روغتیا

د بلخ ښځې له ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره یوګا او سپورټونو ته مخه کوي

د محمد قاسم راپور

دوه کاله مخکې، افغانو ښځه کولی شوای چې په ښکاره د یوګا تمرین وکړي. فخریه ممتاز چې ۴۳ کاله عمر لري (منځ کې) او په کابل کې د ښځو لپاره د یوګا د لومړني مرکز روزونکې او بنسټګره ده، د ۱۳۹۹ د چنګاښ په ۱ د کابل په لمنه کې د غونډۍ په سر د حاجي نبي ښارګوټي کې د یوګا په یوه ناسته کې برخه اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دوه کاله مخکې، افغانو ښځه کولی شوای چې په ښکاره د یوګا تمرین وکړي. فخریه ممتاز چې ۴۳ کاله عمر لري (منځ کې) او په کابل کې د ښځو لپاره د یوګا د لومړني مرکز روزونکې او بنسټګره ده، د ۱۳۹۹ د چنګاښ په ۱ د کابل په لمنه کې د غونډۍ په سر د حاجي نبي ښارګوټي کې د یوګا په یوه ناسته کې برخه اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

مزارشریف -- له ذهني فشار او هغې پرېشانۍ څخه د خلاصون د هڅو په لړ کې چې د ښځو په ازادیو باندې له زیاتېدونکیو محدودیتونو څخه رامنځته شوي دي، په بلخ ولایت کې ښځې هیله لري چې که وکولی شي بیا د ورزشونو له لارې ارامي ترلاسه او فزیکي فعالیتونه ترسره کړي.

د یوګا یو ګروپ، چې تقریبا ۴۰۰ ښځې او نجونې په کې په مزارشریف کې د هندوستان په کنسولګرۍ کې راټولېدلې، وروسته له هغه چې د تېر یونیم کال په موده کې یې د غړو شمېر یواځې ۱۵ تنو ته راکم شو، اوس د خپلو کتنو لپاره د استوګنې یوه کور ته لېږدېدلی دی.

عسل سلحشور چې ۲۴ کاله عمر لري، وویل چې هغوی د یوګا ګروپ څلور کاله مخکې د کنسولګرۍ په مرسته پيل کړ.‌

هغې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې په دې هکله چې چېرې او کله تمرین کوي، د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه، وویل، «پخوا تقریبا ۴۰۰ نجونو په مزارشریف کې د یوګا تمرین کاوه، خو اوس هغه شمېر ۱۵ ته راکم شوی او موږ د استوګنې په یوه کور کې په پټه تمرین کوو.»

له کور څخه بهر د افغان ښځو په فعالیتونو باندې د زیاتېدونکیو محدودیتونو له امله، د شاوخوا ۱۵ ځوانو ښځو یوه ډله په پټه د مرغومي په ۶مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په یوه کور کې د یوګا تمرین کوي. [عکاس: همایون جعفري]

له کور څخه بهر د افغان ښځو په فعالیتونو باندې د زیاتېدونکیو محدودیتونو له امله، د شاوخوا ۱۵ ځوانو ښځو یوه ډله په پټه د مرغومي په ۶مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په یوه کور کې د یوګا تمرین کوي. [عکاس: همایون جعفري]

یوګا په زرګونو کاله مخکې په هندوستان کې رامنځته شوې، او په وروستیو کالونو کې یې په افغانستان کې هم مینه وال زیات شوي دي.

سلحشور وویل، «یوګا د ذهني او رواني فشارونو د ارامولو لپاره ډېره اغېزناکه ده.»

هغې وویل، «ما چې د یوګا تمرین کاوه ما په ځان کې ډېر زیات ذهني او فزیکي تغیرات احساس کړل، او دغه تمرین ماته پوره ذهني ارام راکړ.»

سلحشور وویل،‌ اوس چې ښځې نور اجازه نه لري چې په ښکاره د یوګا تمرین وکړي، د هغې ذهني روغتیا خرابه شوې ده.

په مزارشریف کې د یوګا یوې بلې تمرین کوونکې حبیبې جسور چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، «یوګا یو ښه ورزش دی. اعتماد په نفس ته وده ورکوي او په ځانګړې توګه زموږ په ټولنه کې ډېر مهم دی، چې سړي په کې د ښځو په اړه یو دودیز نظر لري او فکر کوي چې ښځې باید هغوی ته مطیع وي.»

هغې وویل، «ښځې او نجونې باید وکولی شي چې کار او پرمختګ وکړي او هغوی باید د ښځو په هکله د سړیو ډېر تنګ نظر بدل کړي.»

هغې وویل، «سپورټونه اسلامي او افغاني ارزښتونه نه ماتوي. موږ غواړو چې په ټولنه کې یو رول ولرو، او په عین حال کې اسلامي حجاب هم مراعتوو.»

