امنیت

په افغان موټروانانو باندې د اوبو د حقونو په سر د ایرانیانو بریدونو د خلکو غوسه را وپاروله

د علي راپور

په سلګونو ایراني معترضینو د جمعې په ورځ /د سلواغې ۸مه/ د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په زابل کې په افغان موټروانانو باندې برید وکړ. هغوی دغه برید په افغانستان کې د کمال خان بند د ډکېدلو په سر چې ایران ته یې د اوبو د وړیا بهیر مخه نیولې ده، وکړ. [علي/ټولنیزې رسنۍ]

کابل -- په سلګونو ایراني معترضینو تېره اونۍ په افغانستان کې د کمال خان بند د ډکېدلو له امله چې ایران ته یې د اوبو د وړیا بهیر مخه نیولې ده، په ایران کې په افغان موټروانانو باندې برید وکړ.

کمال خان بند چې د نیمروز ولایت په چاربرجک ولسوالۍ کې واقع دی د ۱۴۰۰ د وري په میاشت کې له افتتاح څخه راهیسې یې اوس په لومړي ځل ډک شوی دی. په دغه بند باندې په ۱۳۵۰ کال کې کار پیل شوی وو.

د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو د ۱۳۵۲ کال د تړون په اساس،‌ ایران حق لري چې له هلمند سیند څخه په یوه ثانیه کې ۲۶ مکعب متره اوبه ترلاسه کړي.

خو له لسیزو راهیسې، ایران هر کال په میلیاردونو مکعب متره اوبه په وړیا ډول ترلاسه کوي چې دا له هغه مقدار څخه چې په تړون کې قید شوي ډېرې زیاتې دي.‌

افغاني لارۍ د سلواغې په ۸مه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په زابل کې وروسته له هغه لیدل کیږي چې ایراني معترضینو په افغان موټروانانو باندې برید وکړ او په افغانستان کې د کمال خان بند د ډکېدلو او د هغه له امله ایران ته د اوبو د وړیا بهیر د بندېدلو په سر یې د هغوی موټرونو ته زیانونه ور ورسول. [ټولنیزې رسنۍ]

افغاني لارۍ د سلواغې په ۸مه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په زابل کې وروسته له هغه لیدل کیږي چې ایراني معترضینو په افغان موټروانانو باندې برید وکړ او په افغانستان کې د کمال خان بند د ډکېدلو او د هغه له امله ایران ته د اوبو د وړیا بهیر د بندېدلو په سر یې د هغوی موټرونو ته زیانونه ور ورسول. [ټولنیزې رسنۍ]

اوس د اوبو وړیا بهیر دردېدلی دی.

د ایران د سیسات او بلوچستان ولایت په زابل کې معترضینو د جمعې په ورځ /د سلواغې ۸مه/ په موټروانانو باندې برید وکړ او په داسې حال کې چې له بند څخه د اوبو د ورخوشې کولو غوښتنه یې کوله، په لسګونو لارۍ یې د لرګیو او ډبرو په وسیله ویجاړې کړې.

د هرات ښار یوه اوسېدوکي ویس احمدي د دغو بریدونو په غبرګون کې وویل، «اوبه زموږ د هېواد حق دی. ایران به هومره اوبه ترلاسه کوي چې په شوي تړون کې پرې سلا شوې ده. هیڅوک به هم د هغوی له حق څخه انکار ونه کړي.»

احمدي وویل، «ایران ښه ډېر تېل لري، خو آیا افغانانو کله له ایران څخه په وړیا ډول تېل غوښتي دي؟»

هغه وویل، «ایران خپل ځانونه ډېر لوستي او خبر بولي. آیا دا شرم نه دی چې هغوی داسې یو غیرانساني کار کوي چې د اسلام او انسانیت د اساساتو مخالف دی؟»

هغه وویل،‌ افغانستان او ایران سره ګاونډیان دي، شریکه ژبه او فرهنګ لري لاکن د ایرانیانو چلند د ښه ګاونډيتوب د اساساتو پر ضد دی.‌

یو ظالم ګاونډی

په فراه کې د یوې ټرانزیټ لارۍ چلوونکي عبدالرزاق وویل، که ایرانیان خپل ځانونه مسلمانان بولي، هغوی باید په افغانانو باندې د خپلو ظلمونو په هکله غور وکړي. د هغوی دا کار د ښه ګاونډیتوب او انسانیت له اساساتو څخه ډیر لرې ده.

هغه وویل، «له ۴۰ کاله انتظار څخه وروسته، کمال خان بند بالاخره افتتاح شو او زموږ کروندګر کولی شي چې له اوبو څخه یې استفاده وکړي، لاکن اوس ایران غواړي چې دا بند هم له موږ څخه واخلي

هغه وویل، «که د ایران حکومت د کالونو په اوږدو کې برېښنا، تېل او ګاز افغانانو ته برابر کړي وې، نو هغوې یې په بدل کې پیسې ترلاسه کړي دي. خو هغوی له لسیزو راهیسې د افغانستان اوبه په وړیا توګه استعمالوي.»

رزاق وویل، په موټروانانو باندې برید او د هغوی د موټرو ویجاړول یو له شرمه ډک او غیر انساني عمل دی.

د نیمروز یوه اوسېدونکي عبدالسلام پوښتنه وکړه چې، «د دغو بې چاره موټروانانو ګناه څه وه چې ووهل شول او موټرو یې ویجاړ کړای شول؟»

هغه وویل، «اوبه د دواړو حکومتونو تر منځ یوه مسئله ده چې باید د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړای شي، لاکن ایرانیانو بې ګناه موټروانان ووهل چې دا یو غیر انساني کار دی او د هغوی دښمني په ګوته کوي.»

