امنیت

د ترینګلتیاوو په زیاتېدلو سره، د چین شریکان او پوروړي شخړې ته د ورکش کېدلو له خطر سره مخامخ دي

د سلام ټایمز راپور

د چین پوځي منسوبین د غبرګولي په میاشت کې په وچه او اوبو دواړو کې کارېدونکیو عرادو څخه په استفادې سره د یوه یرغل تمثیل کوي، او بیجینګ هوډ کړی چې یوه ورځ به یې د تایوان پر ضد استعمال کړي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین پوځي منسوبین د غبرګولي په میاشت کې په وچه او اوبو دواړو کې کارېدونکیو عرادو څخه په استفادې سره د یوه یرغل تمثیل کوي، او بیجینګ هوډ کړی چې یوه ورځ به یې د تایوان پر ضد استعمال کړي. [د چین د دفاع وزارت]

شنونکي وایي، هغه هېوادونه چې له چین سره نږدې متحد دي، یا هغه چې ډېر ترې پوروړي دي، دا حقیقت درک کوي چې هغوی په ډېرېدونکي ډول له دې خطر سره مخامخ دي چې د بیجینګ جیوپولیټیکي لوبو او حتی احتمالي راتلونکیو شخړو ته به ورکش کړای شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې ډېرې زیاتېږي چې د بیجینګ تورې وهل او له ګاونډیو هېوادونو سره یې د قلمرو په سر شخړې د نړۍ سوله ګواښي او د نړۍ تر ټولو ډېره مزدحمه د کښتیو تېرېدلو لاره د بندېدلو له خطر سره مخامخ کوي چې ورسره نړۍ وال اقتصاد له منفي پایلو سره مخامخ کیږي.

ډېری وایي چې داسې بریښي چې بیجینګ په ډیریدونکي ډول په خپلو جیوپلیکي پریکړو کې له خپل نفوذ څخه د ګټې اخیستو بڼه غوره کوي.

د اتلانتیک شورا «له چین سره همکاري: ننګونې او فرصتونه» تر عنوان لاندې یوه وروستۍ څېړنه وایي، «چین له خپل مخ پر ودې اقتصادي ځواک څخه داسې ګټه اخلي چې نور هېوادونه په زور سره دې ته چمتو کوي یا فرېب ورکوي څو هغوی د خپل بهرني سیاست له لومړیتوبونو یا د نړۍ والو اړیکو له اصولو سره برابر کړي.»

پاکستاني پوځي منسوبین په ۱۳۹۷ کې د یوې ګزمې په ترڅ کې لیدل کیږي. پاکستان له چین سره د نږدې ملګرتیا له امله، په ځانګړې توګه داسې هېواد ګڼل کیږي چې له ناوړه پایلو سره به مخامخ شي. [د پاکستان پوځ]

پاکستاني پوځي منسوبین په ۱۳۹۷ کې د یوې ګزمې په ترڅ کې لیدل کیږي. پاکستان له چین سره د نږدې ملګرتیا له امله، په ځانګړې توګه داسې هېواد ګڼل کیږي چې له ناوړه پایلو سره به مخامخ شي. [د پاکستان پوځ]

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د فیجي لومړی وزیر فرانک بینيماراما د غبرګولي په ۹مه د فیجي په پلازمېنه سووا کې په یوه ګډ خبري کانفرانس کې برخه لري. د دغه کانفرانس په ترڅ کې، د پاسیفیک ټاپو د ۱۰ هېوادونو مشرانو د چین دا هڅه چې هغوی د بیجینګ په محور ور ټول کړي، رد کړله. [لیون لارډ/ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د فیجي لومړی وزیر فرانک بینيماراما د غبرګولي په ۹مه د فیجي په پلازمېنه سووا کې په یوه ګډ خبري کانفرانس کې برخه لري. د دغه کانفرانس په ترڅ کې، د پاسیفیک ټاپو د ۱۰ هېوادونو مشرانو د چین دا هڅه چې هغوی د بیجینګ په محور ور ټول کړي، رد کړله. [لیون لارډ/ای اېف پي]

څېړنه وړاندې لیکي، بیجینګ له دغه ځواک څخه په استفادې سره «په ملګرو ملتونو کې د نورو غیر لېبرال حکومتونو ملاتړ سره تنظیموي چې خپلې ګټې، لکه د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) پرې پر مخ بوځي، او د بشري حقونو او د دولت د استقلال په هکله خپل نظرونه پرې ترویج کړي څو په نړۍ وال سټېج د سیاسي ازاديو اساسي اصول پرې وننګوي.»

