اقتصاد

د اوبو لګولو د بېخبناوو په ښه کېدلو سره د هرات زراعتي تولیدات زیات شوي دي

د عمر راپور

ځایي چارواکو وویل، د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې د اوبیزې برېښنا او اوبو لګولو بندونو رغیدلو په تېر کال کې مرسته کړې ترڅو صادرات له۳۰٪ څخه ډېر زیات شي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- حکومتي چارواکو وویل، په هرات ولایت کې د اوبو لګولو د بېخبناوو په انکشاف سره زراعتي تولیدات زیات شوي،‌ او مرسته یې کړې چې تېر کال په عوایدو کې ۳۱٪ ډېرښت راشي.‌

دا اقتصادي بریا له دې سره سره رامنځته شوې چې طالبانو هڅې وکړې څو په دغه ولایت کې د اوبو تأمین ټکنی کړي.‌په دې لړ کې د کب په میاشت کې په پاشدان بند باندې په یوه امنیتي پوسته باندې یو برید هم شامل وو چې د بند د کارکوونکیو او انجنیرانو د ژوبلولو په نیت ترسره شوی وو.‌

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې وویل، د ۱۳۹۹ کال په ترڅ کې، تولیدوونکیو په هرات کې د شاوخوا ۶.۲۵ میلیاردو افغانیو (۸۰.۳ میلیونو ډالرو) په ارزښت ۶۸۸۸۳ ټنه سوداګریز توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړل.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس محمد رفیع رحماني تېره میاشت وویل، یواځې د یوې میاشتې په ترڅ کې، «هرات د شاوخوا ۳۷.۷ میلیونو افغانیو (۴۸۵۰۰۰ ډالرو) په ارزښت ۴۰۰۰ ټنه زراعتي تولیدات صادر کړل.»

په افغانستان کې د کرل شویو زعفرانو کریټونه د کب په ۳مه د هرات په نړۍ وال هوایي ډګر کې د صدور لپاره انتظار کوي. [د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه]

په افغانستان کې د کرل شویو زعفرانو کریټونه د کب په ۳مه د هرات په نړۍ وال هوایي ډګر کې د صدور لپاره انتظار کوي. [د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه]

رحماني وویل، د ۱۸۳ ډولو صادر شویو توکو له جملې څخه ۱۷۹ یې زراعتي وو.

رحماني وویل، د هرات د زراعتي تولیداتو په عمده صادراتو کې زعفران، ممیز، شنه زیره، توره زیره، سپینه زیره، د هندواڼو تخم، کونځلې، د جاروب بوټي تخم، خاکشیر، سپېغول، د ریحان تخم، د سپېلنیو تخم او یو شمېر طبي بوټي شامل دي.‌

نوموړي وویل، سرپ او قالینې د مهمو صادر شویو توکو په سر کې ځای لري،‌ په داسې حال کې چې د هرات په صنعتي صادراتو کې «بایلرونه، د انرژۍ څښاکونه او طبي توکي» هم شامل دي.

د هرات د صادروونکیو د اتحادیې رییس محمد عثمان انصاري وویل، اکثر صادرات متحده عرب اماراتو، ایران، اروپا، هندوستان، ترکیې، سعودي عربستان او ځینو افریقایي هېوادونو ته شوي دي.

انصاري وویل، «ډېر هېوادونه له افغاني تولیداتو سره مینه لري ځکه چې د هرات زراعتي او صنعتي تولیدات ډېر ښه کیفیت لري،» او زیاته یې کړه چې تمه لري د صادراتو مارکېټ همداسې وده وکړي.

د هرات د اقتصاد بدلول

ځایي چارواکو وویل، د ۱۳۹۵ د غبرګولي په ۱۵مه د سلما بند افتتاح مرسته وکړه چې د هرات زراعتي تولیدات وده وکړي چې دغه حالت په خپل وار سره د بزګرانو د ژوند شرایط ښه کړل.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست بشیراحمد احمدي وویل، د دې بند له فعالیدو سره د چشت، اوبه، پشتون زرغون، انجیل او زنده جان په څېر ولسوالیو کې په زرګونو باغونه وکرل شول.

