زده کړه

په هرات کې بې ساري شمېر ښځو په کانکور ازموینه کې برخه واخیستله

د عمر راپور

په هرات کې د پوهنتون د کانکور په ازموینه کې د ښځو دومره ستره برخه نویو کچو ته رسېدلې، چې دا د هغو افغانو ښځو هوډ په ګوته کوي چې غواړي لوړې زده کړې ترلاسه کړي. ځایي چارواکو وویل، د سږ کال د برخه والو له نیمایي څخه ډېر ښځې وې.‌ [عمر]

هرات -- په هرات کې د پوهنتون د کانکور په کلنۍ ازموینه کې د ښځو شمېر نویو کچو ته رسېدلې، چې دا د هغو افغانو ښځو هوډ په ګوته کوي چې غواړي لوړې زده کړې ترلاسه کړي.

سږ کال د هرات ښار په هرات پوهنتون کې د زمري په ۱۶ - ۱۸مه له ۱۳۰۰۰ څخه ډېرو برخه والو کانکور ازموینه ورکړه.‌

د هرات پوهنتون رییس عبدالله فایز وویل، د ۱۳۲۸۰ برخه والو له ډلې څخه ۷۷۷۹ ښځېنه وې.‌

هغه وویل، «د ۱۳۹۷ د کانکور ازموینه کې د نجونو برخه اخیستنه ۵۱٪ وه، په ۱۳۹۸ کې ۵۲٪ ته وختله، او سږ کال یې ۵۹٪ ته یې ټوپ وکړ.»

ښځینه برخه والې د زمري په ۱۷مه د پوهنتون د ازموینې، چې په افغانستان کې د کانکور په نامه یادېږي، له ورکړې څخه مخکې په هرات پوهنتون کې په کتار ولاړې دي. [عمر]

ښځینه برخه والې د زمري په ۱۷مه د پوهنتون د ازموینې، چې په افغانستان کې د کانکور په نامه یادېږي، له ورکړې څخه مخکې په هرات پوهنتون کې په کتار ولاړې دي. [عمر]

د لوړو زده کړو د وزارت د ازموینو د بورډ سرپرست مدیر عبدالقدیر خاموش وویل، د لومړۍ دورې په ترڅ کې له ۱۰ زرو څخه ډېرو ښځو په ۱۷ ولایتونو کې برخه واخیستله، او په دویمه دوره کې چې د هرات په ګډون ۸ ولایتونه نغاړي، له ۱۶۷۰۰ څخه ډېرو برخه واخیستله.

هغه وویل، «د سږ کال په کانکور ازموینه کې په ټول افغانستان کې ډېرو ښځو برخه اخیستې وه -- چې د تېرو کالونو په پرتله ډېره وه. په پاتې ۹ ولایتونو کې به هم په نږدې راتلونکي کې په کانکور ازموینه کې د نجونو ګډون زیات وي.»

هغه زیاته کړه، پخوانۍ تجربه او نتایج ښیي چې ښځو په کانکور ازموینه کې ډېرې نومرې اخیستې وې، او هم یې د لوړو زده کړو په موسساتو کې ډېره سهمیه ګټلي.

په خپلو حقونو پوهېدل

هغه ښځې چې په هرات ولایت کې یې په کانکور ازموینه کې برخه اخیستې وه وایي، هغوی دا کار د دې لپاره وکړ چې زده کړې ترلاسه کړي او د افغانستان په راتلونکي کې یو فعال رول ولوبوي.‌

رحیمې سعیدې چې په هرات کې یې ازموینه ورکړې وه، وویل، افغانو ښځو څو لسیزې د جګړې او ټولنیزو ستونزو له امله له کور نه بهر د زده کړو او فعالیتونو فرصت له لاسه ورکړی وو، خو اوس حالات بدل شوي دي ځکه چې د سړیو تر څنګ ښځې د هېواد په پرمختګ کې رول لوبوي.‌

هغې زیاته کړه، «د افغانستان ښځو او نجونو وده کړې ده، او خپل حقونه پېژني.‌ هغوی غواړي چې له کور نه بهر په دولتي ادارو، د پوهنتون زده کړو او فعالیتونو کې برخه واخلي.»