د بیجینګ تر نفوذ لاندې

بي آر آی چې د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي،د بیجینګ ستره د بېخبنا پروژه ده چې د اسیا، افریقا، اروپا او اقیانوس ۷۸ هېوادونه سره نښلوي.

تر بي آر آی لاندې، د سمندري بندر او د ځمکنیو ټرانسپورټي مرکزونو انکشاف اصلا د تجارت په هدف ترسره کیږي، خو منتقدان وایی چې د چین په ښکاره تجارتي پروژې دوه هدفونه لري؛ چې د هغه په چټکۍ سره وده کوونکي پوځ ته د لاسرسي اجازه ورکوي.

د بېخبنا د هڅې هدف دا دی چې چین د پوځي او تجارتي مرکزونو د یوې شبکې له لارې د افریقا ښکر سره ونښلوي.

د «مرغلرو لړ» په نامه ستراتیژۍ په لړ کې، د چین سمندري کرښې له مالدیپ څخه نیولې تر بنګله دېش، سریلانکا،پاکستان، ایران او سومالیا پورې له ګڼ شمېر لویو سمندري بندرونو او تنګیو څخه تېرېږي.

بي آر آی له دغو درې سمندري بندرونو څخه د ځمکې له لارې امتداد کوي، او د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او افریقا نورو برخو ته رسېږي.‌

دغه راز، که د تایوان په سر یو تمام عیار جنګ پیل شي، د مرغلرو لړ بیجینګ ته یو امتیاز او د فشار اهرم په لاس ورکوي.

د چین د تېرې میاشتې پوځي مانورې چې تایوان ته یې لاس ور واچاوه د هغه ګواښ تر ټولو تازه یاد دی چې د بیجینګ پوځي پراختیا یې رامنځته کوي.‌

دا مانورې د ټولو هغو مهمو اوبلارو لپاره چې چین په کې یا فعالې شخړې لري یا خپل نظامي حضور په کې پراخوي، بد زېری لري.

بیجینګ د جنوبي چین سمندر په اکثرو برخو د حاکمیت یا یو نه یو ډول واکمنۍ ادعا کوي، او د اسیا په بېلابېلو برخو کې ځایونو ته چینایي نومونه ږدي څو خپلو ادعاګانو ته یوه حقوقي قضیه جوړه کړي.‌

چین د جنوبي چین، چې هر کال ترې د تریلیونو ډالرو په ارزښت سوداګري کیږي، د ټول سمندر د مالکیت ادعا کوي. برونی، مالیزیا، فلیپاین، تایوان او ویتنام هم د دغه سمندر د مالکیت ادعا کوي.

په منځنۍ اسیا کې، بیجینګ په وروستیو کالونو کې په رسنیو کې دې نظریې ته تبلیغ کوي چې غواړي «خپل» قلمروونه بیا ترلاسه کړي او په دې توګه د ځایي خلکو غبرګون تلي. کتونکي وایي چې دا د سیمې استقلال ته یو مستقیم ګواښ دی.

اقتصادي جبر

چین حتی له بي آر آی پروګرام څخه بهر هم له «اقتصادي جبر» څخه کار اخیستی او داسې «زورګویي» کوي چې د بیجینګ په ګټه سیاستونه پرمخ بوځي.‌

په واشنګټن ډي سي کې د ستراتیژیکو او نړۍ والو څېړنو مرکز (سي اېس آی اېس) کې د چین د انرژۍ پروژې رییس بوني اېس ګلاسر د ۱۳۹۹ په مرغومي کې ولیکل، «بیجینګ د سوداګرۍ د محدودونکو ګامونو له ګواښ او تحمیل څخه په استفادې سره هڅه کړې څو له لسو څخه ډېرو هېوادونو ته له دې امله سزا ورکړي چې د چین ګټو ته زیان رسوونکي سیاستونه تعقیبوي.»

