پمپیو په کابل کې د طالبانو له برید څخه وروسته د امنیتي ځواکونو غبرګون وستایه

سلام ټایمز

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۹مه/ په کابل کې پر کاونټرپارټ انټرنېشنل موسسه د طالبانو برید په سختو ټکو وغانده او په دې برخه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو چټک او ژوند ژغورونکی غبرګون وستایه.

طالب اورپکو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۸مه/ په کابل کې د یادې ادارې په دفتر باندې د دې ادعا په اساس برید وکړ چې ویل یې غربي کلتور او د سړیو او ښځو «ګډ کار کولو» ته وده ورکوي.

حکومت وویل چې په وژل شویو کسانو کې د افغان امنیتي ځواکونو پنځه غړي، د کاونټرپواینټ ساتونکی او درې ملکيان شامل دي. افغان کمانډویانو هغه څو تنه طالب وسله وال چې په ودانۍ یې برید کړی وو، ووژل.

پمپیو په یوه اعلامیه کې وویل، «مونږ د هغو زړورو افغان امنیتي ځواکونو ستاینه کوو چې غبرګون یې وښود ... او د ژوند د ژغورلو لپاره په چټک ډول لاس په کار شول.»

هغه وویل، «مونږ بیا پر طالبانو غږ کوو چې په قصدي توګه پر ملکي خلکو بریدونه کول ودروي.»

هغه وویل، کاونټرپارټ انټرنېشنل «داسې پروګرامونه چلوي چې د سولې په هکله خبرې اترې هڅوي، د ځوانانو برخه اخیستنه زیاتوي او د ښځو لپاره فرصتونو ته وده ورکوي. د دې موسسې افغان او نړۍ وال کارمندانو د افغانانو او د هغوی د هېواد لپاره د یوه سوله ییز، جامع راتلونکي د رامنځته کولو په لاره کې د خدمت لپاره خپل ژوند وقف کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500