کابل -- یو افغان چارواکی، ۱۰ تنه ملکیان، ۴ تنه پولیس افسران او ۳ تنه اورپکي په وروستي تاوتریخوالي کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ووژل شول.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د اګست په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په وروستیو وختونو کې د سرک د غاړې یوه بم د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې ۶ تنه ملکیان ووژل.
هغه وویل چې دغه بم د اردو له یوه کمپ سره نژدې اېښودل شوی وو.
پژواک خبري اژانس د اګست په ۲۹مه د چارواکو له قوله وویل چې طالبانو په وروستیو وختونو کې په ناوه ولسوالۍ کې دوه ورونه د هغوی له کور څخه واېستل او ویې وژل.
په عین حال کې، د هلمند د امنیې قوماندان مرستیال ډګروال محمد معصوم هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یوې چاودنې د اګست په ۲۹مه لږ تر لږه ۴ تنه پولیس افسران ووژل.
پژواک خبري اژانس د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ د ویاند عبدالرؤف احمدي له قوله راپور ورکړ چې درې د سرک د غاړې بمونو د اګست په ۲۹مه د یاد ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ۲ تنه ملکیان او ۳ تنه اورپکي ووژل.
د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اداري مدیر محمد رحیم امین د اګست په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو د اګست په ۲۸مه د یادې ولسوالۍ اجرائیه رییس وویشت او ویې واژه.