۵۶ تنه افغان اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۵۶ تنه اورپکي، ۵ تنه ملکیان او ۸ تنه افغان عسکر په افغانستان کې په وروستیو جګړو کې ووژل شول.

افغانستان ټایمز د اګست په ۲۸مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې عسکرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۵۰ تنه اورپکي ووژل. د دفاع وزارت زیاته کړه چې ۸ تنه افغان عسکر ووژل شول.

په عین حال کې، د پروان د والي ویاند عبدالواحد صدیقي د اګست په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اګست په ۲۷مه د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د شپې له مخې هوایي حملو لږ تر لږه ۶ تنه طالبان ووژل. دوه تنه ملکیان چې ترهګرو تښتولي ول هم ورسره ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل چې د اګست په ۲۹مه د سرک د غړې یوه بم د دغه ولایت له فیروزکوه سره نژدې لږ تر لږه ۳ تنه ملکیان په یوه موټر کې ووژل.

افغانستان ټایمز د اګست په ۲۸مه د ملي امنیت د ریاست له قوله راپور ورکړ چې چارواکو په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې د ۴ تنو شکمنو طالبانو او ۴ تنو شکمن داعشیانو په شمول ۸ تنه شکمن اورپکي ونیول.

په یوه بل خبر کې، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشاپ د اګست په ۲۹مه ازادۍ راډېو ته وویل چې تښتوونکیو په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې یوه ښځینه استرالیایۍ مرستندویه کارکوونکي خوشي کړه. دغه ښځه د اپریل په میاشت کې په جلال اباد کې تښتول شوې وه. بیشاپ له افغان مقاماتو څخه د یرغمل نیول شوې خلاصون ته د لارې هوارولو له امله مننه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500