سوداګري

د چین له خوا په نړۍ کې ترسره شویو انکشافي پروژو کې د غټو درزونو راښکاره کېدل پيل شوي دي

د سلام ټایمز راپور

د ایکوادور د برېښنا د دولتي شرکت (سي اي اېل اي سي) عمومي مدیر ګونزالو اوکویلاس (ښی) او ورسره د ایکوادور نور چارواکي د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۹مه د ایکوادور په ناپو سیمه کې د یوه خبري کانفرانس له ورکولو څخه مخکې د کوکا کوډو سینکلایر د اوبیزې برېښنا فابریکې څخه لیدنه کوي. [کریسټینا ویګا/ای اېف پي]

د ایکوادور د برېښنا د دولتي شرکت (سي اي اېل اي سي) عمومي مدیر ګونزالو اوکویلاس (ښی) او ورسره د ایکوادور نور چارواکي د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۹مه د ایکوادور په ناپو سیمه کې د یوه خبري کانفرانس له ورکولو څخه مخکې د کوکا کوډو سینکلایر د اوبیزې برېښنا فابریکې څخه لیدنه کوي. [کریسټینا ویګا/ای اېف پي]

د چین د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) چې د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي، په شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو کې د بېخبنا د لسګونو پروژو په تطبیقولو سره د نړۍ له تر ټولو لویو پرمختیایي پروژو څه ګڼل کیږي.

خو نوې پلټنې ښيي، چې د چین د مشر شي جین پینګ له خوا د بي آر آی له پیلولو څخه تقریبا یوه لسیزه وروسته، د پروژې د خبرو او عمل تر منځ په زیاتېدونکي ډول توپيرونه لیدل کیږي.

دغه راز، پخپله په پروژو کې د غټو ساختماني او انجنیري عیبونو په راښکارېدلو سره، حکومتونه او خلک چې د چین له خوا تمویل شویو بېخبناوو باندې متکي دي، اندېښمن شوي دي.

د ساوت – ساوت تحقیقاتي نوښت (اېس اېس آر آی) چې مرکز یې د سریلانکا په مرکز کولمبو کې دی، په یوه راپور کې چې د سلواغې په ۶مه خپور شو، وویل، بي آر آی په کوربه هېوادونو کې «سولې، همکارۍ، انکشاف او دوه اړخیزو ګټو» ته د ودې ورکولو پرځای، د چین د «قرضونو د تلک دیپلوماسۍ» لپاره د یوه پوښ په توګه او په نړۍ کې د پوځي حضور د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

دا عکس چې د ۱۳۹۶ د لړم په ۱۰مه اخیستل شوی، یو چینایي انجنیر په داسې حال کې ښیي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د پلازمېنې مظفر اباد په لمنه کې د چټر کلاس سیمه کې د نیلم – جیلم د اوبیزې برېښنا د توزیع په یوه برخه کې کار کوي. [سجاد قیوم/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۶ د لړم په ۱۰مه اخیستل شوی، یو چینایي انجنیر په داسې حال کې ښیي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د پلازمېنې مظفر اباد په لمنه کې د چټر کلاس سیمه کې د نیلم – جیلم د اوبیزې برېښنا د توزیع په یوه برخه کې کار کوي. [سجاد قیوم/ای اېف پي]

اېس اېس آر آی په زامبیا، انګولا، لاوس، سریلانکا او پاکستان کې د چین تعاملاتو ته کتنه کړې ده.

په ټولیز ډول، هغه بي آر آی پورې تړلې ګڼ شمېر غټې ستونزې په ګوته کړي دي چې د دولتي پورونو چټک زیاتوالی او اقتصادي بحران؛ د شفافیت نشتوالی او اداري فساد؛ ټولنیز، سیاسي، حقوقي او امنیت ناارامي؛ او د چاپېریال ستونزې په کې شامل دي.

