کابل -- په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۸۲ تنه اورپکي، ۲۰ تنه افغان عسکر او ۵ تنه ملکیان ووژل شول.
د خامه پرېس د اګست د ۱۷مې د راپور په اساس، د دفاع وزارت وویل چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ملي اردو لږ تر لږه ۲۰ تنه عسکر ووژل شول.
افغانستان ټایمز یوه ورځ مخکې د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۸۲ تنه طالبان ووژل شول.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د دفاع وزارت وویل چې ۷ تنه عسکر ووژل شول. ښایي چې دغه ۷ تنه د هغو ۲۰ تنو عسکرو په ډله کې شامل وي چې د خامه پرېس په راپور کې ذکر شوي دي.
طلوع نیوز د اګست په ۱۷مه راپور ورکړ چې اورپکو په وروستیو کې هغه ۴ تنه ملکیان چې په هلمند ولایت کې یې تښتولي ول ووژل. په یرغمل نیول شویو کې دوه تنه تنکي ځوانان هم شامل ول.
د هلمند والي حیات الله حیات وویل چې یاد ۴ تنه یوه اونۍ مخکې په لښکرګاه - ګرېشک لویه لاره تښتول شوي ول. چارواکو په وروستیو وختونو کې د هغوی جسدونه په هلمند کې وموندل.
چارواکو وویل چې یوه اورپکي د اګست په ۱۶مه په لښکرګاه کې په ډزو کې یو ملکي شخص وواژه.