د ښځو حقوق

افغانو ښځو په کابل کې سوداګریز نندارتون جوړ کړ چې د خلکو ذهنیتونه د وطنیو توکو پېرودلو ته چمتو کړي

د سلیمان راپور

یوه سوداګره ښځه د غوایي په ۷مه په کابل کې «له موږ نه وپیرئ» سوداګریز نندارتون کې یوه مشتري ته یو کمیس ورښيي. [سلیمان/سلام ټایمز]

یوه سوداګره ښځه د غوایي په ۷مه په کابل کې «له موږ نه وپیرئ» سوداګریز نندارتون کې یوه مشتري ته یو کمیس ورښيي. [سلیمان/سلام ټایمز]

کابل -- د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وروستیو کې له کوچني اختر څخه مخکې یو پنځه ورځنی سوداګریز نندارتون ترسره کړ څو افغانان وهڅوي چې محلي جوړ شوي توکي وپېري او د افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړي.‌

د «له موږ نه وپیرئ» سوداګریز نندارتون د غوایي په ۷مه پرانستل شو.‌

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې موقتې رییسې رویا حافظي وویل، «د دغه نندارتون هدف دا وو چې د بازار موندنې او د محلي لاسي صنایعو د پېرودلو له لارې د ښځو سوداګرو لاسي صنایعو ته وده ورکړي».‌

هغې وویل،‌ «هدف دا دی چې د افغانو ښځو د سوداګریو د لوېدلو مخه ونیسي او د هغو ښځو لپاره چې کارونه یې له لاسه ورکړي دي، کاري فرصتونه رامنځته کړي

هغې وویل، «موږ هڅه کوو هغه شرکتونه چې ښځو چلول او د اقتصادي ستونزو او د مارکېټ د نشتوالي له امله بند شوي دي، بیا پرانیزو.‌ موږ د دې کار ترسره کولو لپاره د حکومت او نړۍ والې ټولنې مرستې ته اړتیا لرو، او موږ له هغوی څخه غواړو چې د سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي.»

حافظي وویل، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پلان لري چې د کالیو د ډیزاین، زرګرۍ او نورو لاسي صنایعو په برخو کې سوداګرو ښځو ته روزنه برابره کړي څو د هغوی تولیدات په اوسنیو معیارونو او د نړۍ وال مارکېټ په شرایطو برابر شي او هغوی وکولی شي چې په بهرنیو هېوادونو کې یې وپلوري.

سوداګرو ښځو هیله څرګنده کړه چې د ښځو تر مالکیت لاندې شرکتونه به یو ځل بیا وغوړېږي.

د امیري لاسي صنایعو د شرکت اجرائيه ريسسې ماري امیري چې په یاد نندارتون کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «په هېواد کې وروستیو بدلونونو د ښځو د سوداګرۍ نزول ته لاره هواره کړه او د هغوی اقتصادي وضعیت یې اغېزمن کړ.»

هغې وویل، «زما په شرکت کې د ۵۰ ښځینه کارمندانو له جملې څخه، یواځې ۱۰ یې اوس هم کار کوي، په داسې حال کې چې ۴۰ نورو چې د خپلو کورنیو لپاره یې نفقه برابروله، خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.»

امیري وویل، «د داسې نندارتونونو ترسره کول تر یوه حده پورې کولی شي مشتریان وهڅوي چې افغاني تولیدات وپېري او زموږ د شرکتونو چې په ډېر سخت حالت کې دي، ملاتړ وکړي.»

هغې زیاته کړه، «ښځې په ټولنیزه او اقتصادي وده کې یو ډېر مهم رول ترسره کوي. موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د افغانو ښځو ملاتړ ته د پخوا په څېر دوام ورکړي، څو ټولنه د بې کارۍ او بې وزلۍ له موجود دوران څخه وژغورل شي.»

د مرسل د کالیو ګنډلو شرکت اجرائیه رییسې مریم حسیب په نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.

هغې وویل، «په هېواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ او د بازار د وضعیت د خرابۍ له امله په خرڅلاو کې له کمښت سره سره، دا د افغانانو دود دی چې د اختر لپاره نوي کالي اخلي، له دې امله، موږ خپل نوي تولیدات نندارتون ته راوړي څو افغانانې وکولی شي چې ویې پېري.»

