شنونکي وايي، القاعده له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې چې د قومي او فرقه یي اختلافاتو څخه په ګټې اخیستنې سره ځان ته د پښې ځای پراخ کړي.
دا ډله او د هغې ملګري په قصدي ډول ټولنیزې بې عدالتۍ پراخوي، د اقلیتونو په وړاندې هدفي بریدونه ترسره کوي، او په بحران ځپلو ټولنو کې د اختلافاتو د زیاتېدلو لپاره پاروونکي تبلیغات خپروي.
د ترکیې پلازمېنه انقره کې مېشت امنیتي شنونکي محمد منیر ضیایي وویل، ترهګره شبکه تاریخ تحریفوي او د ټولنې له ګیلو څخه استفاده کوي ترڅو ځوانان قانع کړي چې افراطیت د هغوی د پرمختګ یوازنۍ لاره ده.
هغه وویل، «القاعده ښه پوهیږي چې کله خلک په قومي یا مذهبي کرښو وېشل کیږي، تمرکز یې له پرمختګ او ټولنیز عدالت څخه داخلي شخړو ته اوړي،»
نوموړي وویل، «دا ستراتیژي مرکزي حکومتونه کمزوري کوي او ټولنې ټوټې ټوټې کوي،»
ضیایي وویل، دا ډله په موجودو اختلافاتو کې لار مومي، ځان د څنګ ته شویو وګړو د مدافع په توګه وړاندې کوي په داسې حال کې چې په حقیقت کې د هغوی دا کار اختلافات لا نور ژوروي.
هغه وویل، «په دې طریقه، حکومتونه د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مقابلې وړتیا له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې القاعده د خپلې پښې اېښودلو ځای د پیاوړتیا لپاره له تشې څخه کار اخلي،»
په فرانسه کې مېشت د منځني ختیځ د چارو متخصص نبی الله فاطمي وویل، القاعده د نابرابرۍ د تبلیغاتو په زیاتولو سره کرکه او دښمني هڅوي.
هغه وویل، «هغوی د نابرابرۍ او تبعیض د کیسو د مبالغې په موخه له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي، ټولنې یوه د بلې پر وړاندې را پاروي،»
هغه زیاته کړه، «په ډېرو حالتونو کې، هغوی حتی په ځانګړو قومي یا مذهبي ډلو باندې د نفرت او غچ اخیستلو لپاره هدفي بریدونه ترسره کوي،»
د ټولنو لپاره ناوړه پایلې
د القاعدې د تکتیکونو اغېز په افغانستان، پاکستان، یمن او د افریقا په ډېرو نورو برخو کې لیدل کیږي.
هر چېرې چې دا ډله ځای نیسي، هلته یې پایله بې ثباتي، محرومیت او اوږدمهالی تاوتریخوالی دی.
په بلجیم کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي علي رضا عصمتي په افریقایي هیوادونو لکه مالي، نایجر او سوډان کې د القاعدې ستراتیژۍ ته اشاره وکړه.
هغه وویل، «هغوی عدالت یا اسلامي ارزښتونو ته د ستنولو د کاذبو ژمنو له لارې څنډې ته پاتې ټولنې جذبوي. خو په حقیقت کې، د هغوی هدف دا دی چې له هغو څخه د جګړې او د حکومتونو د کمزوري کولو لپاره کار واخلي،»
هغه وویل، دا د وګړو او دولت ترمنځ بې باوري رامنځته کوي او ټولنې جلا کوي.
هغه وویل، «د ځانمرګو بریدونو، وېرې اچولو، د بېخبناوو ویجاړولو او ټولنیز اختلاف رامنځته کولو له لارې، القاعده ټولنې له دننه څخه جلا کوي،»
عصمتي وویل، «د ملکي خلکو ژوند هغوی ته هېڅ ارزښت نه لري او له خلکو څخه د قدرت د وسیلې په توګه کار اخلي،»
په هالنډ کې مېشت د ترهګرۍ ضد چارو شنونکي شفیق الله عاصي القاعده د بې ثباته کوونکي ځواک په توګه تشریح کړه چې د عادي خلکو د هوساینې لپاره هېڅ اندیښنه نه لري.
هغه وویل، «کله چې خلک په داخلي شخړو کې بوخت شي، القاعده د بدیل ځواک په توګه ګام پورته کوي او ځوانان استخداموي. دا پروسه د ملتونو راتلونکي ته جدي ګواښ رامنځته کوي، ځکه چې هر ډول ټولنیز وېش د افراطیت لپاره حاصلخېزه ځمکه رامینځته کوي،»
شنونکي په دې موافق دي چې د القاعدې د ویجاړونکي نفوذ په وړاندې د مقاومت یوازنۍ لاره د یووالي، پوهاوي او مساوات له لارې ده.
عاصي وویل، «د افغانستان، یمن او ساحل تجربه ښیي چې هر چېرې چې القاعده نفوذ ترلاسه کړي، پرمختګ په ټپه دریږي، ملي سرچینې ویجاړېږي، او خلک د تاوتریخوالي او ناامنۍ په دورو کې بند پاتې کیږي.»
![یو افغان نارینه د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۳مه په کابل کې یوه ورځپاڼه، چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مړینې راپور یې ورکړی، لولي. [مسعود حسیني/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/10/06/52270-afp__20110503-585_329.jpg)