سپورټونه ژوند او ټولنې ته وده ورکوي

په مزارشریف کې د یوګا یوې ښوونکې خالدې نجمي چې ۳۲ کاله عمر لری، وویل، په داسې حال کې چې نجونې او ښځې تر سخت ذهنی او رواني فشار لاندې دي، سپورټونه او په ځانګړې توګه یوګا کولی شي چې له هغوی سره په ټولنیزو ستونزو باندې برلاسي کې مرسته وکړي.

هغې وویل، «هغه افغانې ښځې او نجونې چې له سپورټونو سره مینه لري هغوی له ګڼ شمېر ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو سره مخامخ دي، خو موږ به هېڅکله هم تسلیم نشو او غواړو چې له خپلو مشروع حقونو څخه دفاع وکړو.»

هغې وویل، د سپورټونو تمرین کولی شي چې له تقریبا ۹۰٪ ښځو سره چې په کور کې وخت تېروي، غیرفعالې او بې کاره دي، مرسته وکړي.

نجمي وویل، سپورټ کولی شي چې د هغوی په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي، او له مقاماتو څخه یې وغوښتل چې ښځو ته اجازه ورکړي ترڅو فرصتونه ترلاسه کړي او په سپورټونو او ټولنیزو فعالیتونو کې ښکېلې شي.

په مزارشریف کې د خدابخش رضایي په نامه یوه ۳۶ کلن بدن جوړوونکي وویل،‌ په ټولنه کې د ښځو رول مهم دی او هغوی هم دا حق لري چې سپورټ وکړي.

هغه وویل، «ښځو د افغانستان لپاره په ورزشونو کې غټې لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي. له دې امله د ښځو ورزشونه یوه اړتیا ده او باید چې دوام ومومي.»

رضایي وویل، د ښځو پرمختګ د ټولنې او په مجموع کې د یوه هېواد پرمختګ ته لاره هواروي، او غوښتنه یې وکړه چې د ښځو په ازادیو باندې لګېدلي بندیزونه دې پورته کړای شي.

د بلخ د سپورټ آمریت مالي مدیر پردېس دهقانزوی وویل چې د هغه اداره هڅه کوي چې د ښځو د ورزشونو لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کړي.

هغه وویل، «موږ هڅه کوو چې په مزارشریف کې د ښځو لپاره سپورټي لوبغالي او جمنازیومونه جوړ کړو څو هغوی وکولی شي چې د پخوا په څېر د سپورټونو ترسره کولو ته دوام ورکړي.»

دهقانزوی وویل، «اوس سړي هره ورځ د بېلابېلو فدراسیونونو لپاره د سپورټونو په کولو کې بوخت دي. که موږ د ښځو لپاره بهتر فرصتونه رامنځته کړو، د هغوی سپورټي فعالیتونه به هم په ښه توګه بیا پيل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خو حقیقت دی، چې سپورت زهني بوج راکموي، خو د اوس لپاره ورځې تربلې پر ښځو محدودیتونه وضعه کېږي او د ازادۍ حق ترې اخیستل کېږي، چې دا به په تاریخ کې ولیکل شي، چې په یو ویشتمه پېړۍ کې داسې مخلوق هم و، چې یواځې یې له میرمنو سره دښمني پاله له. په وسني وخت کې له میرمنو او نارینو دواړو د کار کولو او د بیان د ازادۍ حق اخیستل شوی دی. هیڅوک له ډاره غږ نه شي پورته کولی !

ځواب ورکړئ

سپورټ د ژوند کولو او ژوندی پاتې کېدو مهم اړخ دی. که هر ډول سپورټ وي، ښه ده چې وشي. یوګا د هند اوسېدونکي ډېر کوي. ښه سپورټ دی. که حقیقت و وایم، زما هم خوښ دی.

ځواب ورکړئ

د طالب چارواکو له خوا د ښځو شخصي فعالیتونه محدود شوي نه دي. په ښځو باندې د طالبانو محدودیت دا دی چې په دولتي ادارو کې کار ونه کړي او ښځې له زده کړو او تعلیم څخه ایسارې کړي. ښځې کولای شي په ازاده توګه ورزش وکړي، د کابل ښار او ولایتونو په بازارونو کې په ازاده توګه پېر او پلور کولی شي. د ښځو فعالیتونه د پخوا په څیر دي. په لباس کې د پخوا په پرتله هیڅ توپیر نشته. زما په اند د طالبانو نظریه دا ده چې ښځې باید یوازې زده کړې ونه کړي. په هرصورت، د نارینه وو د زده کړې لپاره مناسبې اسانتیاوې نشته. د چا په شخصي ژوند کې لاسوهنه ښه کار نه دی. د یوې ظالمانه پریکړې له امله د سم نیمو افغان وګړو ژوند تباه کول ښه کار نه دی. هغوی اجازه لري چې بازار ته لاړ شي، هغوی اجازه لري چې ورزش وکړي، هغوی اجازه لري چې خپل شخصي کار وکړي، لاکن هغوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې درس او زده کړه وکړي. پوښتنه دا ده چې ولې؟ موږ د افغانستان د اسلامي امارت د قوانینو تابع یو، خو اسلامي امارت باید د افغانستان ښځو ته درناوی وکړي، ځکه د دې جګړو قربانیان اکثره هغه ښځې دي چې خپل خواږه بچیان یې له لاسه ورکړي دي. ډیری بې وزلې ښځې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکي دي او هغوی د خپل میاشتني عاید څخه د خپلو ماشومانو لپاره خواړه چمتو کوي.

