القاعده په ټوله افریقا کې د وېرې او بې ثباتۍ په خپرولو سره هڅه کوي افراطیت ته وده ورکړي او خپلې غوښتنې پر ځایي خلکو وتپي.
په داسې حال کې چې د دې ډلې نفوذ په خپلو پخوانیو مرکزونو لکه افغانستان، سوریه، عراق او یمن کې کم شوی، خپل تمرکز یې مرکزي او لوېدیځې افریقا ته اړولی دی.
د ساحل په سیمه کې د القاعدې د فعالیتونو له پراخېدو سره، په نایجریا, مالي, نایجر, او بورکینا فاسو کېد دې ډلې تاوتریخجنو بریدونو د نړۍ اندېښنه راپارولې ده.
د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو)او الشباب په څېر څانګېله کمزورو حکومتونو، فقر او بې سوادیو څخه په ناوړه استفادې سره په سیمه کې خپل نفوذ پیاوړی کوي.
شنونکي وايي القاعده د افریقا اوسنۍ بې ثباتي یو ستر فرصت ګڼي، څو دا وچه د جهادي فعالیتونو په ډګر بدله کړي او د واکمن ځواک په توګه عمل وکړي.
په هرات کې سیاسي شنونکي فضل حق فیضي وویل، هغه بې ثباتي چې دې ډلې رامنځ ته کړې، د افریقا ځینې هېوادونه یې د افراطیت لپاره په مناسب بستر بدل کړي دي.
هغه وویل، «د افراطیت او بې ثباتۍ له پراخولو د القاعدې موخه په افریقا کې ویره او ګډوډي رامنځ ته کول دي. دا ترهګره ډله په شدت پر تاوتریخوالي او وینې تویولو تکیه کوي او دا لاره د پرمختګ او د نوو غړو د جذب لپاره یو فرصت بولي.»
د هغه په وینا، د ساحل په هېوادونو کې د القاعدې د فعالیتونو له زیاتېدو سره، په دغو هېوادونو کې بې ثباتي او اقتصادي کړکېچونه لا ژور شوي دي.
له ثبات او یووالي وېره
شنونکو ټینګار وکړ چې د القاعدې څانګې له متحدو او باثباته ټولنو وېره لري، ځکه دا ډول ټولنې د دوی د فعالیتونو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ ګڼل کېږي.
په هرات کې د پوهنتون استاد، خلیل احمد صفا، وویل دا ډلې په قصدي ډول کمزورې، وېشلې او بې سواده ټولنې په نښه کوي، څو خپلو موخو ته ورسېږي.
هغه وویل، «په ټولنو او ملتونو کې پوهاوی او یووالی د القاعدې د فعالیتونو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. پوه او متحدې ټولنې به هېڅکله القاعدې یا نورو افراطي ډلو ته د ترهګریزو عملیاتو اجازه ور نه کړي.»
نوموړي څرګنده کړه چې القاعده له بې سوادۍ او فقر څخه د خلکو ترمنځ د تفرقې د رامنځ ته کولو لپاره ناوړه ګټه اخلي.
هغه زیاته کړه، «دوی [القاعده او د هغې څانګې] ټولنې په فقر او بې وسۍ کې ساتي، څو د مقاومت توان و نه لري. بې له شکه، لوستي خلک به هېڅکله د القاعدې په څېر له ترهګرو ډلو سره یو ځای نه شي او پر وړاندې به یې مبارزه وکړي.»
صفا یادونه وکړه چې باثباته او متحدې ټولنې د ائتلافي ځواکونو او پوځونو سره د القاعدې د څانګو په پېژندنه او له منځه وړلو کې مرسته کوي.
ټولنې د افراطیت پر وړاندې
په هرات کې سیاسي شنونکي، محمد احسان عرفاني، وویل افریقایي ټولنې ځانګړي ارزښتونه لري چې القاعده هڅه کوي هغه له منځه یوسي او پر ځای یې افراطیت او تاوتریخوالی وتپي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «سره له دې چې کلونه کلونه له فقر او اقتصادي ستونزو سره مخ وو، ځایي ټولنو په دودیز ډول یو ځای او په سوله ییزه توګه ژوند کړی دی.»
هغه زیاته کړه، «خو په القاعده پورې تړلو ترهګرو ډلو د افراطیت او تاوتریخوالي په خپرولو سره سوله له خنډ سره مخ کړې ده. د دوی کړنو ځایي ټولنې دې ته اړ کړي چې له دې ترهګرې ډلې کرکه ولري.»
عرفاني ټینګار وکړ چې قومي مشران او دیني علما د القاعدې د څانګو د تاوتریخوالي پر وړاندېد مبارزې او د ځوانانو د جلب مخنیوي کې مهم رول لري.
د هغه په وینا، دا کسان د القاعدې د افراطیت او تاوتریخوالي پر وړاندې د پیاوړو خنډونو په توګه پېژندل کېږي.
![یوه ښځه د خپل کور په اړخ کې، چې ویل کېږي د یاغیانو له خوا ویجاړ شوی، د سومالیا د ښکتنۍ شبیلي سیمې په اودهیګله ښار کې د سوځېدلې فلزي پاڼې ټولوي. دغه ښار د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۱مه د سومالیا د ملي اردو له خوا ازاد شو. [ټوني کارومبا / AFP]](/cnmi_st/images/2026/01/22/53579-afp__20251118-585_329.jpg)