حسیب وویل، «ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي. که له هغوی څخه د هغوی کار واخیستل شي، د ټولنې نیمه برخه به متاثره او فلج شي.»

هغې وویل، «خو که ښځو ته اجازه ورکړل شي چې کار وکړي، سوداګري وکړي او په حکومت کې برخه واخلي، د ټولنې نیمه برخه به نه یواځې ښېرازه شي بلکې په مجموع کې به د هېواد اقتصادي وضعیت هم وده وکړي.»

افغانانې راتلونکي ته هیله منې دي

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې حافظي وویل، «افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د سوداګرۍ، پانګونې او لاسي صنایعو په برخو کې تاریخي او بې ساري لاسته راوړنې وکړې.»

هغې وویل، «په هېواد کې د داسې نندارتونونو په ترسره کولو سره، موږ هڅه کوو چې یادې لاسته راوړنې خوندی کړو، له دې امله، موږ د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه، چې ۹ میاشتې مخکې یې فعالیتونه درولي وو، بیا فعاله کړه.»

هغې وویل، «د ۱۳۹۹ کال د ارقامو په اساس، افغانو ښځو ۵۴۵۰۰ کوچنۍ، منځنۍ او لویې تصدۍ جوړې کړې وې،» او زیاته یې کړه چې اوس دغه شمېر کم شوی دی. نوموړې وویل، «اوس ځینې ښځینه سوداګرې له وطن څخه وتلي دي.»

یوې سوداګرۍ او د نندارتون برخه والې آمنې مرزایي وویل، «د ښځو تر مالکیت لاندې تصدیو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ښه فرصتونه لرل. ما خپل د لاسي صنایعو تجارت ۱۵ کاله مخکې د ۲۰۰۰ افغانیو (۲۳ ډالرو) په پانګونې سره پیل کړ.‌ اوس یې ارزښت ۷۰۰۰۰۰۰ افغانیو (۸۲۰۰۰ ډالرو) ته رسېدلی دی.

هغې وویل، «افغانې ښځې په خپلو هڅو او د نړۍ والې ټولنې په ملاتړ سره تقریبا پر ځان بسیاینې ته رسېدلي وې. موږ هیله لرو چې د هغوی لاسته راوړنې به خوندي کړای شي.‌»

ځوانې افغانې ښځې هم هیله لري چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې به ضایع نشي.‌

د کابل یوې اوسېدونکې ظریفې چې ۲۰ کاله عمر لري او د نندارتون په اوله ورځ د کالیو د پېرودلو لپاره ورغلې وه، وویل، «تېرو ۲۰ کالونو افغانو ښځو ته ښه فرصتونه برابر کړل. هغوی د ښوونې او روزنې، سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخو کې بې ساري لاسته راوړنې وکړلې.»

هغې وویل،‌ «له بده مرغه چې اوس اقتصادي وضعیت ښه نه دی، خو زه نن دې مېلې ته راغلې یم چې د اختر لپاره د افغانو ښځو له خوا چمتو کړای شوي کالي وپېرم.»

ظریفې وویل، «زه له ټولو افغانانو څخه غواړم چې د بهرنیو او مشهورو نښو لرونکیو جامو پر ځای محلي تولیدات وپیري څو زموږ خرابېدونکي اقتصاد ته وده ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له بېلابېلو ټولنيزو ستونزو سره سره افغان مېرمنې تل هڅه کوي چې په ټولنه کې فعال رول ولوبوي، خو په افغانستان کې حکومتونو تل هڅه کړې چې ښځې د وسيلې په توګه وکاروي. د ولسمشرۍ په دوره کې حکومت په دولتي وظیفو کې د ښارونو د ښځو په ګمارلو سره هڅه کوله چې بهرنیو هېوادونو ته وښيي چې دوی د ښځو حقونه خوندي کړي دي، په داسې حال کې چې دې کار د ښځو پر وضعیت او حقونو هېڅ اغېز نه دی کړی او برعکس د ښځو وضعیت یې خراب کړی دی. په ولایتونو او کلیو کې د ښځو وضعیت ډیر بد وو. افغانستان ډېر خراب وو. او اوس طالبان هره ورځ په دې مظلوم او بې وزله طبقه باندې د نویو بندیزونو لګولو لپاره فرمانونه ورکوي، او په دې توګه غواړي چې نړۍ واله ټولنه یې په رسمیت وپېژني.‌ که نړيواله ټولنه رښتيا هم بشري حقونو او ټولنيزو ازادیو ته پام کوي، بايد د د طالبانو پر ستر ملاتړي پاکستان باندې د فشار په راوړلو سره طالبان دې ته اړ کړي چې په هېواد کې د ښځو حقونه تامين کړي.

