د افریقا د ساحل سیمه لا هم د نړۍ له تر ټولو بې ثباته سیمو څخه ده او د هغو تاوتریخجنو افراطي ډلو له فعالیتونو کړېږي چې د کمزورې حکومتولۍ او اقتصادي ستونزو څخه ناوړه ګټه اخلي.
په وروستیو کلونو کې القاعدې پورې تړلې ډلې، لکه جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو)تاوتریخوالی زیات کړی او د سیمې ثبات او د ملکي وګړو امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د ترهګرۍ اړوند مړینو ۵۱٪ د ساحل له سیمې سره تړاو درلود،چې د دې بحران پراخوالی او بېړنۍ حالت ښيي.
کارپوهان په زیاتېدونکي ډول خبرداری ورکوي چېیوازې متفرق ملي اقدامات د ساحل په ټوله سیمه کې د افراطي تاوتریخوالي نړیواله بڼه نشي مهارولای.
دوی استدلال کوي چې د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې چې د پولو هاخوا په ازاد ډول فعالیت کوي، قوي سیمه ییزه همکاري اړینه ده.
د مراکش پلټفارم په څېر بنسټونه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې یو بین الدولتي فورم دی، هڅه کوي د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او ګډو تګلارو په برخه کې همکاري پیاوړې کړي.
دا ډول نوښتونه دا باور پیاوړی کوي چې د ترهګرۍ پېچلي او بدلېدونکي ګواښونه همغږو، څو بنسټیزو او څو اړخیزو ځوابونو ته اړتیا لري.
ولې سیمه ییزه همکاري مهمه ده
په ساحل سیمه کې افراطي تاوتریخوالیډېری وختونه له ملي پولو اوړي، چې د حکومتونو له خوا د مهار انفرادي هڅې لا پېچلې کوي.
افغانستان د ساحل سیمې سره ورته وضعیت سره مخ شو، چیرې چې ضعیف حکومت او د کلونو جګړو ډلو ته اجازه ورکړه چې له بې حکومته سیمو او محلي ناخوښیو ګټه پورته کړي.
لکه د لویدیځې افریقا ترهګرې ډلو، داسې سازمانونه لکه القاعده اکثره وخت د افغانستان ولایتونو ترمنځ په آزاده توګه تګ راتګ کاوه او د چارواکو هڅې یې د هغوی د عملیاتو د مهار لپاره پېچلې کولې.
د توګو په شمال کې جهادي پاڅون په مستقیم ډول له بورکینافاسو او مالي څخه له تګ راتګ سره تړاو لري، چې ښيي بې ثباتي څومره په اسانه د لوېدیځې افریقا په کچه خپرېږي.
هیڅ دولت په یوازې توګه نشي کولای دا څپه مهاره کړي، تر څو چې د ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو بنسټونو دوامداره همکاري ورسره نه وي.
ګډې هڅې لکه د ساحل لپاره د ملګرو ملتونو یو موټی ستراتیژي او د جي-۵ ساحل ګډ ځواک د دې لپاره رامنځ ته شوي چې پوځي، حکومتي او پرمختیايي پالیسۍ سره همغږې کړي.
دا چوکاټونه هڅه کوي چې «وسله والې ډلې بې اغېزې کړي» او په ورته وخت کې په زیان منونکو سیمو کې ګډ امنیت او د دولت واک پیاوړی کړي.
ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې دا میکانیزمونه باید په بشپړه توګه عملي شي او ټینګار یې کړی چې دا ګامونه «ترهګرو ډلو ته یو قوي پیغام» لېږي.
ملکي وګړي د ثبات د شریکانو په توګه
یوازې پوځي همکاري نشي کولای دا بحران حل کړي، تر څو چې د ملکي وګړو او سیمه ییزو ټولنو پراخ ګډون ورسره نه وي.
د ساحل په سیمه کې حکومتونه په زیاتېدونکي ډول داسې هر اړخیزې تګلارې ارزوي چې امنیتي عملیات له پرمختیا او د حکومتولۍ له اصلاحاتو سره یوځای کړي.
داسې نوښتونه چې زده کړې،اقتصادي فرصتونه او عامه خدمات ښه کوي، د افراطي ایډیالوژیو د جذب د کمولو لپاره ډېر مهم بلل کېږي.
د سیمه ییزې پالیسۍ بحثونه د ټولنې د ګډون او ټولنیز ـ اقتصادي پرمختګ له لارې په ځایي، ملي او سیمه ییزه کچه د پیاوړتیا پر رامنځ ته کولو ټینګار کوي.
د دغو بنسټونو پیاوړتیا کولی شي د تاوتریخجنو ډلو له خوا د خلکو د جذب مخه ونیسي او د وګړو او دولتي بنسټونو ترمنځ باور زیات کړي.
د ساحل په ډېرو ټولنو کې دودیز ټولنیز ارزښتونه د کورنۍ پر یووالي، متقابل ملاتړ او سوله ییز ګډ ژوند ټینګار کوي.
دا اصول له افراطي روایتونو سره په ښکاره ټکر کې دي، ځکه هغوی تاوتریخوالی، وېش او نه زغم ترویجوي.
د ښوونکو، دیني مشرانو او د مدني ټولنې د بنسټونو له لارې د ټولنې د ارزښتونو پیاوړتیا کولی شي د افراطي پیغامونو اغېز کمزوری کړي.
هغه پروګرامونه چې د ځوانانو پر پیاوړتیا، سواد زده کړې او مدني پوهاوي تمرکز کوي، ثبات پیاوړی کوي او په ورته وخت کې د افراطي کېدو هغه بهیر ته غبرګون ښيي چې د یاغي ډلو د جذب سبب ګرځي.
![یوه کډواله ښځه چې د مالي په ځینو برخو کې د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) ترهګرې ډلې له خوا پر خپل ښار له لګېدلي محاصرې څخه تښتېدلې ده، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۴مه نېټه د باسیکونو په امبرا کې د کډوالو کمپ کې ناسته ده. [میشل کټاني / ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2026/03/11/54903-afp__20251110-585_329.jpg)