۱۰۰ افغان اورپکي، ۱۹ امنیتي پرسونل ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو جنګونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه اورپکي او ۱۹ تنه امنیتي پرسونل ووژل شول.

افغانستان ټایمز د اګست په ۳۱مه د دفاع وزارت له قوله لیکي چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې ۹۷ اورپکي ووژل.

۱۲ تنه عسکر هم ووژل شول.

د هلمند ولایت د امنیې قوماندان بریدجنرال اقانور کینتوز پژواک خبري اژانس ته د اګست په ۳۱ مه وویل چې عسکرو په وروستیو وختونو کې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالبان ووژل. ښایي چې دغه ۱۲ تنه د هغو ۹۷ مړو اورپکو په ډله کې شامل وي چې د دفاع وزارت یې راپور ورکړی دی.

د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې، په فراه ولایت کې بریدجنرال میر اسدالله کوهستاني د اګست په ۳۱مه وویل چې د دغه ولایت په بالابولوک ولسوالۍ کې په بله جګړه کې لږ تر لږه ۳ تنه اورپکي او ۳ تنه عسکر ووژل شول.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د اروزګان ولایت د امنیې قوماندان عبدالقوي عمري د اګست په ۳۱مه وویل چې د دغه ولایت په دوه ولسوالیو کې په نورو جګړو کې طالبانو ۴ تنه پولیس افسران ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500