امنیت

کابل د طالبانو له خوا د وژنو او جنایتونو د مخنیوي لپاره په موټرسایکلونو باندې ګرځبندیز ولګاوه

ای اېف پي

یو افغان پولیس د وري په ۲۶مه په کابل کې یو موټرسایکل چلوونکی تلاشي کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان پولیس د وري په ۲۶مه په کابل کې یو موټرسایکل چلوونکی تلاشي کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، افغان چارواکي د پراخو جرمونو د مهارولو او د هدفي وژنو له ترسره کولو څخه د موټرسایکل سپرو بریدګرو د ایسارولو لپاره په کابل کې په موټرسایکلونو او سکوټرونو باندې بندیز لګوي.

دغه بندیز چې له چارشنبې /د وري ۲۷مې/ څخه نافذیږي، وروسته له هغه پیل شو چې وسله والو موټرسایکل سپرو یو لړ بریدونه ترسره کړل.

هغه موټرسایکلونه چې پاخه خواړه کورو ته رسوي، چې د کروناوایرس له امله د ښار د ټولبند په ترڅ کې غوښتنې ورته ډیرې لوړې شوي، له دغه بندیز څخه به معاف وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د سې شنبې په ورځ /د وري ۲۶مه/ ای اېف پي ته وویل، «د هدفي وژنو او نورو جرمونو په ګډون، په ښار کې اکثر جرمونه له موټرسایکلونو څخه په استفادې سره ترسره کیږي.»

هغه وویل، «له دې امله موږ پرېکړه کړې چې په کابل ښار او ولسوالیو کې د موټرسایکلونو استعمال بند کړو.»

ترهګري او جرم

افغان پولیس له طالبانو سره په جګړه بوخت ديپه داسې حال کې چې پراخ فقر او د بې کارۍ ډېرښت د کابل امنیتي وضعه بدتره کړې، او له موټرسایکلونوڅخه په استفاده یې ویشتنې، د موټرو غلاګانې او د تیلیفونونو او بټوو تښتول یې عادي چارې ګرځولې دي.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل چې طالبان په ډېرېدونکي ډول د حکومتي چارواکو هدفي وژنې ترسره کوي.

چارواکي وویل، «هغوی ټول دغه خرپ او ترپ له موټرسایکلونو څخه په استفادې سره ترسره کوي،» او یاده یې کړه چې د موټرسایکل چلوونکیو او سکوټرچلوونکیو له خوا د لارې د سر غلاګانې هم په ډېرېدلو دي.

د چارواکي په وینا، د روانې میاشتې په نیمایي کې د ولسمشر غني دوه ساتونکي د وسله والو موټرسایکل چلوونکیو له خوا په دوه جلا جلا بریدونو کې ووژل شول.

مقاماتو د افغانستان په ځینې نورو برخو کې په موټرسایکلونو باندې بندیزونه تطبیق کړي، خو دا په پلازمېنه کې لومړی محدودیت دی.

چارواکي وویل، «دغه کار په نورو ولایتونو کې امنیت ښه کړی دی او په کابل کې به یې هم ښه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکومت دا پرېکړه د دې لپاره نه ده کړې چې د عادي خلکو ژوند وژغوري، بلکې د دې لپاره یې کړې چې د خپلو حکومتي چارواکو ژوند وژغوري. د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې د ولسمشر دوه ساتونکي ووژل شول، او اوس حکومت دا پرېکړه کړې ده. ولې حکومت داسې کار نه کوي چې په کابل کې وسله وال لوټونکي ونیسي؟ هغوی هره ورځ په کابل کې خلک وژني.‌

ځواب ورکړئ

په کابل ښار کې د موټرسایکلونو په بندولو سره به د طالبانو او ترهګرو له خوا ترسره کېدونکي جرمونه کم نشي. د ترهګرو جرمونه د هغوی د پلانونو په شنډولو سره مهار کیدلی شي، او د هغوی پلانونه په کابل کې په بېلابېلو ځایونو او لوکسو ودانیو کې جوړیږي.

ځواب ورکړئ