کابل -- د طالبانو له نسکورېدلو څخه وروسته د تېرو ۱۶ کلونو په ترڅ کې، تورکویس ماونټین موسسې د افغانستان یو شمېر غوره هنرکاران او صنعتکاران موندلي او له هغوی سره یې مرسته کړې چې خپل مهارتونه وساتی او نورو ته یې ورانتقال کړي. دې موسسې همدارنګه له هغوی سره مرسته کړې چې خپل کار په نړیوالو مارکېټونو کې نندارې ته وړاندې کړي.
د کابل په تر ټولو زړه سیمه کې یو په دقت سره بیا جوړ شوی کاروانسرای - د لارې تر څنګ مېلمستون - یو ځل بیا په داسې یوه ځای بدل شوی چې هلته کولالان د دودیزې کولالۍ، حکاکان د حکاکۍ، خطاطان د اسلامي خطاطۍ او زرګران د زرګرۍ کارونه کوي.
ورو ورو، نور او نور افغان هنرکاران له دغې ډلې سره یوځای شوي، چې هغه بې جوړې مهارتونه خوندي کړي چې ډېر خلک په دې وېره کې ول چې د جګړې لسیزې به یې یو مخ پسې ورک کړي.
د تورکوېس ماونټین موسسې کارمندانو د کابل کوڅې او کلي پسې وغوښتل چې دغه ډول هنرکاران او زده کوونکي ومومي او په دغه مرکز کې یې ونیسي.
دغه موسسه اوس ۳۰ تنه افغان استادان استخداموي، چې هغوی ته یاده موسسه روزنه او مرسته ورکوي، او هغوی بیا په خپل وار سره نویو شاګردانو ته خپل هنرونه او صنعتکارۍ ورښيي.