کابل -- لږ تر لږه ۱۱۹ تنه اورپکي او ۷ تنه افغان عسکر د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو جګړو کې ووژل شول.
افغانستان ټایمز د اګست په ۲۹مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې عسکرو په وروستیو وختونو کې د ۵ ځانمرګو بمي بریدګرو په شمول لږ تر لږه ۴۳ تنه اورپکي د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ووژل.
د دفاع وزارت وویل چې ۷ تنو افغان عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړ.
په ننګرهار ولایت کې، د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د اګست په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې عسکرو په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۷۶ تنه طالبان د دوه ورځني عملیاتو په ترڅ کې ووژل.
په عین حال کې، د پکتیا ولایت د والي ویاند نقیب اتل طلوع نیوز ته وویل چې د دغه ولایت په جانيخېل ولسوالۍ کې د اګست په ۲۹مه افغان هوايي ځواک د شپې په یوه حمله کې د حقاني د ترهګرې شبکې ۴ تنه قوماندانان ووژل.
ښایي چې دغه ۴ تنه د هغو ۴۳ تنو په ډله کې شامل وي چې د دفاع وزارت یې د اګست په ۲۹مه راپور ورکړی وو.