ځواب ورکړئ

له سلام ټایمز مننه چې د انګلېسي ژبې تر څنګ د افغانستان په ملي ژبو هم نشرات کوي او د مهمو موضوعاتو په هکله مفصل راپورونه/وړاندې کوي. ژوند ژوند

ځواب ورکړئ

په پښتو کې متل کا چې هم خرما هم ثواب! که د افغانستان خلک د چین، پاکستان، ایران او نورو هېوادونو پر ځای د خپلو خلکو په لاس جوړ توکي واخلي او استفاده ترې وکړي، هم به یې ضرورتونه پوره شي او هم به یې د خپل هېوادوال غرمنۍ/ماښامنۍ کې دسترخوان رنګین وي. دې مېرمنو واقعاً د ستاینې وړ کار کړی، په ذهن او لاسونو یې برکت شه.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې خلک باید حکومت او نړۍ والې ټولنې ته سترګې ونه نیسي او پخپله د تجارتونو د پرمخ بوولو لپاره لاس په کار شي. د همدغو نندارتونونو له لارې کېدلی شي چې وطني توکي ترویج شي، واخستل شي او پیسې په داخل کې تاو را تاو شي. مخکې مې په مصر کې د یوې موسسې په هکله ولوستل چې د خلکو په مرسته یې یو میلیون ډالر ټول کړي دي. دغسې باید مونږ هم د خپلو تاسیساتو د جوړونې لپاره لاس په کار شو. راپور کې راغلي: مصر کې یوه خیریه ټولنه (مرسل) چې ډېره مشهوره نه وه د یوې ځوانې بسپنه ورکوونکې له برکته انلاین کمپاین کې مالا مال شوه. د مرستو دا څپه د روژې په وروستۍ ورځ یکشنبې پیل شوه چې ډېر مسلمانان اختر ته په چمتوالي بوخت وو. په یادې خیریه ټولنې د پیسو څپه هغه مهال راغله چې یوې ځوانې ښځې پیغام ورته واستوه او لیکلي يې وو:"زه غواړم له وخته مخکې زیږېدولو ماشومانو پالنې لپاره تاسو ته مرسته واستوم خو پیسې نه لرم. زه د تلیفون یو کارډ لرم چې کارولی مې نه دی او غواړم هغه د بسپنې په ځای درته ډالۍ کړم." ځوانې مرسته ورکوونکې مېرمنې لیکلي وو:"غواړم د تلیفون کارډ هغه لس عدیدیز کوډ درواستوم دا کارډ ۰،۴۳ ډالره بیه لري او له دې لارې کولی شئ بنسټ ته پیسې تر لاسه کړئ". د نوموړې ټولنې بنسټ اېښودونکې حبا رشید سمدلاسه دا کارډ د انلاين له لارې بولۍ ته وړاندې کړ او له شرکتونو یې وغوښتل چې دې کمپاین کې ور سره مرسته وکړي. له دې سره مرستې ورکولو زور واخیست او په یو ملي کمپاین بدل شو چې "په مصر کې د ترټولو ګرانبيه تليفون کارډ" په نامه هشټګ یې هم له ځان سره پيل کړ. دا کمپاین هغه مهال چټک شو چې د مصر ووډافون شرکت ژمنه وکړه، د ورځې په پای کې به ټولې مرستې سره راټولې کړي. پوره راپور: https://www.bbc.com/pashto/world-61323892

ځواب ورکړئ