امنیت

د جنګ د قربانیانو معالج ډاکتران هره ورځ د جنګ له وحشتونو سره مخامخ کیږي

ای اېف پي

په کابل کې په ایمرجنسي روغتون کې ډاکترانو د تېرو ۱۵ کالو په ترڅ کې په جګړه کې د ټپي شویو زرګونو ملکي خلکو درملنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، چې د ۱۳۹۷ د کب په ۵ مه خپور شو، په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د ۱۰۹۹۳ ریکارډ شمېر ملکي کسان ټپیان شوي یا وژل شوي دي. [نصرالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- افغان جراح هدایت الله هدایت د تېرو ۱۵ کالو په ترڅ کې په جنګونو کې په زرګونو ټپي شوي ملکي خلک تداوي کړي دي، خو هېڅکله هم د جنګ له وحشتونو سره عادي شوی نه دی.

هدایت چې ۴۲ کاله عمر لري او په کابل کې د ایټالیا د خیریه موسسې ایمرجنسي له خوا چلېدونکي روغتون کې کار کوي، وویل، «هغه عادي کار نه دی». په دغه روغتون کې وارډونه له ژوبل شویو خلکو څخه ډک دي، چې په ډېرو باندې یې بنداژونه، پټۍ او پانسمانونه لګېدلي دي.‌

هغه وویل، «زما لپاره د تراوما هره قضیه نوې ده، په روح باندې یو نوی ټپ دی. په اروایي لحاظ، هغه یوه ضربه ده.»

د کب په ۵ مه د ملګرو ملتونو له خوا خپاره شوي یوه راپور په اساس، په ۲۰۱۸ کال کې د ۱۰۹۹۳ ریکارډ شمېر ملکي خلک په افغانستان کې ټپي شوي یا وژل شوي دي.‌

افغان ډاکتران د مرغومي په ۱۵مه په کابل کې په ایمرجنسي روغتون کې د یوه ټپي شوي سړي پاملرنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان ډاکتران د مرغومي په ۱۵مه په کابل کې په ایمرجنسي روغتون کې د یوه ټپي شوي سړي پاملرنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان ډاکتران د مرغومي په ۱۵مه په کابل کې په ایمرجنسي روغتون کې یو ټپي شوی سړی په ځولۍ کې انتقالوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان ډاکتران د مرغومي په ۱۵مه په کابل کې په ایمرجنسي روغتون کې یو ټپي شوی سړی په ځولۍ کې انتقالوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان هلک د مرغومي په ۱۵مه په کابل کې په ایمرجنسي روغتون کې له درملنې ترلاسه کولو څخه وروسته له یوه موټر سره خوا کې په یوه ویلچییر کې ناست دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان هلک د مرغومي په ۱۵مه په کابل کې په ایمرجنسي روغتون کې له درملنې ترلاسه کولو څخه وروسته له یوه موټر سره خوا کې په یوه ویلچییر کې ناست دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د هغوی له ډلې څخه ډېر د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ایمرجنسي ابتدایي خو پاک ۱۲۰ بستریز روغتون ته ورسول شول. دغه روغتون د جګړې د قربانیانو په عاجله درملنه تمرکز کوي.‌

په روغتون کې دننه، دوه هلکان تر روښانه زرغونو کمپلو لاندې په څنګ په څنګ چپرګونو پراته دي -- چې د یوه لاس مات شوی او بل ته سیروم لګېدلی دی -- او بهر په واورو پوښلو ځمکو څخه د ژمي رڼا کوتې ته راداخلېږي.‌

په ورته وخت کې، په لوړه کچه روزل شوي افغان او خارجي طبي پرسونل د یوې پښې د پټۍ د بدلولو لپاره تیاری کوي، او ناروغانو ته د وریژو خواړه، ښوروا او یوه یوه مڼه ورکول کیږي.‌

د تېر کال په ملکي تلفاتو کې، ۳۸۰۴ کسان مړه او ۷۱۸۹ ټپیان شول -- چې دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې ملګرو ملتونو د ریکارډونو ساتنه پيل کړې ده، تر ټولو لوړ شمېر دی.