هغې د تېرو له لسو څخه ډېرو کالونو په ترڅ‌ کې د ناروی، جاپان، فلیپین منګولیا، جنوبي کوریا، کاناډا، نیوزیلنډ، سوېډن، تایوان، برتانیا، استرالیا او د پراګ ښار په ګډون بېلګو یو اوږد لست وړاندې کړی دی.

هغې وویل، د بیجینګ له خوا «زورګویي» ضد او نقیض پایلې لرلې، خو چین له اجبار څخه په استفادې سره ګټه لټوي.‌

هغې د خپلې لیکنې په پای کې لیکلي، «د ټولیزې مقابلې په نشتوالي کې به چین هغو هېوادونو ته د سزا ورکولو لپاره د غیرشفافو تجارتي بندیزونو استعمال ته دوام ورکړي چې د چین ګټو ته زیان رسوي، څو هغه هېوادونه دې ته جوړ کړي چې هغه پالیسۍ اصلاح یا لیرې کړي چې بیجینګ یې زیان رسونکې بولي، او نور له دې څخه منع کړي چې په ورته ډول چین وننګوي.»

شنونکي وایي، دا تکتیکونه د یوه منوال په توګه روان دي.‌

د ایشیا سوسایټی پالیسي انسټیټیوټ مرستیالې وینډي کټلر او د مکلارتي اسوسیټس سر سلاکار جیمز ګرین د ۱۳۹۹ د لړم په میاشت کې په دي سټرایټس ټایمز کې ولیکل، «چینایي مشران دا فیصله کوي چې د یوه ځانګړي هېواد بیانونه یا پالیسۍ د دغه هېواد واکمني یا امنیتي ګټې کمزورې کوي.»

هغوی لیکلي، «بیا د چین د سوداګرۍ بیوروکراسي داسې لارې ګوري چې سرغړونکي هېواد ته له رسمي یادښتونو ورکولو څخه پرته د سوداګرۍ یا پانګونې په برخه کې د مبهمو محدودیتونو په لګولو سره سزا ورکړي.»

متحد پاکستان: یو مثال

متحد پاکستان یو ښه مثال دی چې کېدی شي کتنه ورته وشي.

په وروستیو میاشتو کې، له چین سره د هغه ملګرتیا ثابته کړې چې د هغه ملي ګټې کمزورې شوي دي.‌

د غبرګولي په میاشت کې، پاکستان د برازیل، روسیه، هندوستان، چین او جنوبي افریقا (برېکس) هېوادونو په ۱۴م کانفرانس کې د نړۍ وال انکشاف په هکله د لوړې سطحې له خبرو څخه څنډې ته کړای شو.

کوربه هېواد چین، د برېکس له غونډو څخه مخکې، چې په هغه کې د غیر غړو هېوادونو د بللو په هکله پرېکړې کېږي، له پاکستان سره تعامل کړی وو.

خو کله چې د دې وخت راورسېد چې په یوه مهمه نړۍ واله غونډه کې د اسلام اباد د برخه اخیستنې ملاتړ وشي، چین خپل فرضي متحد ته شا ور واړوله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، «بدبختانه چې یوه غړي د پاکستان د برخه اخیستنې مخه ونیوله.»

کله چې د پرېکړې په هکله پوښتنه وشوه، چین ملامتي ونه منله.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیانګ وویل، «چین او پاکستان د هر وخت او شرایطو ستراتیژیک همکاران او شریکان دي.»

دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې پاکستان د تېرې لیندۍ په میاشت کې داسې یوه پرېکړه وکړه چې خپل ځان ته یې زیان ورساوه. هغه وخت، پاکستان د متحده ایالاتو په مشرۍ د دیموکراسۍ لپاره غونډه کې برخه وانه خیستله، او دا کار یې په یو ډول له چین سره،‌ چې بلنه نه وه ورکړل شوې، د ملګرتیا لپاره وکړ.