د راپور په اساس، په زامبیا کې حکومت د چینایي پانګوونکیو له خوا په هغو خطرناکو کارونو باندې سترګې پټوي چې صنعتي سکتور ویجاړوي. په انګولا کې، د ملکیتونو په سکتور کې د چین پانګونې ځایي خلکو ته ګټه نه ده رسولې، او په لاوس کې د چین قرض هغوی مجبوروي چې د بیجینګ خبرې ته غوږ ونیسي.

په ځانګړې توګه، سریلانکا له یوه ستر سیاسي او اقتصادي بحران څخه تېرېږي چې یوعامل یې د چین پورونه او د بېخبنا خرابې پروژې دي.

د اېس اېس آر آی په راپور کې راغلي، «په داسې حال کې چې په بي آر ای کې یوه غټه برخه پانګونه د چین دولتي بنسټونو کړې، د سریلانکا د قرض مخ په ډیریدونکي‌ بار او کمیدونکی استقلال په اړه اندیښنې موجودې دي. په سریلانکا کې د بي آر آی په پروژو کې د شفافیت نشتوالی او اداري فساد لیدل شوي دي. د دې تر څنګ، هلته د چاپېریال ځینې اغېزې هم شته.»

وېرې په حقیقت باندې اوښتي دي

راپور وایي، په ورته وخت کې، په پاکستان کې د خلکو «وېره په حقیقت باندې بدله شوې» ده.‌

په داسې حال کې چې په عربي سمندرګي کې د ګوادر په ساحل کې غټې چینایي کب نیوونکې بېړۍ کبان نیسي، ډېر پاکستاني کب نیوونکي نشي کولی چې خپل ځانونه ماړه او کافي اندازه عواید ترلاسه کړي.

اېس اېس آر آی وویل، «په دې اساس، دا روښانه ده چې د چین بي آر آی پروژې په پاکستان کې ټولنیزه نا ارامي رامنځته کړې او اقتصادي بې ثباتي ته یې لاره هواره کړې ده.»

اعتراض کوونکیو د مرغومي په ۶مه د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې ورځني لاریونونه ترسره کول پیل کړل چې په خپل ژوند او ورځنیو عوایدو د چین د نفوذ په هکله اندېښنې څرګندې کړي. د هغوی د اندېښنې وړ مسایلو کې د ځمکو غصب او نورې ستونزې لکه د برېښنا او د غنمو کموالی او مالیات شامل دي، په داسې حال کې چې په پارلمان کې هېڅ استازي نه لري.

که څه هم چې د تودوخې درجه له صفر څخه ښکته ده، لاکن دا اعتراضونه له څو اونیو راهیسې روان دي.

د کراچۍ په ګډون، نورو ښارونو کې هم اعتراض کوونکيو د ګلګت بلتستان له لاریونوالو سره همغږي پیل کړې ده.

ګلګت بلتستان د چین له اکثریت مسلمان مېشتې سیمې سینکیانګ سره شریک سرحد لري او د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز (سي پیک) چې د بي آر آی پاکستانۍ برخه ده، دروازه بلل کیږي.

فعالان په بلوچستان او سند ایالتونو کې ورته ستونزو ته په اشارې سره وایي، په ګلګت بلتستان کې د چین پانګونه یواځې بیجینګ ته ګټه ور رسوي او کېدی شي چې د چینایانو پر ضد وسله وال مقاومت راپورته کړي.

ځایي خلک وایي، د مرغومي له ۴مې راهیسې پاکستاني چارواکو د بیجینګ په غوښتنه په ګوادر کې، چې په بلوچستان کې د هند سمندر بندر دی او یو وخت د سي پیک پروژې «د تاج ګاڼه» بلل کېده، د میاشتو اوږده اعتراضونه وځپل.

