امنیت

په ساحل کې مېشتې افراطي ډلې له هغه بحران څخه ګټه اخلي چې خپله يې رامنځ ته کوي او په افريقا کې د نارضایتیو پراختیا ته لمن وهي

لیکوال: عمران

يوه مالي کډواله کورنۍ چې د جماعت نصرت الاسلام والمسلمين (جناو) له لوري د لګول شوې محاصرې له امله يې خپل ښار پرېښی، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په څلورمه نېټه د فصاله په دوانکارا سرحدي نقطه کې موريتانيا ته تر اوښتو وروسته دمه کوي. [انځور: MICHELE CATTANI / AFP]

يوه مالي کډواله کورنۍ چې د جماعت نصرت الاسلام والمسلمين (جناو) له لوري د لګول شوې محاصرې له امله يې خپل ښار پرېښی، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په څلورمه نېټه د فصاله په دوانکارا سرحدي نقطه کې موريتانيا ته تر اوښتو وروسته دمه کوي. [انځور: MICHELE CATTANI / AFP]

جماعت نصرت الاسلام والمسلمين (جناو)، چې په افريقا کې په القاعدې پورې تړلې ډله ده، د خلکو له نارضايتي څخهد خپلې اغېزې د پراختیا لپاره کار اخلي.

جناو د نا امنۍ، ګډوډۍ او اقتصادي فشارونو په رامنځ ته کولو سره پر دولتي ادارو د خلکو باور کمزوری کوي او بيا له هغو ستونزو ګټه پورته کوي چې خپله يې په قصدي ډول رامنځ ته کړې دي.

د دوی په کړنو کې د لارو بندول، د لومړنيو توکو د لېږد مخنيوی او د هغو بنسټيزو زېربناوو ويجاړول شامل دي چې د ملکي وګړو د ژوند او اقتصادي ثبات لپاره حياتي ارزښت لري.

د مالي د پلازمېنې باماکو څو مياشتنۍمحاصره یوه روښانه بېلګه ده چې دا ډله څنګه د کړاو او فشار په جوړولو سره د خلکو نارضايتي پاروي او بې ثباتۍ ته لمن وهي.

ښار ته غځېدلې اصلي لارې وتړل شوې، د سون توکو رسونه مختل شوه او اوسېدونکي د اوږدې مودې بحران پر مهال له سختو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ شول.

د ښوونځيو، پلونو، سړکونو، د برېښنا د ستنو او مخابراتي پایو ويجاړول دولتونه لا کمزوري کوي او خلک له لومړنيو خدمتونو بې برخې کوي.

نارضايتي رامنځ ته کول

کله چې په ليرې پرتو سيمو کې د دولت واکمني کمزورې شي، جناو هڅه کوي ځان د بديل په توګه وړاندې کړي، خو په ورته وخت کې د وېرې له لارې خلک اړ باسي چې اطاعت یې وکړي.

په نيمروز کې مېشت پوځي شنونکي حمزه بلوچ وويل، «په ځينو افريقايي هېوادونو کې د عامه نارضایتۍ يو مهم لامل د القاعدې فعاليتونه دي.»

هغه زياته کړه، «په دې ډلې پورې تړلو کسانو د دولت واک کمزوری کړی، نا امني يې رامنځ ته کړې او د عامه خدمتونو وړاندې کول يې ټکني کړي دي.»

دا ډله همدارنګه د ساحل سيمې د حکومتونو پر ضد څنډې ته شوې قومي ټولنې پاروي او ادعا کوي چې ګواکې د هغوی د حقونو او ګټو دفاع کوي.

د وېرې او ګډوډۍ په خپرولو سره، جناو ملکي وګړي تر فشار لاندې راولي ترڅو د دوی ملاتړ وکړي او ټولنې د خپلو موخو لپاره د ډال په توګه کاروي.

په هرات کې سياسي شنونکي جواد حکاک وويل، «په القاعدې پورې تړلې ډلې په افريقا کې د بحرانونو او نا اراميو اصلي لاملونه دي.»

هغه وويل، «دا ترهګر حقيقت تحريفوي، حکومتونه ملامتوي او د ساحل هېوادونو د رسمي نظامونو پر وړاندې د خلکو بې باوري زياتوي.»

دغه ډول تبليغات او لاسوهنه ټولنې مغشوشوي، پر ادارو باور کمزوری کوي او یادې ډلې ته د جلب و جذب او نفوذ د پراخېدو زمينه برابروي.

د شخصي ګټو لپاره هڅې

جناو د شريعت د پلي کولو تر نامه لاندې خپلې سختدريځې تګلارې تحميلوي،ازادۍ محدودوي او پر هغو ملکي وګړو خپلې غوښتنې تپي چې د دوی تر ولکې لاندې ژوند کوي.

په دې اقداماتو کې د موسيقۍ بنديز، د ښځو د حقونو محدودول، د ماشومانو د زده کړو مخنيوی او د اطاعت او پیروۍ د تحمیل لپاره لنډمهاله صحرايي محکمې شاملې دي.

دا کړنې تر ټولو زيات د همدې ډلې ګټې خوندي کوي او په ورته وخت کې د وېرې فضا رامنځ ته کوي ترڅو په زيان منونکو ټولنو کې هر ډول مقاومت وځپل شي.

په جرمني کې مېشت سياسي شنونکي بصير احمد دانش يار وويل، په القاعدې پورې تړلې ډلې ادعا کوي چې د لوېديځ د نفوذ پر ضد مبارزه کوي، خو په عمل کې ډېری وختونه ځايي ټولنې په نښه کوي.

نومړي همدارنګه وويل، «د دغو ترهګرو لپاره خلک او ټولنې هېڅ ارزښت نه لري او يوازې د وسيلو په توګه ترې کار اخيستل کېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500