هغه زیاته کړه، اوس بزګران په ټول ولایت کې له ۱۴۰۰۰ هکتارو څخه ډېره ځمکه باندې شولې کري چې وریژې ترې لاسته راځي، په داسې حال کې چې د بند له افتتاح څخه مخکې دغه اندازه یواځې ۶۰۰۰ هکتاره وه.‌

احمدي وویل، «سلما بند مرسته کړې چې د هریرود سیند په اوږدو کې په ۱۰ ولسوالیو کې د زرګونو کسانو لپاره دایمي کارونه رامنځته شي.»

که د سلما بند اوبه نه وای، بزګرانو به د سږ کال د وچکالۍ له امله خپل زراعتي او د باغونو حاصلات له لاسه ورکړي وای.‌

هغه وویل، «سږ کال د سلما بند اوبو زموږ حاصلات وژغورل.»

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، د بند له لارې د اوبو جریان د زراعت سکتور عصري کړی چې دې کار په دغه ولایت کې د زراعتي تولیداتو زیاتېدلو او معیاري کېدلو ته لاره هواره کړې ده.

هغه وویل، «د هرات تولیداتو ته، په ځانګړې توګه د زراعت په سکتور کې ... د سیمې او نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ډېره تقاضا موجوده ده.»

قتالي زیاته کړه،‌ سلما بند د اوبو د جریان په مدیریت سربېره د زراعت او باغدارۍ د فعالیتونو په پراخولو کې مرسته کړې ده.‌

هغه وویل، «پاشدان بند په هرات کې د زراعت او صادراتو د ودې لپاره د افغانستان د حکومت یوه بله اساسي پروژه ده.»

هغه وویل، تمه ده چې دغه بند چې اوس یې ۹۰٪ رغونه بشپړه شوې ده د کال تر پایه پورې پرانستل شي، او زیاته یې کړه چې دغه ولایت غواړي چې په راتلونکي کې یې صادرات لا نور زیات شي.‌

د اوبو پروژو باندې کار روان دی

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره پلان لري ترڅو سږ کال په ۲۱ ولایتونو کې د شاوخوا ۴۴ لویو، اوسطو او کوچنیو بندونو د رغونې کار پیل کړي.‌

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک د وري په ۱۶مه وویل،‌ په دغو پروژو باندې به له ۶۰۰ میلیونو ډالرو څخه ډېر لګښت راشي چې په نتیجه کې به یې د ۱.۲ میلیارد مکعب متره اوبو د ذخیرې ظرفیت رامنځته شي.‌

هغه وویل، دغه نوي بندونه به له ۳۲۰۰۰۰ هکتاره څخه ډېرې زراعتي ځمکې ته د خړوب اوبه برابرې کړي او شاوخوا ۱۰۰ میګاواټه برېښنا به تولید کړي.‌

خپلواک وویل، په ۱۳ بندونو باندې د رغونې کار روان دی.

په دغو بندونو کې په فراه کې بخش اباد، په هرات کې پاشدان، په هلمند کې کجکي، په پکتیا کې مچلغو، په غزني کې سلطان، په زابل کې توري، په پکتیکا کې پلتوني، په کابل کې شاه و عروس، په بدخشان کې شورابک او په اروزګان کې سراب او شفلوق شامل دي.

په هرات ښار کې د اقتصادي چارو پوه محمد یعقوب مشعوف وویل،‌ له ناامنۍ او اقتصادي ننګونو سره سره، حکومت وتوانېد چې بندونه جوړ او کاري فرصتونه رامنځته کړي.

مشعوف وویل، په هېواد کې د اوبیزې برېښنا د بندونو جوړېدلو د زرګونو کسانو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول دوامدارې دندې رامنځته کړي دي.‌

هغه زیاته کړه، «په ورته وخت کې، د دغو بندونو له لارې د ځمکې خړوبولو د باوري اوبو په تأمین سره زراعتي تولیدات زیات شوي او د بزګرانو ژوند ورسره ښېراز شوی دی.»