د ګلګت بلتستان په هونزه کې د سیاسي علومو یوه پروفیسر محمد شفیق هونزي د مرغومي په میاشت کې وویل، «چینایان په دې مشهور دي چې چاپېریال، ځایي کلتور یا دین ته له پاملرنې پرته پرمختیایي پروژې تطبیقوي.»

د پاکستان د ۱۴۰۰ – ۱۴۰۱ د اقتصادي سروې په اساس، دا هېواد د چین ۸۷ میلیارده ډالر پوروړی دی چې باید ور یې کړي.‌

دغه راز، اېس اېس آر آی راپور ورکړ چې پاکستان باید د چین د پورونو ډېر سودونه پرې کړي. مثلا، په ۱۴۰۰ – ۱۴۰۱ کې، پاکستان د چین په ۴.۵ میلیاردو ډالرو ۱۵۰ میلیونه ډالر سود تادیه کړ.

اېس اېس آر آی وویل، کله چې پاکستان د پور د نېټې د وروسته کولو غوښتنه وکړه، چین د یوه بل پور وړاندیز ورته وکړ، په نتیجه کې، «پاکستان ... دا وخت د پورونو په یوه ناپایه دایره کې را ایسار دی.»

خرابېدونکې بېخبناوې

د پاکستان په جمو او کشمیر سیمه کې د نیلم – جیلم د اوبیزې برېښنا فابریکه د هغو ویجاړو شویو پروژو یوه بله بېلګه ده چې د چین له خوا جوړې شوې وې.

وال سټریټ ژورنال د مرغومي په ۳۰مه راپور ورکړ چې، پاکستاني چارواکو دغه دستګاه تېر کال له هغه وروسته وتړله چې په یوه تونل کې یې، چې د یوه توربین د تاوولو لپاره په یوه غره کې اوبه لېږدوي، چاودونه کشف کړل.

د دې پروژې رغونه په ۱۳۸۷ کې وروسته له هغه پيل شوه چې یوه چینایي کنسرسیوم له هغه یو کال مخکې یې د رغونې قرارداد ترلاسه کړ. له ګڼ شمېر ځنډونو څخه وروسته، لومړی جنرېټر د ۱۳۹۷ د وري په میاشت کې کار پیل کړ، او ټوله پروژه د ۱۳۹۷ د زمري په میاشت کې بشپړه شوه.

د پاکستان د برېښنا انرژۍ د تنظیم ادارې (نېپرا) رییس توصیف فاروقي د لړم په میاشت کې پارلمان ته وویل، تونل یواځې څلور کاله وروسته له هغه خراب شو چې ۹۶۹ میګاواټه د برېښنا فابریکې فعالیت پيل کړ.‌

د نېپرا په وینا، د چنګاښ میاشتې راهیسې د برېښنا د دغې فابریکې د بندېدا په نتیجه کې د برېښنا د قیمتونو د لوړوالي له امله پاکستان د میاشتې شاوخوا ۴۴ میلیونه ډالر نور زیان ګاللی دی.

د متحده ایالاتو د برېښنا وزارت او نړۍ وال بانک وایي، که موږ د اوبیزې برېښنا فابریکې ښې جوړې کړو او د هغو ښه مراقبت وشي، کېدی شي چې لږ تر لږه ۱۰۰ کاله کار ورکړي.

په ګرده نړۍ، لاتینه امریکا او افریقا کې دې ته ورته ستونزې سر راپورته کوي.

په ایکوادور کې حکومتي انجنیران وایي، په دغه هېواد کې د چین له خوا د اوبیزې برېښنا په یوه لویه فابریکه کې په زرګونو درزونه رامنځته شوي دي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د کوکا کوډو سینکلایر په نامه د اوبیزې برېښنا فابریکه چې د ۲.۷ میلیاردو ډالرو په لګښت جوړه شوې، د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو لویه بېخبنایي پروژه ده، او د بیجینګ لپاره دومره مهمه ده چې شي جین پینګ په ۱۳۹۵ کې د هغې په افتتاح کې خبرې وکړې.

