کابل -- یو ماشوم چې د لسګونو زرو افغانانو د اېستلو په ترڅ کې په کابل هوایي ډګر کې ورک شوی وو، پنځه میاشتې وروسته د هغه له خپلوانو سره یوځای شو. د هغه نیکه چې خوشحاله معلومېده دا خبره تایید کړه.
د هلک پلار دوه میاشتنی سهیل احمدي، د تېر زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د ګڼې ګوڼې په ترڅ کې چې په نهیلۍ سره یې هڅه کوله ترڅو له افغانستان څخه پښې سپکې کړي، یوه بهرني عسکر ته ورکړ.
د متحدو ایالاتو پوځ د وږي په ۸مه له کابل هوایي ډګر څخه د هوا له لارې د نږدې ۱۲۴۰۰۰ خلکو تاریخي اېستنه بشپړه کړه.
جوړه سره جلا شوه او څه چې وروسته پېښ شول هغه معلوم نه دي، خو ټکسي چلوونکي حامد ساپي وویل چې هغه ماشوم په داسې حال کې یواځې وموند چې ژړل یې او په هوایي ډګر کې په ځمکه پروت وو.
ساپي چې هوایي ډګر ته د دې لپاره تللی وو څو د خپل ورور په اېستنه کې مرسته وکړي، وویل، «ما هغه ښځو ته ور وړ ترڅو شیدې ورکړي، خو ونشو... ما یې د کورنۍ لټون وکړ.»
هغه وویل، «بیا ما خپلې مېرمنې ته زنګ وواهه او هغې راته وویل چې ماشوم کور ته راوړه.»
دغې جوړې وویل چې هغوی د ماشوم د مور او پلار لټون وکړ خو چې ویې نه موندل، په هغه باندې یې د محمد عابد نوم کېښود او د هغه پالنه یې پیل کړه.
ساپي چې ۲۹ کاله عمر لري، ای اېف پي ته وویل، «که موږ د هغه کورنۍ نه وای موندلې، موږ به هغه د خپل ماشوم په څېر خوندي کړی او لوی کړی وای.»
په ورته وخت کې، د سهیل پلار میرزا علي احمدي خپل ورک شوی زوی درې ورځې په هوایي ډګر کې ولټاوه، او بالاخره یوې الوتکې ته وخوت او له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره یوځای د متحدو ایالاتو په لور والوت.
د کابل یواځینی هوایي ډګر د زمري په میاشت کې، چې متحده ایالات له ۲۰ کاله جنګ څخه وروسته له افغانستان څخه وتل، او په لسګونو زرو افغانانو او بهرنیانو هڅه کوله چې په هره موجوده الوتکه کې وځي، په ډېران باندې بدل شوی وو.
د یوې مور په څېر مسؤله
یواځې څو ورځې مخکې د ټولنیزو رسنیو او پولیسو په مرسته په کابل کې د سهیل د خپلوانو څرک ولګېد، او د هلک نیکه په داسې حال کې چې ساپی او مېرمن او درې لوڼې یې د سهیل په تګ خفه وو هلک له هغوی څخه ترلاسه کړ.
د ساپي مېرمنې فریما وویل، «ما د هغه پر وړاندې د یوې مور په څېر چلند کاوه.»
هغې وویل، «هغه د شپې ډېر را ویښېده... اوس چې زه را ویښه شم، هغه راسره نه وي دا کار ما ژړوي.»
هغې ای اېف پي ته وویل، «زه یوه مور یم. زه پوهېږم چې هغه به تل له موږ سره نه وي او دا چې هغه اړتیا لري چې له خپل مور او پلار سره و اوسي.»
د هغې مېړه وویل د ماشوم بېرته ورکول «ډېر سخت» وو او دا چې د ساپي د کورنۍ هغه ډېر سخت یادېږي.
د سهیل نیکه میرزا محمد قاسمي د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۹مه/ د ساپي کورنۍ په کابل کې خپل کور ته وربللې وه ترڅو له هلک سره وخت تېر کړي او هغوی ورسره د مهربانۍ چلند وکړ.
هغه ای اېف پي ته وویل، «هغوی پنځه میاشتې د هغه پالنه وکړه او له هغه سره ډېر نږدې ول،» او زیاته یې کړه چې په پیل کې د یادې جوړې زړه نه کېده چې هغه وسپاري.
قاسمي، چې ویې ویل هغه هم د خپل لمسي لټون کاوه، خوښ دی چې سهیل به اوس وکولی شي چې په متحدو ایالاتو کې له خپل مور او پلار سره یوځای شي.
قاسمي د فریما په غېږ کې د سهیل په ویده لیدلو سره خپلې اوښکې وچې کړې او ویې ویل، «زما د لور لپاره سخته وه. هغې ژړل او هېڅ یې نه خوړل.»
قاسمي وویل، تر هغه چې سهیل له خپلې کورنۍ سره یوځای کیږي، ترور به یې د هغه پالنه کوي.
د سهیل پلار له متحدو ایالاتو څخه د ټیلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، «په دا تېرو پنځو میاشتو کې زموږ حال بد وو... خو کله مو چې خپل ماشوم وموند، موږ خوښ شوو چې خدای پاک زموږ ماشوم بېرته مږ ته راکړ.»
ډېر ښه خبر دی، شکر چې دا ماشوم له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو. خدای دې نور د افغانانو په ژوند کې دغه ډول بدې ورځې نه راولي. ډېرې د ناهیلۍ ورځې وې، شکر چې تېرې شوې.
ځواب ورکړئ1 تبصره