د راپور په اساس،‌ په ۲۰۱۸ کال کې، د تاوتریخوالي په ډېرښت سره د هغو مړینو په شمېر کې د پاموړ ډېرښت لیدل کیږي چې د طالبانو او داعش له خوا ملکي خلک په کې په قصدي توګه په نښه کیږي. د دغو مړینو اکثرې د طالبانو یا داعش د اړوندو یاغي ډلو له خوا له شویو ځانمرګو بریدونو څخه سرچینه اخلي.

هغه دا په ډاګه کوي چې عادي افغانان څنګه یو نامناسب قېمت تادیه کوي، دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو په دې اونۍ کې په قطر کې له طالبانو سره تازه خبرې پیل کوي او غواړي چې شخړې ته د پای ټکی کېږدي.

په ایمرجنسۍ کې موجود ډاکتران د راتلونکي ځانمرګي برید یا د سړک د غاړې بمي برید حالت ته چمتو دي.‌

هدایت وویل، له ۲۰۱۴ کال راهیسې، هغه وخت چې د ناټو جنګي عسکر له هېواد څخه ووتل، «هر کال له یوې ورځې څخه بلې ته د ناروغانو شمېر او د تلفاتو سختوالی ډېرېږي،»

په افغانستان کې د ایمرجنسي د پروګرام منتظم دیجان پانیک وویل، په ۲۰۱۸ کال کې په کابل روغتون کې د ۴۰۷۶ ریکارډ شمېر ناروغان بستر شوي دي-- چې دا د ورمخکې کال د شمېر په نسبت ۵۳۰ کسان زیات دي. ایمرجنسي په دغه هېواد کې دوه نور روغتونونه او همدارنګه په لسګونو روغتیایي کلینیکونه چلوي.

پانیک وویل، «دا تر اوسه پورې تر ټولو ډېر بوخت وخت دی،»

د 'عادي ژوند' په هیله

په افغانستان کې د جګړې ضربه له اوږدې مودې راهیسې عادي افغانانو ته ور رسېدلې ده، چې اکثر یې په ساده ډول په غلط وخت کې په غلط ځای کې پېښه شوې ده.

دیارلس کلن سمیع الحق له خپل پلار او ورونو سره یوځای له کابل څخه د موټر په مزله یو څو ساعته لیرې ځای کې پیاز کرل چې د طالب اورپکو او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې درې مرمۍ ولګېد.‌

یوې مرمۍ د هغه د چپ لاس د شهادت او منځنۍ ګوتې لږې وېوړې، چې دغه د ښوونځي هلک ته یې د ۱۷ کلنې جګې یو تلپاتي یاد په یاد پرېښود.

هغه له ایمرجنسي روغتون څخه د رخصتېدلو پر وخت ای اېف پي ته وویل، «زه درې مرمۍ ولګېدم -- یوه په ګوتو، یوه په پونده او یوه په پښه،»

عبدالسلام ستانکزی، چې ۶۷ کاله عمر لري، په لوګر ولایت کې د قران کریم له ختم څخه خپل کور ته روان وو چې په یوه روان موټر پورې نښتی مقناطیسي بم وچاودېد او د هغه لاس او پښې ته یې پرخچې ور وشیندلې.

ستانکزي وویل، په چاودنه کې یو کس ووژل شو او درې نور ټپیان شول. هغه دا خبرې په داسې حال کې چې د روغتون لباس یې پر تن وو، په هغه وارډ کې چې یوازې د سړیو لپاره مشخص شوی او مخ په باغچه پروت دی، وکړې.‌

دغه هېڅکله پای ته نه رسېدونکي تاوتریخوالي جراح هدایت د هغه د خپلو څلورو ماشومانو راتلونکي ته وارخطا کړی دی.

هغه وویل، « زه هیله لرم چې هغوی به یو عادي ژوند ولري. هغوی باید زما په څېر ژوند ونه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500