ځواب ورکړئ

یوګا د نورو تمرینونو په څېر پوستکي، تنفس کولو او د بدن حرکاتو لپاره ګټور تمرین دی. دا چې اوس د بندیزونو او محدودیتونو خبره ده؛ نو داسې هم نه ده چې یوګا ځانګړی ځای غواړي بلکې استادان یې کولی شي چې د مکان په تغیر سره خپلو شاګردانو ته هر وخت او په هر ځای کې تمرین ورکړي، چې دې سره به هم خپله استادانې او هم به یې شاګردانې د ارام ساه اخلي. ما یو ځای لوستي و چې ذهن څه سره یو ځل عادت شو؛ هغه که ډېر مفید شی هم نه وي خو په کولو/خوړولو/بویولو/څکلو یې انسان د ارام ساه اخلي. مثال زه په انرژي څکلو عادت یم. په دې هم باوري یم چې له ګټې یې راته تاوان زیات دی خو که هره ورځ یې ونه څکم د سردرد او ناراحتۍ حس کوم. دا چې زه ورسره عادت یم نو د انرژي په څکلو ښه یم. همداسې یوګا هم ده. نو که د یوګا د کولو امکانات نه وي برابر ښه ده چې دا مېرمنې د خپل ښه صحت لپاره په کور کې ځیني حرکات ترسره کړي، چې دې سره به یې صحت روغ او له ډیپرېشن څخه په امن کې وي.

ځواب ورکړئ

د انرژي څښاکونو څښل د صحت لپاره ډېر تاوان لري. که ستا عادت هم وي، پرې یې ږده. یو وخت ما هم د ریډ بول انرژۍ د څښلو عادت درلود، دا تقریبا ۵ کاله مخکې و. هغه وخت ما د مازدیګر وخت کې له کار نه خلاصېدلو څخه وروسته یو بوتل ریډبول یا مانسټر انرژي څښله، خو یوه ورځ یوه ملګري راته وویل چې دا کار نور ونه کړم. ما ورته وویل چې زه ورسره عادت شوی یم، هغه راته وویل چې څو ورځې په ځان تکلیف تېر کړه، ستا بدن پخپله داسې قوه جوړوي چې ستا ستړیا ورسره په یو یا دوه ساعتونو کې له منځه ځي. له هغه وروسته ما هم د انرژۍ څښل پرېښودل.‌ اوس یې په میاشت کې هم یو ځل نه څښم. پاتې شوه د یوګا خبره. یوګا او نور سپورټونه لکه فوټبال، ولیبال، کرکټ، جیم، کراته... دا ټول د صحت لپاره ډېر مفید دي. له سلام ټایمز نه مننه چې وخت په وخت د ګټورو موضوعاتو په هکله لیکنې کوي.

ځواب ورکړئ

یوګا او نور سپورټونه نه یوازې د ښځو بلکې د نارینه وو لپاره هم ضروري دي. له سپورټ سره بدن وده کوي، د معافیت سیستم ورسره قوي کیږي چې په نتیجه کې یې د مرضونو په مقابل کې د بدن مقاومت ډېرېږي. ځینې خلک فکر کوي چې د ورځې په جریان کې په کار کې عادي ګرځېدل یې د سپورټ ځای نیسي، لاکن دا خبره صحیح نه ده. په عادي کار کې مثلا قدم وهلو کې یوازې پښې فعالیت کوي، د یوه شي په انتقالولو کې لاس او پښې حرکات کوي لاکن دغه حرکت محدود وي. په داسې حال کې چې په منظم سپورټ کې د بدن ټول غړي حرکت کوي، غښتلي کیږي او مقاومت یې زیاتېږي. هیله ده جې حکومت نه یوازې نارینه وو بلکې ښځو ته هم فرصت برابر کړي چې سپورټونه وکړي. یوه موضوع چې ماته احمقانه او د بې عزتۍ ښکاري هغه د هندوستان په کنسولګرۍ کې د افغانو ښځو ټولېدل دي. دا کار له افغاني عنعناتو سره مخالف دی. دوی کولای شوای چې یو بل ځای یې پیدا کړی او هلته یې د یوګا تمرین کړی وای، لاکن د یوه بهرني هېواد په سفارت یا کنسولګرۍ کې ناسته او ټولېدل بد کار دی.‌

ځواب ورکړئ