریخي مجسمو له جملې څخه د یوې د بیارغونې کار ژر پیل شي چې طالبانو ویجاړې کړې وې.
د خامه پرېس د راپور له مخې، د بامیانو والي محمد طاهر ظاهر د یکشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۱مه) وویل، کارپوهان چې د جرمني په مونیخ کې راغونډ شوي ول په وروستیو کې یې پرېکړه وکړه چې دویمه لویه مجسمه، چې ۳۵ متره اوږده وه او شمامه بودا نومېده، بیا ورغوي.
طالبانو د بودا مجسمې د ۲۰۰۱ کال په مارچ کې په توپونو او ماشین ګنو وویشتلې.
د بودا د لویې مجسمې د بیارغونې د پلانونو په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.