کډوالان

په ۲۰۱۸ کې له ایران څخه ریکارډ شمېر افغان کډوال وطن ته راستانه شوي دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د هغو افغانانو بهیر، چې مجبور کړای شول چې له ایران څخه راوځي، په ۲۰۱۸ کې په یوه سېلاو بدل شو، چې ریکارډ شمېر -- نژدې ۸۰۰۰۰۰ کسان -- په کې بېرته راستانه شول. [عارف کریمي، راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

هرات -- د هغو افغانانو بهیر، چې د ایران په پرېښودلو مجبور کړای شوي ول، په ۲۰۱۸ کې په یوه سېلاو بدل شو،‌ چې د ۸۰۰۰۰۰ ریکارډ شمېر کسان په کې افغانستان ته بېرته راستانه شول.

په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان (آی او اېم) د ماموریت مشر، لارېنس هارت وویل، د دغو ۷۷۳۱۲۵ پخپله خوښه راستنو شویو او په زور را اېستل شويو کسانو شمېر له هغه شمېر څخه ۶۶٪ ډېر وو چې په ۲۰۱۷ کې راستانه شوي او اندېښنه شته چې دا بهیر به دوام وکړي.

هغه ای اېف پي ته وویل، «دا دلیل، چې خلک ولې بېرته راځي، له دې امله دی چې د ایران په شمول په سیمه کې اقتصادي فرصتونه کم شوي دي،»

د ۲۰۱۸ کال شمېر له هغه وخت راهیسې، چې آی او اېم افغانستان ته د راستنېدونکیو د شمېر ثبتول پیل کړي، تر ټولو لوړ شمېر دی.

افغان اتباع د جنورۍ په ۲مه له ایران څخه له راستنېدا وروسته په هرات کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان (آی او اېم) د ټرانزیټ مرکز ته رارسېږي. د هغو افغانانو بهیر، چې مجبور کړای شول چې له ایران څخه راوځي، په ۲۰۱۸ کې په یوه سېلاو بدل شو -- چې نژدې ۸۰۰۰۰۰ کسان -- چې ریکارډ شمېر یې جوړاوه، بېرته راستانه شول. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغان اتباع د جنورۍ په ۲مه له ایران څخه له راستنېدا وروسته په هرات کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان (آی او اېم) د ټرانزیټ مرکز ته رارسېږي. د هغو افغانانو بهیر، چې مجبور کړای شول چې له ایران څخه راوځي، په ۲۰۱۸ کې په یوه سېلاو بدل شو -- چې نژدې ۸۰۰۰۰۰ کسان -- چې ریکارډ شمېر یې جوړاوه، بېرته راستانه شول. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

راستانه شوي افغانان د جنورۍ په ۳مه له ایران څخه له راستنېدا وروسته په هرات ولایت کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان په یوه ټرانزیټ مرکز کې سباناری کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

راستانه شوي افغانان د جنورۍ په ۳مه له ایران څخه له راستنېدا وروسته په هرات ولایت کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان په یوه ټرانزیټ مرکز کې سباناری کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

مریم، چې ۳۵ کاله عمر لري، او د هغې درې زامن د اګست په ۱۸مه په هرات ولایت کې د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. ایراني مقاماتو دغه کورنۍ را اخراج کړې وه. [ناصر صالحي]

مریم، چې ۳۵ کاله عمر لري، او د هغې درې زامن د اګست په ۱۸مه په هرات ولایت کې د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. ایراني مقاماتو دغه کورنۍ را اخراج کړې وه. [ناصر صالحي]

د دې په پرتله،‌له پاکستان څخه،‌ چې په ۱۹۷۹ کې د شوروي د تجاوز له وخت راهیسې ډېر شمېر اوسېږي، له ۳۳۰۰۰ څخه لږ افغانان راستانه شوي دي.

افغانان، له کلونو راهیسې قاچاقچیانو ته پيسې ورکوي چې له ایران سره له سرحد څخه یې، چې ډېرې لارې په کې دي،‌ تېر کړي څو هلته بهتر کاري فرصتونه پيدا کړي او خپلې کورنۍ پرې، چې ډېرې سختۍ ګالي، حمایه کړي.

هغوی قاچاقچیانو ته سړي سر د ۲۲۷۷۷ او ۳۷۹۶۲ افغانیو (۳۰۰ او ۵۰۰ ډالرو) تر منځ پیسې ورکوي چې په دې توګه دا په یوه څو میلیون ډالري کاروبار باندې اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د حکومتي احصایو په اساس د سپتمبر په میاشت کې وویل، چې په ایران کې اټکل له ۱.۵ څخه تر ۲ میلیونو پورې «بې اسناد» افغانان ژوند کوي.‌

دا شمېر په هغو یو میلیون افغانانو دپاسه دی چې د کډوالو په توګه ثبت شوي دي.‌

د ډېرو کډوالو کورنۍ هغه کروندګر دي چې په افغانستان کې په یاد موجودې تر ټولو سختې وچکالۍ ځپلي، او د ۱۷ کلنې جګړې بدمرغۍ هم ورسره یوځای شوي چې د هغو مرستو زور ویلې کوي چې هغوی یې له بهرنیو هېوادونو څخه ترلاسه کوي.