مشعوف وویل، د بندونو جوړېدل به په زرګونو هکتاره ځمکه د کرنې او باغدارۍ لپاره برابره کړي، او زیاته یې کړه چې،‌ «د زراعت د سکتور د ودې په نتیجه کې به افغانستان پر ځان بسیا شي.»

هغه وویل، افغانستان حاصلخېزې زراعتي ځمکې لري، او په دوامداره توګه د اوبو په تامین سره دا وړتیا لري چې د غنمو حاصلات زیات کړي او ډول ډول تازه مېوې تولید کړي.

هغه زیاته کړه، افغانان کولی شي چې مېوې پخپله وکاروي یا یې صادرې کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د زراعت د سکتور بالقوه ظرفیتونه او د اوبه خور د بهترو بېخبناوو او همدارنګه د سړو خونو جوړونه، د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته کوي. دا ښه خبر دی. افغان حکومت او د زراعت په برخه کې بهرنۍ مرستندویې ادارې باید په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړي چې د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي او د افغانستان خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

ځواب ورکړئ

په وروستیو کالونو کې د افغانستان اقتصادي وده یو څه زیاته شوې ده، او دا وده د زراعت په سکتور کې د تولیداتو له برکته شوې ده، خو بزګران د زراعت د دودیزې طریقې، د ځمکې د کموالي او په ټاکلي وخت بازار ته د زراعتي محصولاتو د نه رسېدلو له امله له ستونزو سره مخامخ دي.‌ د اقلیم بدلون د دې سبب شوی چې ډېرې ځمکې په دښتو باندې واوړي او د اوبو ډېرې سرچینې وچې شوي دي.‌ دغه راز، زراعتي تولیدات مناسب بازار نه لري. یوازې سږ کال په زرونو ټنه تازه افغاني مېوه له دې امله ورسته شوه چې د سیمې بازارونو ته د رسېدلو فرصت یې ترلاسه نه کړ.‌ افغان حکومت باید هڅې وکړي چې یادې ستونزې حل کړي. له بزګرانو سره د هغوی د زراعتي تولیداتو لپاره د بازار په موندلو کې په همکارۍ کولو سربېره،‌ په کار دی چې حکومت د سړو خونو جوړول زیات کړي څو زراعتي تولیدات وراسته یا خراب نشي.‌

ځواب ورکړئ

په دې شرایطو کې،‌ ښایي په افغانستان کې زراعت په دې هېواد کې د اقتصادي بېخبناوو د رامنځته کولو لپاره غوره او ښایي یوازنۍ لاره وي.‌ زراعت نه یوازې په پرمختګ کې فعال رول لوبوي، بلکې هغه ښایي په پرمختیایي هېوادونو کې په اقتصادي جوړښتونو کې پنځه مهمې مرستې وکړي.‌ دغه مرستې په دې ډول دي:‌ کاري ځواک، پانګه، بهرني اسعار، د صنعت د ودې لپاره خام مواد او د هغو صنعتي توکو لپاره چې په هېواد کې دننه جوړېږي مناسب بازار برابرول.

ځواب ورکړئ

افغانستان په سیمه او نړۍ کې د یوه زراعتي هېواد په توګه پیژندل کیږي. د افغانستان د وګړو ۸۰٪ په زراعت او مالدارۍ بوخت دي، او ۳۱٪ ناخالص عاید له زراعتي محصولاتو څخه ترلاسه کیږي.‌ دغه راز، زراعتي او فارمي تولیدات د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی سکتور جوړوي، نو زراعت د افغاني ټولنې په اقتصادي جوړښت کې ځانګړی اهمیت لري.‌ کارپوهان زراعت ته د افغانستان د اقتصاد د تر ټولو مهمې برخې په سترګه ګوري، او په دې باور دي چې مونږ کولی شو یوازې د زراعت د سکتور په پراختیا سره په افغانستان کې په زړه پورې اقتصادي وده او پرمختګ وکړو.‌

ځواب ورکړئ