۱۰۴ افغان اورپکي، ۱۱ عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۱۰۴ تنه اورپکي او ۱۱ تنه امنیتي پرسونل ووژل شول، په داسې حال کې چې په ننګرهار ولایت کې ۴۳ تنو اورپکو جګړې ته د پای ټکی کېښود او د سولې له پروسې سره یوځای شول.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د هلمند د والي د رسنیو دفتر د اګست په ۸ مه او ۹مه په جلا جلا اعلامیو کې وویل چې عسکرو په وروستیو وختونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۸۵ تنه طالبان ووژل.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې په هلمند کې یو افغان عسکر وژل شوی دی.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د افغان ملي اردو جنرال محی الدین غوري د اګست په ۸ مه وویل چې امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه نور اورپکي د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې ووژل.

افغانستان ټایمز د اګست په ۸ مه د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ تنه عسکر ووژل شول چې په دې کې ښایي یو عسکر په هلمند کې وژل شوی وي.

د دفاع وزارت همدارنګه د هلمند او فراه په شمول په بېلابېلو ولایتونو کې د اورپکو د مړینو شمېرې ښودلې دي. ښایي چې د هلمند او فراه تلفات د هغو ۱۰۴ اورپکو په ډله کې وي چې طلوع نیوز او افغانستان ټایمز یې د مړینو راپور ورکړی دی.

په عین حال کې، د افغانستان ټایمز د راپور په اساس د ملي امنیت ریاست د اګست په ۸ مه وویل چې ۴۳ تنه طالب او داعش اورپکي په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې تسلیم او د سولې له پروسې سره یوځای شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500