تروريزم

په ساحل کې افراطي ډلې د خپل نفوذ د پراختیا په موخه له ټولنیزو درزونو ناوړه اقتصادي ګټه پورته کوي

د محمد قاسم لیکنه

د فولاني کډوالو ښځې د میخال اولاد زید په کلي کې، چې د موریتانیا–مالي په پوله کې څو کیلومتره لرې په فصاله سیمه کې پروت دی، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۵مه په قطار کې ولاړې دي، چیرې چې جناو پر ځایي خلکو سخت قوانین تطبیقوي. [میشل کاتاني / AFP]

د فولاني کډوالو ښځې د میخال اولاد زید په کلي کې، چې د موریتانیا–مالي په پوله کې څو کیلومتره لرې په فصاله سیمه کې پروت دی، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۵مه په قطار کې ولاړې دي، چیرې چې جناو پر ځایي خلکو سخت قوانین تطبیقوي. [میشل کاتاني / AFP]

جماعت نصرت الاسلام و المسلمین (جناو)، چې له القاعدې سره تړاو لري او د افریقا د ساحل په سیمه کې فعالیت کوي، د زیان منونکو ټولنو په موخه ګرځولو سره خپل نفوذ په دوامداره توګه پراخ کړی دی.

دغه ډله له کمزورې حکومتولۍ، دوامداره بېوزلۍ او ژورو قومي شخړو په ګټه اخیستو سره په ځینو هېوادونو لکه مالي، بورکینا فاسو او نیجر کې نفوذ لري.

د ځایي ناخوښیو په منځ کې د خپل ځان په ځای کولو سره، دغه ډله جنګیالي جذبوي، عاید ترلاسه کوي او پر سیمو کنټرول ټینګوي.

په ټول ساحل کې، اقتصادي محرومیت د وګړو لویه برخه له باثباته معیشت یا دولتي خدماتو ته له لاسرسي څخه بې برخې کړې ده.

جناو له دې تشې څخه ناوړه ګټه اخلياو ځان د بدیل واکمن په توګه وړاندې کوي چې کولی شي عاید، خوندیتوب او د تعلق احساس برابر کړي.

هغه ځوانان چې محدود امکانات لري په ځانګړي ډول د استخدام لپاره زیانمنونکي دي، ځکه چې دا ډله هغوی ته جیب خرڅ، وسلې او کاذب ټولنیز موقف برابروي.

له ټولنیزو او قومي درزونو څخه ګټه اخیستل

د جناو ستراتیژي په پراخه کچه د موجوده قومي او ټولنیزو اختلافونو د زیاتولو پر بنسټ ده، ترڅو ټولنیزه همغږي کمزورې او د جذب پروسه اسانه کړي.

په مالياو ګاونډیو هیوادونو کې، د څارویو ساتونکو او کروندګرو ترمنځ اوږدمهاله شخړې د دې ډلې لخوا د تاوتریخوالي د توجیه او د ملاتړ د جذب لپاره کارول شوي دي.

دا ډله د ځینو قومي ګروپونو ملاتړ ترلاسه کوي او د نورو ترمنځ شخړې په خپله ګټه کاروي، ترڅو ځان د ځایي ګټو ساتونکی وښيي، په داسې حال کې چې د ملکي خلکو بې باوري یې نوره هم ژوره کړې ده.

دغه ډله همدارنګه له مذهبي او ټولنیزو ناخوښیو ناوړه استفاده کوي او ځان د تصور شویو بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د اسلامي هویت د ساتونکي په توګه معرفي کوي.

جناو د تبلیغاتو او ځایي منځګړو له لارې په ایډیولوژیک چوکاټ کې شخړې رامنځ ته کوي، چې د هغو ټولنو لپاره چې له وړاندې ځانونه څنډې ته شوي ګڼي، د منلو وړ دی.

باج اخیستل او ناوړه اقتصادي استفاده

د جنګیالیو د جذب تر څنګ، جناو خپل عملیات د بیلابیلو مالي بسپنو له لارې تمویلوي چې ضعیف ځایي اقتصادونه هدف ګرځوي.

د باج لپاره انسان تښتونه لاهم د دې ډلې یو له ګټورو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي چې هم بهرني وګړي او هم ځایي نخبه کسان هدف ګرځول کیږي.

شعیب رحماني، چې په هالنډ هېواد کې د ترهګرۍ ضد کارپوه دی، وویل، «د دې ډلې مالي سرچینې عمدتاً د باج اخیستنې، اخاذۍ، جبري مالیاتو، د وسلو د قاچاق او له سازمان شوو جرمي شبکو سره د همکارۍ له لارې ترلاسه کیږي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه ډله په تدریجي ډول د حکومتدارۍ تشه ډکوي، په ځایي شخړو کې منځګړیتوب کوي، بیا د مالیاتو په وضعه کولو او د امنیتي کنټرول له لارې خپل واک ټینګوي.»

دغه ډله همدارنګه پر هغو ټولنو چې تر نفوذ لاندې یې دي، غیر رسمي مالیه او اخاذۍ وضعه کوي، او اکثره وخت د نغدو پیسو، څارویو یا توکو غوښتنه کوي.

بزګران، سوداګر او لیږدوونکي اکثرا اړ ایستل کیږي چې د ساتنې فیس ورکړي ګنې له تاوتریخوالي سره به مخ کېږي.

د مهمو تجارتي لارو او بازارونو د کنټرول له لارې، جناو توانیدلی ترڅو له هغو خلکو چې له وړاندې له ستونزو سره مخ دي، عواید ترلاسه کړي.

دغه اقتصادي فشار د دې ډلې واک نور هم ټینګوي او په ورته وخت کې د ځایي ټولنو مالي مقاومت کمزوری کوي.

عصمت الله نوري،چې په لندن کې د نړیوالو چارو شنونکی دی، وویل: «د تاوتریخوالي، ویرې، غیر قانوني اقتصاد او د زیان منونکو کسانو د جذب ترکیب د دې ډلې د ستراتیژۍ اصلي ستنې جوړوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500