سعیدي وویل، د زده کړو دوام د ښځو ښکاره حق دی، او -- د طالبانو په ګډون -- هیڅوک هم نشي کولی چې دا حق له هغوی څخه واخلي.

هغې زیاته کړه، «طالبان باید ښځې او نجونې د هغوی له موجود حالت او هغو شرایطو سره چې هغوی یې لري، ومني، او هغوی هېڅکله هم نشي کولی چې په ښځو باندې خپلې غوښتنې تحمیل کړي.

هغې وویل، «که طالبان د سولې پروسې ته داخل شي، هغوی باید افغان حکومت د یوه پرمختلونکي حکومت په توګه قبول کړي او هغوی باید له کور څخه بهر د ښوونې او روزنې او فعالیتونو په ګډون، د افغانستان د پرمختګ په لاره کې د خنډونو له جوړولو څخه ډډه وکړي. هغوی باید د ښځو حقونه او په حکومت کې د هغوی حضور قبول کړي.»

له هرات څخه د ازموینې یوې بلې برخه والې ریحانې محبوبي وویل، «زه د یوې ځوانې په توګه، پلان لرم چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او په راتلونکي کې په حکومت کې خدمت وکړم.»

هغې زیاته کړه، «زه غواړم چې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړم او بیا په حکومت کې کار وکړم ترڅو د خپل هېواد خدمت وکړم. طالبان نشي کولی چې د ښځو فعالیتونه محدود کړي.»

محبوبي زیاته کړه، که طالبان له حکومت سره یوځای کیږي، په کار دی چې تلپاتې سوله یقیني شي تر څو ښځې او نجونې وکولی شي چې زده کړې ترلاسه کړي او د خپل هېواد په راتلونکي کې یو مهم رول ولوبوي.‌

د افغانستان په پرمختګ کې یو مهم رول

د دغه ولایت مرستیالې مونسې حسن زاده وویل، ښځې په هرات کې په دولتي ادارو کې یو فعال رول لري ځکه چې هغوی د یو لوړشمېر حکومتي ادارو مشري پر غاړه لري.‌

هغې وویل، «د تېرو دو لسیزو په ترڅ کې ښځو او نجونو تعلیم ترلاسه کړی او پياوړې شوي دي، او هغوی د سړیو په څېر وړتیاوې لري چې د خپل هېواد د ښېرازۍ لپاره هڅې کوي. هغه فرصتونه او لاسته راوړنې چې تاسو یې نن په افغانستان کې وینئ هېڅکله هم د ښځو له برخه اخیستنې څخه پرته نشوای رامنځته کېدلی.»

هغې وویل، «په افغانستان کې ښځو دومره وده کړې ده چې که یو څوک یا یو ګروپ وغواړي چې د هغوی د فعالیتونو مخه ونیسي، له مقاومت سره به مخامخ شي

د هرات پوهنتون یوه استاد عبدالله مایار وویل، ښځې د افغانستان د وګړو نیمه برخه جوړوي او هغوی په ښوونه روزنه او پرمختګ کې ډېره لیوالتیا لري؛ له دې امله، په کار دی چې د هغوی د ودې مخه ونه نیول شي.

هغه زیاته کړه، په کانکور ازموینه کې د ښځو پراخ ګډون «داسې یو پیغام ورکوي چې ښځې باید د ژوند په ټولو اړخونو کې برخه واخلي. ښځو ته باید د سولې په پروسه کې فعال رول ورکړل شي چې هغوی وکولی شي له طالبانو سره د خبرو په ترڅ کې له خپلو حقونو څخه دفاع وکولی شي.»

هغه وویل، هیڅوک هم نشي کولی چې په افغاني ټولنه کې د نجونو او ښځو پراخ حضور له پامه وغورځوي.‌