هغه زیاته کړه، «ایران له کالونو راهیسې له افغانستان څخه ورتلونکې اوبه په وړیا ډول کارولې. اوس چې مونږ خپلې اوبه مدیریت کوو، د ایران حکومت د خپلې دښمنۍ اعلان کوي.»

د محمد داود اکرمي په نامه د نیمروز یوه اوسېدونکي وویل، د ایراني معترضینو له خوا په افغان موټروانانو باندې برید یو بزدلانه عمل دی.

هغه زیاته کړه، «که ایران اضافه اوبه غواړي، نو باید په مقابل کې یې برېښنا یا تېل ورکړي. اوس مفت خورې او په ړیا ډول د اوبو د بهیر وختونه تللي دي.»

هغه وویل،‌«موږ به خپلې اوبه ایران ته په وړیا ډول ور نه کړو

د ایران پور

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد چې په هلمند سیند باندې یې څېړنه کړې، وویل، ایران په ۱۳۵۲ کې د هلمند سیند د اوبو تړون له لاسلیکېدلو راهیسې د ۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د هلمند سیند اوبه په وړیا ډول کارولي دي.‌

هغه وویل،‌ «ایران له هلمند سیند څخه په میلیاردونو مکعب متره اوبه په وړیا ډول ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې په یوه کال کې له ۸۰۰ میلیونو مکعب مترو څخه د لږ ډېرو اوبو د ترلاسه کولو مستحق دی.»

هغه زیاته کړه، «که له ایران سره محاسبه وشي، له دغه هېواد څخه باید تر څو لسیزو پورې حق آبه واخیستل شي.»

حسیني وویل، د ایران له خوا په سرحدي سیمو کې د دې لپاره د څاګانو اېستل چې د سیند اوبه ورکش کړي هم د هلمند سیند د اوبو تړون څخه سرغړونه ده. د دغه غیرقانوني او غیر اخلاقي کار د ترسره کولو پوښتنه هم باید ورسره وشي.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د پوهنتون یوه استاد میرویس نادري وویل، د کمال خان بند په جوړېدلو سره، هغه وخت را رسېدلی چې له ایران سره محاسبه وشي. ایران ته د تلونکو اوبو هر څاڅکی باید حساب کړای شي.

هغه وویل، «کمال خان بند په نیمروز ولایت کې د زراعتي تولیداتو ودې ته لاره هواره کړې ده. د ایراني تولیداتو ځای به ډېر ژر داخلي تولیدات ونیسي.»

هغه وویل، «په روانو شرایطو کې اوبه ډېر ارزښت لري. که ایران نورو اوبو ته اړتیا لري، هغوی باید افغانانو ته د هر څاڅکي په بدل کې چې هغوی یې له هلمند سیند څخه ترلاسه کوي تادیات وکړي.»

نادري وویل، «دا انصاف ندی چې زموږ خلک په فقر کې ژوند کوي په داسې حال کې چې ایران د هغوی له اوبو څخه په وړیا ډول استفاده کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هلمند تړون او د اوبو نړیوال حقوق کله چې موږ دا ومنله چې ایران د هلمند په اوبو کې حق لري، نو معنا دا چې موږ د نړیوالو حقوقو د محدود حق نظریه منلې. د هلمند تړون په پنځمه ماده کې راغلي چې افغانستان به هېڅ داسې اقدام نه کوي چې ایران د هلمند سیند کې له خپلې حقابه څخه په بشپړ یا قسمي ډول محروم کړي. که دا د اوبو د نړیوالو حقوقو په تیوریک قالب کې واچوو، په اصل کې هماغه د (پام وړ ضرر د مخنیوي) پر قاعدې بنا ده. له بلې خوا په تړون کې د هلمند سیند د کلني مجموعي تولید څخه لویه برخه اوبه افغانستان ته ورکړل شوي، چې دا بیا د ایران له خوا د عادلانه او معقولانه اصل په رسمیت پېژندل دي ځکه چې د هلمند ډېرې اوبه افغانستان تولیدوي او د ایران په نسبت په افغانستان کې ډېر خلک ترې استفاده کوي او ژوند یې پرې ولاړ دی. همدې حقایقو ته په پام سره، ایران او افغانستان په ۱۸۷۲ کال کې د ګولډ سمېټ له حکمیت څخه نیولې بیا تر ۱۹۷۳ کال پورې چې معاهده وشوه، پنځه ځلي لانجې او شخړې کړې دي. وروستۍ شخړه په ۱۹۴۷ کې تر یوې سختې وچکالۍ وروسته رامنځته شوه چې بلاخره دواړو هېوادونو امریکا ته د منځګړیتوب وړاندیز وکړ. امریکا د موضوع د حل لپاره د هلمند دلتا په نامه یو بې طرفه تخنیکي کمېسیون وټاکه چې په دې کمېسیون کې یو امریکايي، یو چیلي او یو کاناډايي انجینیر شامل و. دغه کمېسیون د هلمند سیند ټول خصوصیات مطالعه کړل او بالاخره په ۱۹۵۱ کال کې یې یو راپور چمتو کړ. په دې راپور کې د دواړو هېوادونو د اوبو حق مشخص شوی و، خو دا چې ایران یاد راپور د افغانستان په ګټه وباله، نو اعتراض یې وکړ او ویې نه مانه. بالاخره په ۱۹۷۳ کال کې سیاسي شرایط مساعد شول او د افغانستان او ایران دواړو شاهي دولتونو غوښتل چې د ښو اړیکو په مقصد خپل تاریخي منازعات

ځواب ورکړئ