اوس په کانکرېټي جوړښت کې درزونه او د کوکا د سیند د غرنیو برخو تخریب د بند د ویجاړېدلو ګواښ رامنځته کوي، او ورسره دا اندېښنې زیاتیږي چې کېدی شي د برېښنا دغه تر ټولو غټه سرچینه ویجاړه شي.

د ایکوادور په کویتو کې د سانفرانسیسکو پوهنتون یوه انجنیر فبریکیو یپیز وویل، «کېدی شي موږ هر څه وبایلو او نه پوهېږو چې دا کار به سبا وشي که به په شپږو میاشتو کې وشي.»

اخبار راپور ورکړ چې، د ایکوادور د اوبیزې برېښنا فابریکه د چین له خوا تمویل شویو هغو ګڼو پروژو له جملې څخه ده چې په نړۍ کې پلې شوي او د رغونې په برخه کې یې پراخ عیبونه موجود دي.‌

د راپور په اساس، د ټیټ کیفیت رغونه د بېخبنا د مهمو پروژو د خرابېدلو خطر رامنځته کوي او کوربه هیوادونه د دغو نیمګرتیاو د ترمیم په ترڅ کې لا د نورو پورونو له بار لاندې غرقوي.

د پورونو دپاسه نور پورونه

په یوګندا کې، د دغه هېواد د برېښنا د تولید شرکت د ایسیمبا د اوبیزې برېښنا د فابریکې په رغښت کې له ۵۰۰ څخه ډېرعیبونه په ګوته کړي دي. د اوبیزې برېښنا د تولید دا فابریکه چې ۱۸۳ میګاواټه برېښنا تولیدوي، د چین له خوا په نیل سیند باندې جوړه شوې ده.

په نتیجه کې، په دې فابریکه کې له ۱۳۹۸ راهیسې چې فعالیت یې پیل کړی دی، ګڼ شمېر پرچاوۍ رامنځته شوي دي.

د یوګندا د برېښنا د تولید د شرکت (یو اي جي سي اېل) په وینا، د چین د اوبو او برېښنا نړۍ وال شرکت په دې کې پاتې راغی چې د اوبو له ګیاوو او نورو کثافاتو څخه د بند د خوندي کولو لپاره یوه متحرکه مانع جوړه کړي، چې دغه حالت د توربینونو بندېدلو او د برېښنا پرچاوۍ ته لاره هواره کړې ده.

یو اي جي سي اېل وویل، دغه راز د فابریکې د برېښنا د خونې په بام کې هم درزونه جوړ شوي دي.

دا فابریکه چې ۵۶۷.۷ میلیونه ډالر لګښت پرې شوی، تر ډېره د هغه ۴۸۰ میلیونه ډالر پور له لارې جوړه شوې چې د چین له اېکسپورټ – امپورټ بانک څخه اخیستل شوی دی.

په نیل سیند باندې له دې ورښکته، چین د کروما هایډرو پاور پراجېکټ په نامه د اوبیزې برېشنا یوه ۶۰۰ میګاواټه پروژه جوړه کړې چې له خپل ټاکلي وخت څخه درې کاله وروسته بشپړه شوې ده.

د یوګندا چارواکي د دغه ځنډ پړه د درز شویو دېوالونو په ګډون د رغونې په برخه کې په شتو عیبونو باندې ور اچوي. یو اي جي سي اېل هم وویل چې قراردادي، سینوهایدرو کارپورېشن، غلط کېبلونه، سوېچونه او د اور وژنې سیستمونه لګولي چې باید بدل کړای شي.

که څه هم چې دغه فابریکه لا تر اوسه غیرفعاله ده، حکومت مجبور دی چې د چین د اېکسپورټ – امپورټ بانک د ۱.۴۴ میلیاردو ډالرو پور تادیه پیل کړي.

