امنیت

طالبان د اوربند هېڅ پلان نه لري

ای اېف پي

په قطر کې مېشت طالب چارواکی محمد نبي عمري (منځ چپ ته)، د طالبانو مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځ ښي ته) او د طالبانو د استخباراتو پخوانی مرستیال مولوي عبدالحق وثیق (ښی) د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په مرکز دوحه کې د بین الافغاني خبرو د دویمې ورځې په ترڅ کې د طالبانو د ډلې یوه بل غړي سره روان دي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

په قطر کې مېشت طالب چارواکی محمد نبي عمري (منځ چپ ته)، د طالبانو مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځ ښي ته) او د طالبانو د استخباراتو پخوانی مرستیال مولوي عبدالحق وثیق (ښی) د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په مرکز دوحه کې د بین الافغاني خبرو د دویمې ورځې په ترڅ کې د طالبانو د ډلې یوه بل غړي سره روان دي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۹مه/ انکار وکړ چې په افغانستان کې یې د کوم اوربند په سر هوکړه کړې ده. هغوی دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د داسې یوه احتمالي توافق په هکله راپورونه خپاره شول چې په نتیجه کې به یې له ۱۸ کاله جګړې څخه وروسته جنګ کم شي.‌

د یاغیانو له خوا دا اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ خبرې، وروسته له هغه چې واشنګټن د روان کال په نیمایي کې د یاغیانو د بریدونو له امله لغوه کړې،‌ بیا پيل شوې.‌

د وال سټریټ ژورنال د یوه راپور په شمول چې لیکلي یې وو چې نژدې ده طالبان یو ډول موقت اوربند اعلان کړي، د رسنیو له ګڼو راپورونو څخه وروسته، طالبانو وویل، «په تېرو څو ورځو کې، ځینې رسنیو د اوربند په هکله غلط راپورونه خپاره کړي دي... حقیقت دا دی چې د افغانستان اسلامي امارت د اوربند هېڅ پلانون نه لري.»

متحده ایالات او افغان حکومت په کابل کې له ډېرې مودې راهیسې، د واشنګټن او اورپکو ترمنځ د یو کلنو خبرو د مودې په ګډون چې واشنګټن د وږي په میاشت کې وځنډولې، له طالبانو سره د اوربند غوښتنه کوي.

له هغه وروسته خبرې په دوحه کې بیا پیل شوې خو د تېرې میاشتې په نیمایي کې په کې یوه «دمه» راغله.

د عطف ټکی

د جوزجان د والي ویاند وویل، د دوشنبې په ورځ وختي، په دغه ولایت کې طالبانو د حکومت پلوه ملېشو په یوه پوسته په ترسره شوي برید کې لږ تر لږه ۱۳ تنه افغان امنیتي منسوبین ووژل.

اوس هم د جګړې دروند بار افغان ملکیان پورته کوي. ملګرو ملتونو تېره اونۍ وویل چې دا هېواد سږ کال د عطف له یوه سخت ټکي څخه واوښت او په تېره یوه لسیزه کې په کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر کسان ووژل شول یا ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو له خوا ترسره شویو شمېرنو وښودله چې تېر کال د ریکارډ په کچه تر ټولو خونړی کال وو چې د ۹۲۷ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۸۰۴ ملکي کسان په کې په جګړه کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږغټه ستونزه دا ده چې د جګړې د سببونو پرځای، مونږ پخپله د جګړې په هکله فکر کوو، او مونږ هیڅکله هم د جګړې د پیل په هکله فکر نه دی کړی. د سولې د پروسې ملاتړ کول د افغانستان د ټولو خلکو وظیفه ده. پوښتنه دا ده چې: ایا د طالبانو نظامي قوماندانان او د هغوی جنګیالي به په قطر کې د سولې د هوکړې له کېدلو څخه وروسته جګړه بس کړي؟ ځواب شاید نه وي، ځکه چې هلته نورې ستونزې موجودې دي، چې یوه یې د ولسوالیو په سطحه د اداري فساد او کمزوري حکومت موجودیت دی او دا د هغوی لپاره د دې سبب کیږي چې وسلې واخلي او له طالبانو سره یوځای شي. که د ولسوالیو او کلیو په سطحه اصلي او اساسي پاملرنه ونشي، که هوکړه لاسلیک هم شي، ستونزه به په همدې ډول دوام وکړي.

ځواب ورکړئ