افغان ځواکونو لږ تر لږه ۱۳۹ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۱۳۹ تنه اورپکي او پنځه تنه افغان عسکر په وروستیو وختونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په جنګونو کې ووژل شول.

افغانستان ټایمز د اګست په ۲۳مه د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړ چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۸۹ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت وویل چې پنځه تنه د افغان ملي اردو عسکر هم ووژل شول.

خامه پرېس او افغانستان ټایمز د اګست په ۲۳مه د کورنیو چارو د وزارت له قوله راپور ورکړ چې د غور ولایت له پاره د طالبانو تش په نامه والي د هغو ۵۰ تنو یاغیانو په جمله کې شامل وو چې د اګست په ۲۲مه د یاد ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې په یوه هوایي حمله کې ووژل شول.

په ورته وخت کې، د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د اګست په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۲ تنه طالبان او ۱۲ تنه د داعش اورپکي په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې ووژل شول. دا ۲۴ تنه وژل شوي اورپکي ښایي په هغو ۸۹ مړو کې شامل وي چې افغانستان ټایمز یې راپور ورکړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500