مایار زیاته کړه، «لوستې نجونې او ښځې باید د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې یو مهم رول ولوبوي،‌ او څومره چې موږ ډېرې لوستې ښځې ولرو، هومره هغوی ډېر کولی شي چې په هېواد کې له بېلابېلو سکتورونو سره مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ پر مخ روان یو او شاته به ستانه نشو. اوس افغاني ټولنه ډېره پراخه شوې ده. د دې هېواد خلکو درک کړې ده چې د افغانستان ټولې ستونزې او بدبختۍ د هغوی په بې سوادۍ کې وې. که مونږ یو ازاد، مستقل، پرځان بسیا او امن افغانستان غواړو، د هېواد ټول اتباع، سړي او ښځې، باید زده کړه وکړي. هرافغان هلک یا نجلۍ چې سواد ترلاسه کوي او زده کړه کوي، د دې هېواد دښمنانو ته په خوله سخت سوک ورکوي.‌ په افغاني ټولنه کې د سواد د کچې په لوړېدلو سره به په دې هېواد کې سوله او امنیت راشي او جنګ او بې نظمۍ به له منځه لاړشي. مونږ باید خوښ اوسو چې د هرات ولایت د کانکور ازموینه کې د ښځینه برخه والو شمېر زیات شوی دی.‌ د ښځو تعلیم ډېر مهم بلل کیږي. که یوه ښځه سواد ولري هغه به وکولی شي چې خپل ماشومان په صحیح توګه تربیه کړي او خپلو ماشومانو ته به اجازه ورنه کړي چې وسلې واخلي او د حکومت او نورو پر ضد یې وکاروي. زمونږ ټولې ستونزې له بې سوادۍ څخه وې. که زمونږ د هېواد ټول خلک باسواد وای، اوس به زمونږ په هیواد کې جنګ نه وای. مرګ د پوهې او تعلیم په دښمنانو. تل دې وي علم او سواد.

ځواب ورکړئ

د هېواد د پرمختګ لپاره ښه خبر ده چې د ښځینه ونډه به کانکور آزموینه کې زیاته شوې. حکومت باید پوهنتون ښځینه محصلینو لپاره د ټرانسپورټیشن آسانتیاوې برابرې کړي ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری ده او دوی. هلکان کولی شي چې په بایسکل، موټرسیکل، بس، ریکشا یا پیاده پوهنتون ته ولاړ سي خو انجونې بیا نشي کولی له پورتنیو ټرانسپورټي وسایل څخه استفاده وکړي. دوی مجبوره دي چې خپل ځان ته شخصی موټر کرا کړي او شخصي موټر کرا کول ګران تمامیږي. دولت که نشي کولي هر محصل ته موټر کرایه کړي، حد اقل کولی شی چي میاشتې نغدې پیسې ورکړي.

ځواب ورکړئ

هرات ولایت یوعالي کلتور لري او خلک یې علم او سواد ته د نورو لویدیځو ولایتونو په مقایسه ډېر ارزښت ورکوي.‌ په راتلونکو څو کالو کې، ښایي د هېواد ټولې ځوانې ښځې تعلیم ترلاسه کړي. د دې ولایت خلک د ښځو تعلیم ته ډېره پاملرنه کوي او کورنۍ د نجونو او هلکانو تر منځ فرق نه کوي. کورنۍ د دواړو حقونو ته په یوه سترګه ګوري. د پوهنتون د کانکور په ازموینه کې سږ کال د ښځو ګډون د تېرو کالو په نسبت واقعاً ډېر زیات وو.‌ دا د ښځو له تعلیم سره د خلکو مینه ښیي.‌ د هرات خلک ډېر هوښیار دي.‌ ټول افغانان باید خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي چې زمونږ ټولنه باسواده شي او زمونږ ستونزې حل شي.

ځواب ورکړئ

په هرات که به په مجموعي توګه د کانکور ګډونکوونکو شمېر زیاد شوی یې خو په نورو ولایتونو کې د کرزی صاحب دورې په پرتله خورا ډېر کم شوی ده. په ځانګړې توګه د هلکانو شمېر په کانکور کې ډېر کم شوی. علت داده چې د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خرابه شوی او څوک چې پوهتنون څخه فارغېږي در کار زمینه ورته نه مساعدیږي. په همدې دلیل خلک اوس لوست ته دومره زیاته پام لرنه نکوي. که بیکاري او بې وزلی دوام پیدا کړي، په راتلونکو څو کلونو کې به دغه شمېر نور هم کم شي او څوک به په کانکور کې ګډون ونکړي. حکومت نه مو جدي غوښتنه ده چې باسواده ځوانانو ته د کار زمینه مساعده کړي تر څو ځونان درس او پوهنتون ویلو ته لېولتیا پیدا کړي.

ځواب ورکړئ