د یوګندا په پروژو کې ښکېلو چینایي شرکتونو او د چین حکومت په دې هکله د تبصرې لپاره غوښتنو ته له ځواب ویلو څخه ډډه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د چین د نړۍ والو اوبو او د وسایلو د مدیریت، برقي شرکتونو د ملاتړ په برخه کې، که څه هم چې (په ځانګړې توګه د چینایی قراردادیانو په رابطه) د اوبو یا برېښنا کوم جزیات نشته، لاکن هغوی په جنوب ختیځه اسیا کې په یوه سرک باندې ښه کار وکړ. د بل هر ځای په څېر، د شرکت د پالیسۍ او د افرادو په برخه کې ښه کار وشو.

ځواب ورکړئ

ما څو کاله د چین له خوا د ملاتړ شويو ساختماني پروژو «څارنه» کړې ده. پیرودونکي په اسانۍ سره هڅول کیږي چې ارزانه داوطلبۍ ته لاړ شي، مسلکي مشورې له پامه وغورځوي او بیا د ودانولو په ترڅ کې د خبرتیا له ډېرو نښو سره سره ملامتیا په څارونکي باندې ور واچوي.

ځواب ورکړئ
د تبصرو له تګلارې څخه د سرغړونې له امله تبصره لیرې شوه

امریکایان هوښیار خلک دي، لاکن زه د دغو خلکو دې فیصلې ته حیران یم چې څنګه د یوه هېواد پیسې د بل چا د جرم په بدل کې اخلي او بیا یې د خیرات په توګه نورو ته ورکوي. که خر او خنځیر ودروې او ورته ووایې چې ای خره! ای خنځیره! جرم یو کس کړی او دوی په کې بل کس نیولی، نو هغه به هم درباندې لعنت ووایي چې آیا ته عقل لرې که له مونږ نه بدتر حیوان یې چې پردی مال بل ته ورکوې. افغانانو په امریکا باندې اعتماد کړی و او خپلې پیسې او خزانه یې ورسره ایښې وه. که خبره د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې وي، مونږ افغانان د سپتمبر د ۱۱مې پېښه غندو. هر چا چې کړې بد کار یې کړی دی. جنایت یې کړی دی. قتل یې کړی دی. وحشت یې کړی دی. لاکن ما خو نه دی کړی. تا وویل چې زه افغانستان ته د دې لپاره ځم چې عرب ترهګر په کې دي. ته راغلې، شل کاله دې تېر کړل. جنګ دې وکړ. په جنګ کې له شپېتو زرو نه ډېر افغانان یو طرف ته ووژل شول، له اویا زرو نه ډېر بل طرف ته ووژل شول لاکن ستا دښمن په پاکستان کې راووت. ستا دښمن عرب و او راووت په پاکستان کې، نو په دې کې د افغان ګناه څه شوه؟ بله خبره دا ده چې د سپتمبر د ۱۱مې پېښه خو لا تر اوسه معلومه هم نه ده. پخپله امریکایي پوهان پرې مطمئن نه دي. لاکن په ورته وخت کې جنایت دی او هر چا چې کړی دی، باید سزا ورکول شي. جنایت عرب کړی، سپورټ یې د پاکستان له خوا شوی دی. دواړه په واشنګټن کې سفارتونه لري، ورشه د دښمن پوښتنه دې وکړه.

ځواب ورکړئ

دوکه بازي په هر سټیج کې روانه ده هغه کې په نړیواله کچه وي او که په سیمه ییزه کچه. د چین په څېر پرمختللی هیواد خو نه باید دغه ډول کاذونه وکړي په داسې حال کې چې سیاسي رقیبان لکه امریکا هم لري. خو چین وار له مخه خپل عکس د خلکو ذهنونو کې خراب کړی او چرته چې یې کار کړی هغو خلکو ترې خیر نه وو لیدلی. مخکې خو ویل کیدل چې چینایان چرته لاړ شي نو لوټول کوي خو دادی اوس پکې دا خبره هم راووته چې کړي کارونه یې بې کیفیته دي. یعني هم غلا کوي او هم چې کوم کار کوي ژر خرابیږي...

