میدان وردک، افغانستان -- د حقاني د ترهګرې شبکې لږ تر لږه ۱۰ تنه فعالان د سپتمبر په ۲۹مه په میدان وردک ولایت کې د حزب اسلامي ګوند له نظامي څانګې سره په جګړه کې ووژل شول، په داسې حال کې چې د سرک د غاړې بمونو په دوه ولایتونو کې ۱۲ تنه ملکیان ووژل.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د والي ویاند عبدالرحمان منګل وویل چې دغه وسله واله نښته په ملاخېل سیمه کې پېښه شوه.
منګل بې له دې چې د حزب اسلامي اړخ ته د وراوښتو تلفاتو په هکله څه ووایي وویل چې په وژل شویو کسانو کې د حقاني شبکې د ګروپ قوماندان هم شامل دی.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوه بم لږ تر لږه دوه تنه ملکیان ووژل.
د خامه پرېس د راپور په اساس، د بادغیس د والي ویاند خالد ساپي وویل چې د طالبانو له خوا اېښودل شوي د سرک د غاړې یوه بم د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې ۱۰ تنه نورملکي کسان ووژل.