په غبرګون کې، ژاو ټویټ وکړ چې پاکستان په یاده غونډه کې د نه شرکت کولو له امله یو «واقعي اوسپنیز ورور» دی.

پاکستان په خپلو ګټو باندې د چین ګټو ته په ترجیح ورکولو سره، دواړه قضیې وبایللې.

د بیجینګ پر ضد غبرګون

د بیجینګ له خوا د زورګویۍ پر ضد د غبرګون ښودلو ګڼ شمېر مثالونه شته، خو دا معلومول چې له تاریخي پلوه د چین پوروړي هېوادونه، حتی لا کوچني، له سیاسي پلوه لږ قوي هېوادونه -- له دغې مخ پر وړاندې خطرناکې ملګرتیا څخه ستړي کېدونکي دي.

د سي اېس آی اېس د غوایي د میاشتې په یوه راپور کې راغلي، «په مجمموعي توګه، د چین له خوا له اقتصادي اجبار څخه استفادې د هغه اوږدمهالې ستراتیژیکې ګټې پرمخ نه دي بوولې، بلکې د هغه پرځای یې ډېر وختونه معکوس اغېز کړی دی.»

راپور وایي، «د تېرې یوې لسیزې په ترڅ کې، د بیجینګ ځورونکي چلند نه یواځې په نړۍ کې د هغه د محبوبیت په کمولو کې مرسته کړې، بلکې دغه راز هغه ډېر وخت په دې کې پاتې راغلی چې خپل د پالیسۍ ټاکل شوي هدفونه ترسره کړي.»

مثلا، د غبرګولي په لومړیو کې، د اقیانوس ټاپو ۱۰ مشرانو د فیجي په پلازمېنه سووا کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره د خبرو په ترڅ کې د چین دا هڅه رد کړله چې هغوی د بیجینګ مدار ته ور ولي.

چین وړاندیز وکړ چې په ارام سمندر کې خپل فعالیتونه زیات کړي، او په دغې له ستراتيژیک پلوه حیاتي سیمه کې د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو نفوذ مستقیما وننګوي.

د وړاندیز شوي تړون له مخې به بیجینګ د پاسفیک ټاپو پولیسو ته روزنه ورکوله، سایبري امنیت به یې خوندي کاوه، سیاسي اړیکې به یې پراخولې، حساسې سمندري نقشې به یې اېستلې او په ټاپو او اوبو کې به یې طبیعي سرچینو ته پراخ لاسرسی درلود.

د یوې هڅونې په توګه، بیجینګ د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي مرستې، په بالقوه توګه د چین - پاسفیک ټاپوګانو تر منځ د ازاد ګټور تجارت د تړون او د چین ۱.۴ میلیارد وګړي لرونکی مارکېټ ته د پراخ لاسرسي وړاندیزونه وکړل.

خو د کوچني ټاپو هېوادونو د بیجینګ وړاندیز «غیرصادقانه» وباله او دا یې غوره وبلله چې د حکومت او صنایعو په برخه کې د چین له نفوذ څخه مستقل پاتې شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له دې نه معلومیږي چې چین د امریکا په نسبت هوښیاره پالیسي پر مخ وړي.‌ چین پوه شوی چې پاکستان ورسره دوه مخې لوبه کوي. د پاکستان مثال د هغې فاحشې دی چې سر یې له یوه یار سره وي، پښې یې له بل سره وي او بیا هم کوشش کوي چې لاس یې بل یار ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا له لسیزو راهیسې پاکستان ته پیسې او وسلې ورکوي لاکن په تېرو شلو کالونو کې له وسله والو څخه د پاکستان د ملاتړ په نتیجه کې په زرګونو امریکایي عسکر، په لسګونو زره افغان عسکر او په لسګونو زره افغان ملکیان ووژل شول. لاکن له دا هر څه سره سره، اوس هم امریکا په پاکستان باندې داسې مهربانه ده لکه مور چې په زوی مهربانه وي.

ځواب ورکړئ