امنیت

ترهګرې ډلې له اقتصادي ستونزو څخه د جذب لپاره ناوړه ګټه پورته کوي

لیکوال: محمد قاسم

افغان نارینه د ۲۰۲۶ کال د مۍ په ۱۳مه لمرناستي سره د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په یوه کرونده کې د وربشو ګېډۍ د درمد لپاره لږېدوي. [عاطف آرین/د فرانسې خبري آژانس]

افغان نارینه د ۲۰۲۶ کال د مۍ په ۱۳مه لمرناستي سره د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په یوه کرونده کې د وربشو ګېډۍ د درمد لپاره لږېدوي. [عاطف آرین/د فرانسې خبري آژانس]

ترهګرې ډلې لکه القاعده له اقتصادي ستونزو او ټولنیزو کمزورتیاوو څخه د جلب او جذب لپاره ګټه پورته کوي.

دا ډلې د ژوند په شرایطو کې د بهبود راوستو پر ځای خپل ایډیالوژیک او عملیاتي اهداف تعقیبوي.

د ناامېدۍ او سختیو له لارې عاطفي لاسوهنه لا هم د دغو شبکو له خوا د جلب او جذب یوه مهمه ستراتیژي ده.

افغانستان لا هم له سختو اقتصادي ننګونو، لوړې کچې بېکارۍ، او د ورځني ژوند د فرصتونو له کمښت سره مخ دی.

ډېری کورنۍ د خوړو، هستوګنې، روغتیايي خدمتونو، او د خپلو ماشومانو د زده کړو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې په دا ډول شرایطو کې افراطي ډلې زیان منونکي کسان، په ځانګړي ډول بېکاره ځوانان، د تبلیغاتو او د جلب او جذب د هڅو له لارې هدف ګرځوي..

د ترکیې په انقره کې مېشت سیاسي شنونکي، سید منصور صمدي وویل چې دا ډلې په دوامداره توګه له ستونزو څخه ناوړه استفاده کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې کاري فرصتونه محدود وي او کورنۍ د ورځني ژوند له ستونزو سره مخ وي، ځینې کسان ښايي د افراطي ډلو د مالي ژمنو پر وړاندې ډېر زیان منونکي وي.»

خو تجربې ښودلې ده چې دا ډلې له جلب وروسته کسان د خپلو سازماني اهدافو لپاره کاروي او د ټولنې اقتصادي ستونزو ته هېڅ رښتینې حللاره نه وړاندې کوي.

هغه وویل چې مالي ژمنې او تبلیغات کېدای شي په لومړي سر کې د پام وړ څرګند شي، خو اصلي موخه یې اقتصادي بهبود نه دی.

اقتصادي اختلال او د جلب او جذب ستراتیژۍ

د ترهګرو ډلو فعالیتونو په وروستیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ته د پام وړ زیان رسولی دی.

شنونکي یادونه کوي چې روان تاوتریخوالي او بې ثباتۍ پانګونه کمزورې کړې، د سوداګریزو فعالیتونو کچه یې ټیټه کړې، او د زیربناوو پراختیا یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.

په پایله کې، کورنۍ د عوایدو له کمښت، د بېکارۍ له زیاتوالي، او د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

په اتریش کې مېشت د نړیوال تروریزم شنونکي، فواد صدیقي سلام ټایمز ته وویل چې د بې وزلۍ پر بنسټ جلب او جذب یو عام تکتیک دی.

هغه وویل، «ترهګرې ډلې عموماً هڅه کوي ځان د خلکو ملاتړي وښيي، خو په عمل کې جذب شوې سرچینې او بشري پانګه د خپلو امنیتي او ایډیالوژیکو اهدافو لپاره کاروي.»

هغه زیاته کړه چې دا ډلې اقتصادي ستونزې د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره، د تبلیغاتو په توګه کاروي، خو د دوی ملاتړ لنډمهاله او د افراطي جوړښتونو په بشپړ اطاعت پورې تړلی وي.

اقتصادي رکود

کارپوهان استدلال کوي چې خپله تروریزم په افغانستان کې د اقتصادي رکود یو مهم لامل دی.

ناامني پانګونه پیکه کوي، کاري فرصتونه محدودوي، او په بېلابېلو سکتورونو کې پراختیايي پروژې له خنډ سره مخ کوي.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد، غلام محمد شعبان باور لري چې ناامني او اقتصادي رکود په مستقیم ډول سره تړلي دي.

هغه وویل، «هېڅ اقتصاد نشي کولی په ناامنه او بې ثباته چاپېریال کې په دوامداره توګه وده وکړي. د ترهګرو ډلو فعالیتونه نه یوازې د ملکي خلکو ژوند ګواښي، بلکې اقتصادي فرصتونه له منځه وړي او د پراختیا بهیر له خنډ سره مخ کوي.»

شنونکي خبرداری ورکوي چې دا حالت یوه داسې خطرناکه کړۍ رامنځ ته کوي چې پکې ستونزې د زیان مننې لامل ګرځي ، او تاوتریخوالی د اقتصادي رکود د لاژورتیا لامل ګرځي.

د دې کړۍ ماتول د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو، د ښوونیزو سیسټمونو پیاوړتیا، د ټولنې ملاتړ، او د پراختیايي پروګرامونو پراختیا ته اړتیا لري.

د روان کال په پیل کې، د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود تروریزم د هېواد د اقتصادي کړاو اصلي سرچینه وبلله..

هغه له الجزیرې سره په مرکه کې وویل چې د عراق او سوریې اسلامي دولت (داعش) او الشباب ډلې په مستقیم ډول د سومالیا د خلکو د ورځني ژوند او امنیت د له منځه وړلو مسؤلې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500