ځواب ورکړئ

پښتو کې یو متل دی وايي: (د دوه روپیو همدومره ګوړه وي). نو د چین له لوري ترسره شوی کار خو باید همداسې وي. چینایانو چې تر اوسه افغانستان ته څومره توکي رالېږلي اکثر یې بې کیفیته دي نو له همدې معلومېږي چې د دوی جوړ توکي او تولیدات څومره بې کیفیته دي. ها رښتیا زموږ چارواکي هم دوی سره په یارانه کې وفادار ښکاري خدای دې وکړي چې موږ سره داسې دوکې ونکړي. او که احیاناً چین په افغانستان کې کوم ټولګټو کارونه کوي نو لطفاً چارواکي دې محتاط اوسي چې وروسته به نه پیسې په لاس ورځي او نه به هغه کار بېرته رغیېږي. په تېر کې چې موږ ته ښه ثابت شوي هغه د روسانو له لوري ترسره شوي کارونه دي چې لا هم هماغه ډول جوړ دي. بېلګه یې په ننګرهار کې د درونټې ډیم چې د روسي انجنیرانو له خوا جوړ شوی، ماهیپر تونلونه، سالنګ لویه لار کې چې کوم تونلونه دي. دا څو ورځې مخکې په کابل کې د روسیې سفیر ویلي وو چې د دوی له لوري شویو کارونو کې که کومه ستونزه رامنځته شوي وي غواړي د حکومت په همغږۍ یې ترمیم کړي. مطلب روسیې افغانستان کې چې کوم کار کړی په ښه کیفیت ترسره شوی. اوس ښه ده چې د چین پر ځای هم داسې یو چاسره د پروژو د ترسراوي قراردادونه وشي چې یا افغانستان کې ازمایل شوي وي او یا یې په نورو هېوادونو کې د کار نتیجه ښه وي.

ځواب ورکړئ

د دې معنی خو دا شوه چې چین د خلکو پیسې لوټي او کوم کار چې کوي هغه په کال یا دوه کالونو کې دننه خرابېږي. دا خو بې انصافي ده. افغانان باید په هر قیمت په افغانستان کې د چین له خوا د بیخبنایي پروژو د ترسره کولو مخه ونیسي. حاکمه ډله باید له چین، پاکستان او ایران سره له هر ډول قرارداد کولو څخه ډډه وکړي. که امریکایي یا اروپاي کمپنۍ نه وي، د منځنۍ اسیا مثلا ترکمنستان، ازبکستان یا نورو داسې هېوادونو له ظرفیت نه باید ګټه واخییستل شي چې د چین په نسبت ارزان یا ورسره برابر وي. دغه راز، د شرقي اروپا ډېرې کمپنۍ شته چې په افغانستان کې په تعمیراتي او انکشافي پروژو کې له کار کولو سره لېوالتیا لري. مونږ باید له هغو سره ارتباط ونیسو چې په افغانستان کې انکشافی پروژې ترسره کړي. د دې ټولو تر څنګ، نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا باید د ون بیلټ ون روډ د طرحې مخه ونیسي. د دغې طرحې د مخنیوي لپاره باید د سي پيک مخه ونیول شی. او د سي پیک د مخنیوي لپاره غوره لاره دا ده چې د بلوچستان د ازادۍ د ننګیالیو تسلیحاتي او تبلیغاتي ملاتړ وشي. په دې توګه به په یوه غشي دوه ښکارونه وشي. هم به د چین د جعلي پروګرام مخه ونیول شي. هم به یو محکوم ولس (بلوچستان) د پنجاب له استعمار څخه وژغورل شي.‌

ځواب ورکړئ