'زه به هېڅکله بیا ایران ته لاړ نشم'

محمد سرور، چې ۳۹ کاله عمر لري او څلور میاشتې یې د یوه کارګر په توګه کار کاوه او بیا ایراني پولیسو ونیو او را ویې شاړه، وویل، «په افغانستان کې کاري فرصتونه نه وو نو زه د کار لپاره ایران ته لاړم،»

هغه په هرات کې د آی او اېم له ګڼه ګوڼې ډک ټرانزیټ مرکز کې وویل،‌ «که زه وکولی شم چې دلته یو څه پیسې پيدا کړم، زه به بیا هېڅکله هم ایران ته لاړ نشم،»

عبدالحیکم، چې ۳۸ کاله عمر لري، له یوې میاشتې لټون څخه وروسته چې سمه هلته یوه وظیفه پیدا کړه، ونیول شو او را واېستل شو. هغه له یوه نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دی ځکه چې هغه هڅه کوي چې خپله مېرمن او درې کوچني ماشومان وپالي.

ځینې، لکه نصرالدین چې ۷۵ کاله عمر لري، افغانستان ته تش لاس راستانه شوي دي.‌

هغه وویل، «ما هلته پنځه میاشتې وخت تېر کړ، خو پولیسو زه ونیولم،» او زیاته یې کړه، «له ما سره هېڅ پیسې نشته.»

نژدې نیم راستانه شوي کسان -- ۳۵۸۰۶۵ -- پخپله خوښه وروسته له هغه افغانستان ته راستانه شول چې ویې لیدل چې د هغوی ګټلې پیسې ارزښت له لاسه ورکوي او کاري فرصتونه شتون نه لري.‌

تېر کال، ایراني ریال د ډالر په مقابل کې خپل نژدې نیم ارزښت له لاسه ورکړ.‌

غیر انساني کارونه

په ایران کې افغان کډوال همدارنګه د ځایي مقاماتو له خوا له ظالمانه چلند سره د مخامخ کېدا راپورونه ورکوي.

د مثال په توګه،‌یوه ویډیو، چې ایراني پوله ساتي په داسې حال کې ښیي چې له افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک ناوړه چلند او د هغوی سپکاوی کوي،په وروستیو کې ټولنیزو رسنیو ته راووتله، چې د افغانانو تر منځ یې سخت انتقاد او د خلکو قهر راوپاراوه.

په دغه ویډیو کې افغان کډوال په داسې حال کې ښودل کیږي چې په یوه کتار کې ولاړ دي او ایرانی پوله ساتی د هغوی هر یو پر مخ په څپېړه وهي.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په ۲۰ مه په کابل کې د ایران سفارت ته په یوه لیک کې وویل، دا ویډیو «د ځینې افغان کډوالو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د قانون نافذوونکیو د نامناسب، سپکوونکي او له کرکې څخه ډک چلند شاهدي ورکوي،»

د ډسمبر په ۲۳مه، وزارت په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال احضار کړ چې د ویډیو په هکله ورسره خبرې وکړي.‌

وزارت وویل هغه «په ایران کې د دغو افغان کډوالو وهل او سپکول وغندل او دغه عمل یې غیرانساني وباله».

په هرات کې د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس احمد جاوېد نادم سلام ټایمز ته وویل، «په ایران کې د افغان کډوالو وضعه ډېره د اندېښنې وړ ده،»

'مونږ له دوزخ څخه راتېر شوو'

له ایران څخه را اېستل شویو نورو افغان کډوالو وویل چې له هغوی سره ناوړه چلند وشو.

د هرات یوه اوسېدونکي نادر طاهري، چې ۳۱ کاله عمر لري او په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی دی، وویل، «د ایران امنیتي ځواکونو له مونږ سره د حیواناتو په څېر چلند وکړ او سخت یې ووهلو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی له مونږ نه کالي واېستل او څو ساعته یې په یوه ځای کې ایسار کړو،»

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکي عبدالرزاق ایوبي، چې ۲۹ کاله عمر لري، له ایران څخه راوتلی او اوس په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي، وویل، «هغوی مونږ ووهلو او کنځلې یې راته وکړې،»

هغه یادونه وکړه چې، «هغوی ان کوچني ماشومان ډېر سخت او دومره ووهل چې د هغوی لاسونه او پښې یې ورته مات کړل،»

د هرات یوه بل اوسېدونکي،‌ حبیب الله، چې ۲۶ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د هغو ماشومانو غږونه اورېدل چې له مونږ سره ول او په هغوی د ایراني عسکرو له خوا د جنسي تېري په وخت کې یې چیغې وهلې. مونږ له دوزخ څخه راووتلو او هره شېبه مونږ مرګ د خپلو سترګو په وړاندې ولیده.»

په دې ناوړه چلند سربېره، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونه وخت په وخت د ایران د اقامې د ورکړې په شمول د بېلابېلو فشاري تکتیکونو، ډارونې،‌ مالي تشویقاتو او تشو وعدو په کارولو سره په زرګونو بې وزلي افغانان دې ته هڅوي چې په سوریه کې وجنګیږي او هلته مړه شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران د خلکو او چارواکو د ناوړه چلند په هکله د داسې غلطو راپورونو په خپرولو سره، تاسو د ترهګرې امریکا لپاره خپل غټ خدمت ثابت کړی دی.

ځواب ورکړئ

د افغان کډوال یا افغان مهاجر اصطلاح غلطه ده بلکې دا په انګلیسي کې هم صحیح نه ده.‌ دا اصطلاح اصلا په اول کی پاکستانیانو د هغو افغانانو لپاره وکاروله چی پاکستان ته ورکډه شوي ول او د Afghan refugees په نامه یې یاد کړل ځکه چې هلته هندي مهاجر هم ول. افغاني مطبوعات باید د افغان کډوال پر ځای د کډوال افغانان اصطلاح وکاروي چې په دې اساس افغانان په دوه ډلو وېشل کیږي چې په کور مېشت افغانان او کډوال افغانان. مننه

ځواب ورکړئ