امنیت

موټرسایکلونه چې یو وخت د ازادۍ سمبول وو، اوس په لویدیځه افریقا کې د ترهګرۍ اور ته لمن وهي

د عمران راپور

د ۱۳۹۴ د وږي په ۲۸مه د بورکینا فاسو په پلازمینه اوګاډوګو کې دوه سړي د سوځیدونکو ټایرونو تر څنګ تېرېږي. [سیا کامبو/ای اېف پي]

د ۱۳۹۴ د وږي په ۲۸مه د بورکینا فاسو په پلازمینه اوګاډوګو کې دوه سړي د سوځیدونکو ټایرونو تر څنګ تېرېږي. [سیا کامبو/ای اېف پي]

له بینین څخه تر مالي پورې، موټرسایکلونه د ترهګرۍ په نښه باندې بدل شوي، چې د القاعدې له خوا بریدونه یې چټک کړي، په داسې حال کې چې هغه ملکي خلک یې چې له دغو موټرسایکلونو څخه کار اخلي له مرګانیو شکونو سره مخامخ کړي دي.

د شمالي بینین د بریګنامارو اوسېدونکي ۳۴ کلن سوداګر یاهوزا لپاره، دا بدلون کاملا شخصي دی.

کله چې هغه خپل موټرسایکل واخیست، ماشومانو به سرک ته منډې ور وهلې او د هغه د تېرېدلو پر وخت به یې هغه ته د خوښۍ لپاره لاسونه ښورول.

اوس عین غږ خلک وېروي او سره خپروي.

هغه الجزیرې ته وویل، «اوس خلک ماته د وسله والې ډلې د یوه غړي په سترګه ګوري چې په سیمه کې بریدونه ترسره کوي. نور نو زه د موټرسایکل چلولو پر وخت د خوندیتوب احساس نه کوي.»

ترهګري په دوه ټایرونو

افراطي ډلو د سرعت، ټیټ لګښت او له امنیتي ګزمو څخه د تیښتې د وړتیا له امله له موټرسایکلونو څخه استفادې ته مخه کړې ده.

جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو)، د القاعدې ترټولو قوي ساحلي ملګری چې اټکل کیږي ۶۰۰۰ جنګیالي لري، د کمینونو، تښتونو، وژنو او چاپو لپاره په هغو باندې ډېره تکیه کوي.

یوازې سږ کال، جناو او متحدو ګروپونو انفرادي بریدونه ترسره کړل چې په بینین کې یې لږترلږه ۵۴ سرتېري، په مالي کې ۶۰ او په بورکینا فاسو کې تر ۱۰۰ پورې کسان ووژل.

پوځي شنونکو سلام ټایمز ته وویل، له موټرسایکلونو څخه په استفادې سره کېدونکي بریدونه ټکان او خوځښت رامنځته کوي چې امنیتي ځواکونه یې د مقابلې لپاره مبارزه کوي.

په ایټالیا کې مېشت شنونکي محمد نعیم غیور وویل، «ترهګر د امنیتي ځواکونو او هوایی بریدونو څخه د مخنیوي لپاره کوچنۍ عرادې غوره ګڼي،»

موټرسایکلونه جنګیالیو ته فرصت په لاس ورکوي چې په چټکۍ سره خپاره شي، وسلې پټې کړي او د تقویتي ځواک له رسېدلو څخه مخکې وتښتي.

یو حیاتي شاهرګ چې په وسله باندې بدل شوی

موټرسایکلونه په کلیوالو سیمو کې خورو ورو فارمونو، مارکېټونو، ښوونځیو او کلینیکونو ته د رسېدلو لپاره تر ټولو لویه عملي چاره برابروي.

خو له ترهګرۍ سره تړاو دا حیاتي وسیله په زهرو لړلې ده.

اوس موټرسایکل چلوونکي د ګاونډیانو له خوا د تعقیب یا د غوسه ناکو سرتیرو له خوا د بندي کېدلو له خطر سره مخامخ دي، او بازارونه د انجنونو د غږونو په نږدې کېدلو سره خالي کېږي.

په نړیواله سطحه د منظمو جرمونو پر وړاندې د نړیوال نوښت موسسې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې راپور ورکړ چې موټرسایکلونه په ساحل کې د خورا غښتلیو قاچاق وړ توکو له ډلې څخه دي، چې افراطي شبکو او د قاچاق اقتصاد دواړو ته د سون مواد برابروي.

دا سوداګري وسله والو ډلو ته فرصت په لاس ورکوي چې دوامداره اکمالات وساتي په داسې حال کې چې د دولت کنټرول کمزوری کوي او د ملکي خلکو ناامني زیاتوي.

په هرات کې د پوهنتون استاد نوید ضیا وویل، «د ترهګرۍ کنټرول یا ګواښ لاندې سیمو کې، خلک په وېره کې ژوند کوي،»

هغه وویل، «اکثر خلک د موټرسایکل چلولو څخه ډډه کوي څو هغوی په غلطۍ د اورپکو په شکل په نښه نه کړای شي. دا محرومیت په غیر متناسب ډول غریب او بې واکه خلک تر اغېزې لاندې راولي.»

پایلې یې په ټولو ټولنو کې خپریږي.

محدود خوځښت په دې معنی دی چې بزګران نشي کولی بازارونو ته ورسیږي او سوداګر نشي کولی سوداګري ترسره کړي.

ځوانان موټرسایکلونو ته د فرصتونو په توګه نه بلکې د احتمالي مرګ د سزا په توګه ګوري.

د یاهوزا لپاره، بدلون روښانه دی. هغه څه چې یو وخت یې خوښي او حیثیت ورکاوه اوس شک او خطر راوړي.

شنونکو وویل، القاعده د ورځني ژوند یوه وسیله په وسله باندې اړولې ده، اقتصاد یې له منځه وړی او خلک یې له هغه خوځښت څخه محروم کړي چې هغوی پرې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره تکیه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500